ديپلوماسي

خان ژمنه وکړه چې د سولې خبرو ته به د افغان طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د پاکستان لومړی وزیر د زمري په ۱ په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې خبرې کوي. [الاستایر پایک/ای اېف پي]

د پاکستان لومړی وزیر د زمري په ۱ په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې خبرې کوي. [الاستایر پایک/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ژمنه وکړه چې هېواد ته په ستنېدلو سره به د طالبانو له مشرانو سره وګوري او هغوی به دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

خان د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱/ په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې خبرې وکړې. دا متحده ایالاتو ته د هغه لومړی رسمي سفر وو. تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه په سپینه ماڼۍ کې مېلمه کړی وو.‌

خان وویل، «څو میاشتې مخکې» د ۱۳۹۷ د زمري په میاشت کې د هغه له ټاکل کېدلو څخه وروسته افغان طالبانو له هغه سره تماس نیولی وو خو کتنه ترسره نشوه ځکه چې کابل یې مخالفت وکړ.‌

هغه وویل، اورپکو له دې امله له هغه سره تماس ونیو چې «ما تل ویلي چې د افغانستان جګړه پوځي حل» نه لري.

د زمري په ۱ د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې د خبرو کولو پر وخت عمران خان ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو کولو ته د طالبانو په راوستلو کې به مرسته وکړي. [د پاکستان د لومړي وزیر دفتر]

د زمري په ۱ د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې د خبرو کولو پر وخت عمران خان ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو کولو ته د طالبانو په راوستلو کې به مرسته وکړي. [د پاکستان د لومړي وزیر دفتر]

خان وویل، «نو له هغه امله، ما د هغوی په منځ کې د پام وړ اندازه اعتبار درلود.»

خان وویل، له ټرمپ سره له لیدنې او له افغان ولسمشر اشرف غني سره له خبرو څخه وروسته، «اوس به زه له طالبانو سره وګورم او زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې هغوی دې ته جوړ کړم چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.»

هغه تاکید وکړه چې، د سولې خبرې باید داسې برابرې شي چې «په انتخاباتو کې د طالبانو په شمول ټول افغانان برخه واخلي.»

د خبرو یو بل پړاو پیلېږي

د خان خبرې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د مذاکراتو د یوه بل پړاو د ترسره کولو لپاره تللی دی.

خلیلزاد د تېر کال په ترڅ کې له طالبانو سره څو ملاقاتونه وکړړل،‌ چې تر ټولو وروستی یې د چنګاښ په ۱۸مه په دوحه کې ترسره کړ.

تر اوسه پورې، تر ټولو لوی خنډ دا دی چې طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

خان د یاغي ډلې په هکله د خبرو کولو په ترڅ کې وویل، «دا به اسان کار نه وي ځکه چې د هغوی د قوماندې مرکز یو نه دی، هغه داسې حرکت دی چې له بېلابېلو ځایونو څخه قومانده اخلي.»

«خو مونږ داسې احساسوو چې که مونږ ټول په ګډه کار وکړو، مونږ فکر کوو چې دا په افغانستان کې د سولې د راوستلو تر ټولو ښه فرصت دی

خان وویل، «مونږ به هېڅکله هم د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړو. پرېږدئ چې افغانان پخپله پرېکړه وکړي چې هغوی څه غواړي، څه ډول حکومت غواړي، او مونږ باید پروسه ورته اسانه کړو.»

هغه وویل، «اوس، مونږ ټول په یوه صفحه کې یو،‌ او له نېکه مرغه چې متحده ایالات هم په عین صفحه کې دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500