امنیت

د رسنیو پر ضد د طالبانو له ګواښونو څخه وروسته له پولیسو سره د هېوادوالو د همکارۍ څپه پراخه شوه

د سلیمان راپور

یو افغان پولیس په داسې حال کې ګوري چې تېرېدونکي خلک د غوايي په ۱۰مه په کابل کې ودرول کیږي او تلاشي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان پولیس په داسې حال کې ګوري چې تېرېدونکي خلک د غوايي په ۱۰مه په کابل کې ودرول کیږي او تلاشي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- په راډېو او تلوېزیون له یوه اعلان څخه وروسته چې له هېوادوالو څخه غواړي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د مشکوکو پېښو په هکله راپور ورکړي د پولیسو ۱۱۹ نمبر ټیلیفوني مرکز ډېر زیات فعال شوی دی.

د رسنیو کمپاین طالب اورپکي وزورول او هغوی یې دې ته اړ کړل چې افغان رسنیو ته خبرداری ورکړي چې د اعلان خپرول بند کړي. هغوی وایي چې دغه اعلان «طالبان غندي او د هغوی پر ضد خلک پاروي.»

خو د طالبانو له ګواښونو سره سره،‌ افغاني رسنیو د اعلانونو خپرولو ته دوام ورکړ او افغانانو له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په ډېرولو سره غبرګون وښود.‌

د پولیسو د ۱۱۹ ریاست رییس جنرال مصطفی نورستانيوویل،«د پولیسو ۱۱۹ ټیلیفوني مرکز د ملکي خلکو او پولیسو تر منځ یو قوي او مؤثر پول دی. د طالبانو ګواښونو له پولیسو سره د ملکي خلکو د همکارۍ سطحه نه ده راټیټه کړې، بلکې په حقیقت کې د مشکوکو فعالیتونو په هکله د هغوی راپورونه ورکول زیات شوي دي.»

د ۱۱۹ ټیلیفوني مرکز یو کارمند د چنګاښ په ۱۷مه په کابل کې په ټیلیفون خبرې کوي. [سلیمان]

د ۱۱۹ ټیلیفوني مرکز یو کارمند د چنګاښ په ۱۷مه په کابل کې په ټیلیفون خبرې کوي. [سلیمان]

هغه وویل، «مونږ په روانه میاشت کې په ټیلیفونونو کې د ډېرښت یوه څپه وینو.»

د اتباعو د همکارۍ اهمیت

نورستاني وویل، د پولیسو ۱۱۹ ټیلیفوني مرکز ۱۰ کاله مخکې جوړ شو، او له هغه وخت راهیسې هېوادوالو د پولیسو د ناقانونه چلند، د بشري حقونو د سرغړونو، جرمونو،‌ مشکوکو فعالیتونو او امنیتي پېښو په هکله راپورونه ورکړي دي.‌

هغه وویل، «د پولیسو ۱۱۹ کال سنټر ۲۴ ساعته فعالیت کوي، او کله چې یو څوک د یو څه په هکله راپور ورکوي، پولیس سمدلاسه له نورو امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ کې غبرګون ښیي.»

نورستاني وویل، «له هغه وخته چې مرکز فعالیت شروع کړی، تر اوسه پورې یې ۱۸۳۰۰۰ راپورونه ثبت کړي او پولیسو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. د ملکي خلکو د معلوماتو له برکته، امنیتي ځواکونو د ترهګرو له خوا ځای پرځای شوي له ۴۰۰۰۰ څخه ډېر ماینونه او چاودېدونکې وسیلې شنډ‌ کړي او یو زیات شمېر احتمالي ځانمرګي بمي بریدګر یې نیولي دي.»

هغه زیاته کړه، «۱۱۹ ټیلیفوني مرکز د هېوادوالو لپاره د پولیسو د خبرولو تر ټولو اسانه لاره ده. د دغه کال سنټر له جوړولو راهیسې، امنیتي ځواکونو د ترهګرو، جنایتکارانو، تښتوونکیو، د نشه ییزو توکو د قاچاقچیانو او غیر رسمي وسله والو ډلو په نیولو کې ډېر څه ترلاسه کړي دي.»

هغه وویل، «د پولیسو له ۱۱۹ ټیلیفوني مرکز سره د عامو خلکو د مرستې په نتیجه کې، امنیتي ځواکونو په چاودېدونکیو توکو بار موټرونه او ۱۶۲ بورۍ امونیم نایترېت چې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کیږي نیولي دي. همدارنګه، هغولی توانېدلي چې یو شمېر طالبان چې ځمکني ماینونه یې ښخول ونیسي.»

