ديپلوماسي

افغانستان او متحده ایالاتو موافقه وکړه چې له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړي

ای اېف پي

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۴ مه په کابل کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو (چپ) سره ستړي مه شي کوي. ښي لوري ته افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دی. [جېکلین مارتین/پي او او اېل/ای اېف پي]‌

واشنګټن -- متحده ایالاتو او افغانستان د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۳ مه/ وویل چې هغوی په دې موافقه کړې چې هڅې ګړندۍ کړي او له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې شخړه پای ته ورسوي.‌

واشنګټن او کابل په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا موافقه د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲ مه/ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او ولسمشر اشرف غني تر منځ وشوه.

د متحده ایالاتو په ژمنه کې بدلون نه دی راغلی

په اعلامیه کې راغلي، پمپیو غني ته ډاډ ورکړ چې «د جنوبي اسیا په هکله د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ستراتیژۍ کې» هېڅ بدلون نه دی راغلی او «متحده ایالات دې ته ژمن دي چې د عسکرو شمېر په مشروط ډول کم کړي».

اعلامیه وایي، غني او پمپیو موافقه وکړه چې «اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې د جنګ د پای ته رسولو په لور هڅې ګړندۍ شي».‌

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۳ مه د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ سره په کابل کې خبرې اترې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۳ مه د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ سره په کابل کې خبرې اترې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

په اعلامیه کې راغلي چې د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته د دې لپاره ولېږل شول چې «سولې ته د تللې لارې د راتلونکیو ګامونو په هکله په جزیاتو خبرې اترې وکړي».‌

تمه ده چې خلیلزاد دوحې ته لاړ شي او له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا وېب سایټ خوښ کړئ

ځواب ورکړئ