امنیت

تهران د نړۍ والې پرېشانۍ په ترڅ کې اعتراف وکړ چې له اتومي تړون څخه یې سرغړونه کړې ده

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران ستر مشر علي خامنه اي د چنګاښ په ۱۲مه په تهران کې یوې غونډې ته خبرې کوي. په خامنه اي باندې په وروستیو کې د متحده ایالاتو له خوا د نړۍ والو اقتصادي ګټو پر ضد د ویجاړوونکیو فعالیتونو له امله بندیزونه ولګېدل. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران ستر مشر علي خامنه اي د چنګاښ په ۱۲مه په تهران کې یوې غونډې ته خبرې کوي. په خامنه اي باندې په وروستیو کې د متحده ایالاتو له خوا د نړۍ والو اقتصادي ګټو پر ضد د ویجاړوونکیو فعالیتونو له امله بندیزونه ولګېدل. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- د ایران رژیم د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ اعتراف وکړ چې د یورانیمو د غني کولو له هغه حد څخه یې پښه اړولې چې د ۱۳۹۴ په نړۍ وال اتومي تړون کې ورته ټاکل شوی وو.

د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمال وندي اعلان وکړ چې ایران له ټاکلي حد څخه تېر شوی او ۴.۵٪ بډاینې یا غني کولو ته رسېدلې دی.‌

اېسنا نیمه رسمي خبري اژانس د هغه له خولې لیکلي، «د سوچه والي دا سطحه د هېواد د برېښنا د دستګاه د سون توکو اړتیاوې په بشپړ ډول ځوابوي.»

د نړۍ والو مخالفتونو لړۍ

اروپایي اتحادیې وویل چې هغه په دغه کار «ډېره اندېښمنه» شوې او په ایراني رژیم یې غږ وکړ چې «ټول هغه فعالیتونه شاته بوځي» چې د هغه د تړون له ژمنو سره مخالفت لري.

د نړۍ وال تړون اروپایي شریکانو -- فرانسې، جرمني او برتانیا -- د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۶مه/ په تهران زور راوړ چې د کرښې د ماتولو په لور پرمختګ ودروي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د هر غیرمترقبه غبرګون په وړاندې خبرداری ورکړ.

هغه وویل، که چېرې اروپایان «کوم ځانګړي نا اشنا کارونه ترسره کړي، بیا مونږ ته په کار دي چې [د ژمنو په ترسره کولو کې] له ټولو راتلونکیو ګامونو څخه پښه واړوو او وروستی هغه عملي کړو.»

هغه دا واضح نه کړه چې وروستی ګام به څه وي، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني پخوا خبرداری ورکړی وو چې کیدای شي ایران له هستوي تړون څخه وځي.‌

د کریملېن ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، روسیه د ایران په هغو پلانونو اندېښمنه ده چې غواړي د ۱۳۹۴ د هستوي تړون -- د عمل د ګډ هر اړخیز پلان (جی سي پي او ای) له مخې د یورانیمو د بډاینۍ له حد څخه پښه واړوي.

هغه ژورنالستانو ته وویل، «په دې کې شک نشته چې وضعیت د اندېښنې وړ دی. د روسیې هدف دا دی چې خبرې او هڅې په دپلوماتیکه سطحه ترسره شي. مونږ لا هم د جی سي پي او ای ملاتړي یو.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، تهران به له «لا نور تجرید او بندیزونو» سره مخامخ شي.

د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې (آی ای اي ای) په دې میاشت کې تایید کړه چې رژیم د غني شویو یورانیمو د ۳۰۰ کیلوګرامو له ذخیرو څخه پښه اړولې ده. او دا هغه اندازه وه چې په تړون کې یاده شوې وه.

د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې د چنګاښ په ۱۹مه د ایران د هستوي پرګرام په هکله یوه ځانګړې ناسته په پام کې نیولې ده.

نړۍ د لا نورې هستوي بډاینې پر ضد

د ایران رژیم د نړۍ د حکومتونه دا غوښتنې له پامه غورځوي چې د یورانیمو لا نوره بډاینه ودروي او په دې توګه د ۱۳۹۴ له هستوي تړون څخه سرغړونه کوي.

تېره اونۍ، د نورو تر څنګ روسیې، چین، فرانسې، جرمني، برتانیا او متحده ایالاتو له رژیم څخه وغوښتل چې له دغه کار څخه لاس واخلي.

دا خبرونه د ایراني ځواکونو له خوا د نړۍ والو اوبو په سر د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې له ویشتلو او له هورموز تنګي سره نژدې د تېلو په څو ټانکرونو له بریدونو کولو څخه وروسته د زیاتو شویو ترینګلتیاوو په ترڅ کې مخې ته راځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران لپاره ښه لاره پلوتونیم ۲۳۹ ده. دیندوهیندو د یوه هېواد لپاره چې د یورانیمو درجه یې ټیټه وي او قیمت یې ډېر وي، پلوتونیم غوره لاره ده. پاکستان او د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت هم پلوتونیم غوره کړي دي. د یورانیم ۲۳۵ پرځای د ۲۳۹ پلوتونیم غني کول اسان او خوندي دي او په اسانۍ سره پټېدلی شي. سمیر سردانا

ځواب ورکړئ

ايران سره بايد جدي برخورد و شي ځکه کهيې مخ و نهنيول شي راتلونکي کې ايران به بیااټومی تروریست ملک شي چې بيا د نړۍ د امن د پاره ستر ګواښ وي او پړه به يې په اروپايي ټولنهوي چې اوس ايران یره نرم برخورد کوي

ځواب ورکړئ