نورستاني وویل، «ملکي خلک په هېواد کې له هر ځای، ان له هغو ځایونو څخه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.»

د طالبانو فعالیتونو ته یو ګواښ

د تحلیلګرانو او فعالانو په وینا، طالبان له امنیتي ځواکونو سره د هېوادوالو ډېره شوې همکاري د هغوی د ویجاړوونکیو فعالیتونو په وړاندې یو ګواښ بولي.‌

د ولسي جرګې یوه پخواني غړي داود کلکاني وویل، «طالبان له امنیتي ځواکونو سره د عامو خلکو له همکارۍ څخه وېرېږي او دا خپلو ځانونو او فعالیتونو ته یو لوی ګواښ بولي، له دې امله، هغوی رسنۍ وګواښلې چې هغه اعلانونه خپرول بند کړي چې ملکي خلک دې ته هڅوي چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر نبي مصداق وویل، «زمونږ خلک په دې پوه شوي چې طالبان د هغوی او د ولسي ګټو پر ضد جنګ کوي ځکه هغوی هره ورځ ویني چې د طالبانو ځانمرګي بریدونه او بمي بریدونه ملکي خلک وژني او ښوونځي او روغتونونه ویجاړوي.»

هغه وویل، «ملکي خلک له امنیتي ځواکونو سره د دې لپاره همکاري کوي چې خپل ځانونه، کورونه، ښوونځي او روغتونونه خوندي کړي.»

مصداق وویل، «طالبانو رسنیو ته له دې امله ګواښ کړی چې عام خلک ۱۱۹ نمبر ته زنګ وهي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي چې طالبان له ویجاړونکیو فعالیتونو څخه ایسار کړي او د هغوی ځانمرګي بریدونه او بمي بریدونه شنډ کړي.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال فرهاد هاشمي وویل، «له امنیتي ځواکونو سره د عامو خلکو همکارۍ د طالبانو د ویجاړوونکیو پلانونو په وړاندې یو خنډ جوړ کړی دی.»

هغه وویل، «د دغه حقیقت له امله، دا ډله رسنیو ته خبرداری ورکوي چې له امنیتي ځواکونو سره د عامو خلکو همکاري ودروي، خو افغانان اوس په دې پوه شوي چې طالبان او د هغوی فعالیتونه بې ګناه خلک وژني او د هغوی په کلیو کې وده او پرمختګ ورو کوي.»

هغه زیاته کړه، «هېڅ ګواښ نشي کولی چې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام لپاره د عامو خلکو اراده بدله کړي.»

د مشکوک فعالیت په هکله د راپور ورکولو لپاره ۱۱۹ نمبر ته زنګ ور ووهئ

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اباسین چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل، «تېر کال درې که څلورو کسانو زمونږ په کلي کې یو کور په کرایه ونیو.»

هغه وویل، «کور ته راتلونکي خلک مونږ ته مشکوک ښکاره شول. ما د تلوېزیون په اعلانونو کې ۱۱۹ نمبر لیدلی وو چې کتونکي یې دې ته هڅول چې د مشکوکو خلکو په لیدلو سره زنګ ور ووهي، ما هم ایسته ۱۱۹ نمبر ته زنګ ور وواهه.»

اباسین زیاته کړه، «وروسته له هغه چې امنیتي ځواکونو هغوی [کرایه نیونکي] ونیول، مونږ پوه شو چې هغوی د طالبانو د ډلې غړي وو چې غوښتل یې یو ځانمرګی برید ترسره کړي.»

هغه وویل، «که په راتلونکي وخت کې زه مشکوک خلک یا فعالیتونه ووینم، بې له شکه چې زه به هغوی ته راپور ورکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امنيت د لا ښه خوندي کيدلو لپاره په کار دي چي دکمپيوتري تذکرو توزيع چټکه شي او د تذکزو اخيستلو ته د خلکو د ورګرځولو لپاره بايد حکومت داسي ګامونه واخلي مثلا: - څوک چي بانکي حساب جوړوي بايد کمبيوتري تذکره ولري. - څوک چي کور به کرايه نيسي بايد کمپيوټري تذکره ولري. - څوک چي پاسپورټ اخلي بايد کمپيوټري تذکره ولري. - سفارتونو ته رسمي ابلاغيه وليږل شي چی څوک چي تري ويزه غواړي بايد کمپيوټري تذکره ولري.......... په دی ډول به کمپيوټري تذکره خلک تر پوښښ لاندي ونيسي.

ځواب ورکړئ