امنیت

د سولې لپاره سفر: افغان بایسکل سوارانو د ۴۰۰۰ کیلومتره اوږده سفر له لارې د هیلو پيغام خپور کړ

د عمر راپور

د افغان بایسکل ځغلوونکیو یو ګروپ په وروستیو کې د لاجوردو د نوې جوړې شوې لارې د غونډیو له لارې له یوه ۷۰ ورځني ځغل څخه راستون شو. هغوی په دغه سفر کې د ترکمنستان، اذربایجان، جورجیا یا ګرجستان او ترکیې خلکو ته د افغانانو له خوا د سولې پیغام ور ورساوه. [د افغان بایسکل ځغلوونکیو ټیم/عمر]

هرات -- د افغان بایسکل ځغلوونکیو یو ګروپ په وروستیو کې د لاجوردو د نوې جوړې شوې لارې د غونډیو له لارې له یوه ۷۰ ورځني ځغل څخه راستون شو. په دغه سفر کې هغوی په دهلېز کې شاملو هېوادونو ته د سولې د سفیرانو په څېر چلند وکړ.

یادو ورزشکارانو خپل سفر د وري په ۳۰ مه له هرات څخه د ترکیې استانبول ښار ته پیل کړ او له ۴۰۰۰ کیلومترو څخه ډېره لاره یې په بایسکلونو ووهله. هغوی د چنګاښ په ۶ مه بېرته هرات ته راوالوتل.

ولسمشر اشرف غني د تېرې لیندۍ په میاشت کې په هرات ولایت کې د لاجوردو لاره پرانستله څو افغانستان ته دا وړتیا ور په برخه کړي چې خپل تولیدات اروپا ته ورسوي.

دغه لاره چې په افغانستان کې پیلېږي د ترکمنستان له ترکمنباشي، د اذربایجان له باکو او د ګرجستان له تبیلیسي څخه تېرېږي. له تبیلیسي څخه ایسته لاره د ترکیې کارس او استانبول ته دوام کوي او بیا اروپا ته ورننوځي.

افغان بایسکل سواران د وري په ۳۱ مه په ترکمنستان کې روان دي. [فرهاد توحید]

افغان بایسکل سواران د وري په ۳۱ مه په ترکمنستان کې روان دي. [فرهاد توحید]

افغان بایسکل سواران د وري په ۳۰ مه د ګرجستان په تبیلیسي کې لیدل کیږي. [فرهاد توحید]

افغان بایسکل سواران د وري په ۳۰ مه د ګرجستان په تبیلیسي کې لیدل کیږي. [فرهاد توحید]

د بایسکل سوارانو د ټیم یوه غړي محمد صدیق جامي وویل، د بایسکل ځغلوونکیو هدف دا وو چې د افغانانو له خوا ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ته د سولې پیغام ور ولېږدوي، او په ورته وخت کې د لاجوردو له تجارتي دهلېز څخه ملاتړ وکړي.

جامي وویل، «زمونږ د سفر په ترڅ کې، مونږ ته د لاجوردو د لارې د غړو هېوادونو خلکو او حکومتونو تود هرکلی وویل، او مونږ هغو هېوادونو ته د افغانانو د سولې د پیغام د لېږدولو هدف ترلاسه کړ.»

د ټیم یوه بل غړي عبدالاحد صدیقي وویل، بایسکل سواران په دې کې بریالي شول چې وښیي چې افغانان یوازې سوله او نېکمرغي غواړي، نه جنګ او اورپکي.

هغه وویل، «مونږ وکولی شوای چې د لاجوردو د لارې په اوږدو کې د افغانانو د سولې او زغم پيغام ورسوو. افغانستان داسې یو هېواد دی چې ۴۰ کاله یې بحرانونه او په بېلابېلو وختونو کې اقتصادي تنګسې لیدلي دي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ وکولی شوای چې هغوی [د لارې په اوږدو کې پرتو خلکو] ته ثابته کړو چې د افغانستان خلک له جنګ څخه ستړي شوي او سولې او د سیمې او له سیمې څخه بهر پرتو هېوادونو سره د ښو اړیکو لرلو ته تږي دي.»

د فرهاد په نامه یوه اذربایجاني چې له بایسکل سوارانو سره یې ولیدل، وویل، د سولې د سفیرانو په توګه د هغوی هڅې مؤثرې وې.

هغه وویل، «زه فکر کوم چې په داسې کولو سره، بایسکل سوارانو نړۍ ته یو د سولې پیغام ور ولېږداوه.»

د فکرونو تغیرول

د بایسکل سوارانو د ټیم یوه بل غړي بنيامین جامي وویل، ګروپ وکولی شوای چې د دهلېز په اوږدو کې پرتو هېوادونو کې له هغوی سره د مخامخ شویو خلکو په منځ کې د افغانستان په هکله منفي فکرونه بدل کړي.

