امنیت

د ایران بریدګرو بېړیو هڅه وکړه چې په هورموز تنګي کې د برتانیا د تېلو ټانکر ونیسي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې یو شمېر هغه چټکې بریدګرې کشتۍ لیدل کیږي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ سرتېري په خلیج کې ترې استفاده کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې یو شمېر هغه چټکې بریدګرې کشتۍ لیدل کیږي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ سرتېري په خلیج کې ترې استفاده کوي. [آرشیف]

واشنګټن ډي سي -- وسله والو بریدګرو بېړیو چې باور کیږي د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ پورې اړه لري، د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹مه/ هڅه وکړه چې د خلیج په ستراتیژیکو اوبو کې یو برتانوی ټانکر ونیسي، خو یوې سلطنتي سمندري چټکې جنګي بېړۍ پسې واخیستلې.

د برتانیا د دفاع وزارت وویل، «درې ایراني کشتیو هڅه وکړه چې له هورموز تنګي څخه د یوې تجارتي بېړۍ،‌ برېټېش هېرېټېج، د تېرېدلو مخه ونیسي.»

سي اېن اېن د دوه امریکایي چارواکو له قوله وویل چې ایرانیانو ټانکر ته امر وکړ چې لاره بدله کړي او د ایران اوبو سره نژدې ودرېږي.‌

سي اېن اېن وویل، یوې امریکایي الوتکې د پېښې ویډیو جوړه کړې ده.‌ پېښه هغه وخت پای ته ورسېدله چې اېچ اېم اېس مونتروز -- چې ټانکر یې بدرګه کاوه -- وسلې په کشتیو ور واړولې او په بریالیتوب سره یې هغوی په شا تګ ته مجبورې کړې.

د ۱۳۹۲ د سلواغې د ۱۴مې په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، برتانوي جنګي بېړۍ اېچ اېم اېس مونتروس په داسې حال کې لیدل کیږي چې د قبرص په لېماسول کې یې لنګر اچولی دی. د برتانیا حکومت د چنګاښ په ۲۰ مه وویل چې درې ایراني کشتیو هڅه وکړه چې د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو د ټانکر د تېرېدلو مخه ونیسي، او برتانوي چټکه جنګي بېړۍ یې مجبوره کړه چې مداخله وکړي. [ای اېف پي]

د ۱۳۹۲ د سلواغې د ۱۴مې په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، برتانوي جنګي بېړۍ اېچ اېم اېس مونتروس په داسې حال کې لیدل کیږي چې د قبرص په لېماسول کې یې لنګر اچولی دی. د برتانیا حکومت د چنګاښ په ۲۰ مه وویل چې درې ایراني کشتیو هڅه وکړه چې د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو د ټانکر د تېرېدلو مخه ونیسي، او برتانوي چټکه جنګي بېړۍ یې مجبوره کړه چې مداخله وکړي. [ای اېف پي]

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له لسیزو ورانکارو فعالیتونو څخه وروسته د وري په میاشت کې د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شو له دې څخه انکار وکړ چې د برتانیا د ټانکر د نیولو یا مخنیوي هڅه یې کړې ده.

انقلابي ګارډ په یوه اعلامیه کې وویل، «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د برتانوي هغو په شمول له هېڅ بهرنیو کشتیو سره شخړه نه ده پېښه شوې.»

خو د ایران د رژیم له خوا د برتانیا پر ضد د وروستیو ګواښونو په پام کې نیولو سره دا انکار دروغجن ښکاري.

فارس نیمه حکومتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰ مه/ د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ له قوله راپور ورکړ چې متحده ایالات او برتانیا به له جبل الطارق (Gibraltar) څخه بهر د ایراني ټانکر د تېرې اونۍ د نیولو له امله «سخت پښېمان» شي.

د جبل الطارق چارواکو وویل، باور کېده چې د دغې کارګو هدف ځای سوریه وو چې د اروپا له خوا پرې بندیزونه لګېدلي دي. ټانکر د جبل الطارق د پولیسو له خوا چې د برتانیا د سلطنتي سمندري ځواکونه له خوا یې مرسته کېدله ودرول شو.‌

د انقلابي ګارډ د مشر مرستیال او د سمندري ځواکونو یوه قوماندان علي فدوي وویل، «که دښمن ډېره کمه ارزونه هم کړې وای، هغوی به دا کار نه وای کړی.»

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چارشنبې په ورځ برتانیا ته د پېښې د «پایلو» خبرداری ورکړ او دغه کار یې «یو احمقانه عمل» وباله.