هغه وویل، «په اول کې، د افغانستان او افغانانو په هکله د لاجوردو د لارې په اوږدو کې د پرتو خلکو نظرونه ډېر منفي ول، خو وروسته له هغه چې مونږ داسې معلوماتي بروشرونه ووېشل چې په افغانستان کې د تاریخي ځایونو، زراعتي پیداوار او د لیدلو وړ نورو ځایونو په هکله یې معلومات وړاندې کول، د هغوی [د دهلېز د اوسېدونکیو] نظرونه په بشپړ ډول واوښتل.»

هغه زیاته کړه، «په پیل کې، هغوی افغانستان د جنګ، تاوتریخوالي او نشه ییزو توکو د هېواد په توګه پېژانده، خو کله چې مونږ هغوی ته معلومات ورکړل، هغوی له دې سره علاقه مندي وښودله چې افغانستان ته راشي او له افغانانو سره وګوري.»

یوه سوېسي سیلاني،‌ نویېل، چې د غبرګولي په ۳۰ مه اذربایجان ته راغلی وو او له ټیم سره یې ولیدل، وویل، «زه فکر کوم چې د بایسکل ځغلونې سفر یو ډېر ښه نظر دی ځکه کله چې نور خلک [غیر افغانان چې له بایسکل سوارانو سره یې لیدلي] له تاسو سره خبرې کوي، هغوی به درته ووایي چې د افغانستان خلک څومره ښه او صمیمي خلک دي.»

هغه زیاته کړه، «زه به ډېر خوښ شم چې که یوه ورځ‌ افغانستان ته سفر وکړم، او ښایي چې هلته زه غرونو ته وخېژم. زه فکر کوم چې هلته خلک ډېر صمیمي دي.»

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش د لوی ریاست چارواکو وویل، دغه سفر همدارنګه مرسته وکړه چې د افغان بایسکل سوارانو او د هغوی له خوا د لیدل شویو هېوادونو د ورزشکارانو تر منځ اړیکې جوړې شي. په ځواب کې، دغه بهرني ورزشکاران پلان لري چې افغانستان ته د لیدنې لپاره راشي.

د یاد ریاست د تخنیکي او مسلکي چارو د رییس مرستیال حمیدالله کبیر وویل، «بې له شکه چې هر ورزشکار یو د سولې سفیر دی.»

کبیر وویل، ورزشکاران کولی شي چې نړۍ ته یو نوی افغانستان ور وپېژني او د افغانستان په هکله د خلکو فکرونه بدل کړي.‌

هغه وویل،‌«ورزشکارانو ټولو ته ثابته کړې چې افغانان د جنګ او تاوتریخوالي له پرېشانۍ څخه راوتلي، او د نورو هېوادونو د اوسېدونکيو په څېر عادي ژوند لري او ډېر پرمختګ یې کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «د افغانستان په هکله د نورو هېوادونو د خلکو فکرونه منفي وو ځکه چې هغوی تل په دې هېواد کې د جنګ او تاوتریخوالي تصویرونه لیدلي دي، خو زمونږ ورزشکارانو دا تصویر بدل کړ.»

کبیر وویل، افغانان له جګړې څخه ستړي دي او غواړي چې هره ورځ د انکشاف او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.

اړیکې پراخول

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي وایي، د لاجوردو د لارې په اقتصادي ګټو سربېره، دغه دهلېز مرسته کوي چې د غړو هېوادونو تر منځ ارتباطات پراخ شي.

افغان دپلوماتان وایي چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه هغه چې د لاجوردو د لارې په اوږدو کې پراته دي، غواړي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسېږي او یو عمومي ثبات ډاډمن شي.‌

په هرات ولایت کې د بهرنیو چارو د وزارت د څانګې رییس امین الله ازاداني وویل، «مونږ د لاجوردو په لار د لارې غړو هېوادونو ته د بایسکل ځغلوونکیو ټیم ولېږه، او د افغانانو له خوا د سولې د یوه پیغام په لېږدولو سربېره، زمونږ هدف دا وو چې له دغو هېوادونو سره سیاسي، کلتوري او سپورټي اړیکې پراخې کړو.»

«د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې حکومتونو او خلکو زموږ د ورشکارانو کوربه توب وکړ.»

هغه زیاته کړه، «د لاجوردو لاره یوه نوې لاره ده، او مونږ غواړو چې په سیمه کې د موجودو هېوادونو فکرونه بدل کړو. مونږ غواړو چې دغه هېوادونه وپوهوو چې په سیمه کې د مخکې تګ لپاره تر ټولو ښه لاره د همکارۍ او همغږۍ لاره ده.»

ازاداني وویل، په سیمه کې د موجودو هېوادونو لپاره ښه وخت دی چې همکاري او ملګرتیا،‌ په ځانګړې توګه د لاجوردو د لارې په اوږدو کې، لا نوره پراخه کړي.‌ هغه زیاته کړه چې دا هڅه کولی شي چې په سیمه کې د سولې او امنیت په ټینګولو کې مرسته وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500