روحاني د کابینې غونډې ته چې په دولتي تلوېزیون خپرېدله خبرو کې وویل، «زه برتانیا ته وایم چې تاسو په سمندرونو کې ناامني پيل کړه او وروسته به یې بد عواقب تاسو وګورئ.»

د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ د ایران د دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي ژمنه وکړه چې د برتانیا د حرکت ځواب به ورکړي او هغه یې د سمندري غلا یو عمل وباله.

هغه وویل، دغه نیونه «به مونږ ونه زغمو.»

د ایران د نظام د مصلحت د شورا منشي محسن رضايي خبرداری ورکړ چې، که برتانیا د ټانکر په را پرېښودلو کې پاتې راشي، ایران به مجبور شي چې په عکس العمل ښودلو لاس پورې کړي. دغه شورا یوه مهمه مشورتي او د حکمیت کولو اداره ده.‌

هغه وویل، «که برتانیا د ایران د تېلو ټانکر را خوشې نه کړي، اړوند مقامات به خپله وظیفه ترسره کړي، متقابل عمل به ترسره کړي او د برتانیا یو د تېلو ټانکر به ونیسي.»

د ایران څارنه

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې متحده ایالات د داسې یوه ایتلاف د جوړولو هیله لري چې د ایران د رژیم له خوا د زیاتېدونکو ګواښونو پر ضد یوه ګډه جبهه وړاندې کړي.‌

جیګپوړي امریکایي پوځي چارواکي جنرال جوزېف ډنفورډ وویل، متحده ایالات به د قوماندې رول پر غاړه واخلي او د نورو هېوادونو له خوا له خپلو بیرغونو سره د خپلو کشتیو د بدرګه کولو پر وخت به اکتشافي چارې ترسره کوي.‌

ډنفورډ د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸مه/ وویل، «زه فکر کوم چې ښایي په راتلونکیو څو اونیو کې به مونږ دا په ګوته کړو چې کوم هېوادونه دا سیاسي اراده لري چې د دغه نوښت ملاتړ وکړي، او بیا به مونږ مستقیماً له پوځونو سره کار وکړو چې خپل هغه ځانګړې وړتیاوې او مهارتونه په ګوته کړي چې د دغه نوښت ملاتړ به وکړي.»

هغه وویل، ایتلاف به په هورموز تنګي کې -- چې خلیج ته د ورتګ د بندېدلو لاره ده او د نړۍ ۲۰٪ تېل ترې تېرېږي -- او باب المندیب دواړو کې چې له جنګ ځپلي یمن څخه بهر سره سمندر ته د کشتیو د ورتللو مهمه کرښه ده، عملیات وکړي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر ویاند جګړن بېل اوربان د پنجشنبې په ورځ وویل، «د نړۍ وال سمندري تګ راتګ ازادۍ ته پېښ ګواښونه یوه نړۍ وال حل ته اړتیا لري. نړۍ وال اقتصاد د سوداګرۍ ازاد بهیر پورې تړلی دی، او دا د ټولو هېوادونو وظیفه ده چې د نړۍ والې نېکمرغۍ دا اصلي پایه خوندي وساتي.»

دغه تازه غوړېدونکی ایتلاف د هغو سختو ترینګلتیاوو په ترڅ کې سر راپورته کوي چې ترې مخکې ایراني ځواکونو د نړۍ والو اوبو په سر یوه امریکایی بې پیلوټه الوتکه وویشتله او له هورموز تنګي سره نژدې یې د تېلو په ګڼو نورو ټانکرونو باندې بریدونه وکړل.

د اتوم په خوله زور غږول

په ورته وخت کې،‌د ایران رژیم د دوشنبې په ورځ اعتراف وکړ چې د یورانیمو د غني کولو له هغه حد څخه پښه اړوي چې د ۱۳۹۴ د نړۍ وال اتومي تړون له خوا ورته ټاکل شوی وو.

په غبرګون کې، دخیلو هېوادونو د اتومي انرژۍ د نړۍ والې ادارې د یوې عاجلې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.‌

د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې ته د متحده ایالاتو سفیر جکي ولکوټ غونډې ته وویل، د ایران رژیم «د اتوم په خوله زور» غږوي.‌

تهران ویلي تر هغه چې د تړون نور لوري، په ځانګړې توګه برتانیا، فرانسه او جرمني د متحده ایالاتو له خوا د بندیزونو د تاثیر په له منځه وړلو کې لاس ونه کړي، ایران به تر هوکړې لاندې ځانګړي محدودیتونه له پامه وغورځوي.

وولکوټ وویل، «د دې معنی له دې پرته بل هېڅ نشي کېدلی چې هغوی داسې یوه ښکاره هڅه کوي چې له نړۍ والې ټولنې څخه په زور اخیستل وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500