تروريزم

په کابل کې له مرګوني برید سره سره د افغانستان د انتخاباتو فصل پیل شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

مرګوني تاوتریخوالي د افغانستان د انتخاباتو د فصل پیل، چې په ترڅ کې یې د زمري په ۶ مه د ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي ټیم د مرستیال امرالله صالح په دفتر یوه برید لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل، زیانمن کړ. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

کابل -- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاینونه په کابل کې له یوه مرګوني برید سره سره د یکشنبې په ورځ پیل شول.

په کابل کې د ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي ټیم د مرستیال امرالله صالح په دفتر د یکشنبې په ورځ /د زمري ۶ مه/ شوي یوه برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

دغه ترهګریز برید د مازدیګر خواوشا ۴:۴۰ بجې د زرغون بهیر دفتر سره نژدې په یوه چاودنه پيل شو. زرغون بهیر چې صالح یې مشري کوي د ځوانانو یوه مدني ټولنه ده چې په اصلاحاتو باندې تمرکز کوي. د نوموړي دفتر وویل چې هغه سرسري ټپي شوی دی.‌

د کورنیو چارو وزارت وویل چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ودانۍ په دروازه کې خپل موټر ته چاودنه ورکړه. بیا درې ترهګر دننه ننوتل.‌

طبي عمله د زمري په ۶ مه په کابل کې له یوه برید څخه وروسته یوه مړه شوې ښځه په وزیراکبرخان روغتون کې د مړو خونې ته راوړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طبي عمله د زمري په ۶ مه په کابل کې له یوه برید څخه وروسته یوه مړه شوې ښځه په وزیراکبرخان روغتون کې د مړو خونې ته راوړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

له ترهګریز برید څخه یوه ورځ وروسته د ای اېف پي له خوا جوړې شوې ویډیو څخه اخیستل شوي عکس کې د قران کریم سوزېدلې نسخې لیدل کیږي.

له ترهګریز برید څخه یوه ورځ وروسته د ای اېف پي له خوا جوړې شوې ویډیو څخه اخیستل شوي عکس کې د قران کریم سوزېدلې نسخې لیدل کیږي.

امبولانسونه د زمري په ۶ مه په کابل کې له یوه برید څخه وروسته ټپي شوي ملکي خلک وزیراکبرخان روغتون ته راوړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

امبولانسونه د زمري په ۶ مه په کابل کې له یوه برید څخه وروسته ټپي شوي ملکي خلک وزیراکبرخان روغتون ته راوړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

محاصره له خواوشا شپږو ساعتونو څخه وروسته د ټولو اورپکو په وژل کېدلو او په ودانۍ کې د ایسارو خواوشا ۱۵۰ کسانو په ژغورل کېدلو سره پای ته ورسېدله.

هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

'سوله را روانه ده'

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ، غني خپل کمپاین په «سوله راروانه ده» باندې په تاکید سره پیل کړ او ویې ویل چې له طالبانو سره به ډېرې مهمې خبرې ترسره شي.

نوموړی هیله لري چې پاتې ۱۷ کاندیدانو ته به ماتې ورکړي او د تلې د ۶ مې د ولسمشرۍ انتخابات به چې دوه ځلې ځنډول شوي دي وګټي.

په یادو کاندیدانو کې د غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر او پخوانی جنګسالار ګلبدین حکمتیارهم شامل دي.

د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره سیالي کوونکیو کاندیدانو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۷ مه/ د دغه برید له امله په غني سخت انتقادونه وکړل.

د اتمر ویاند قادرشاه وویل، «حکومت د کاندیدانو امنیت ته پام نه دی کړی.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، امنیتي ځواکونه له ۸ میاشتو راهیسې د انتخاباتو لپاره تیاری کوي او د کاندیدانو د خوندي کولو لپاره یې د زغره والو موټرو د برابرولو په شمول «جدي ګامونه» اخیستي دي.

بله اندېښنه د عادلانه انتخاباتو د لرلید په هکله ده.‌

د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې مهمو کاندیدانو غونډې ترسره کولې امنیتي ځواکونه د کابل په بېلابېلو برخو کې خپاره شوي ول.

د غني غټ سیال افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دی.

عبدالله د کمپاین یوې غونډې ته وویل، «دا زمونږ ملي او مذهبي مسؤلیت دی چې د سولې لپاره له هرو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو.»

یوه مهمه مسئله دا ده چې انتخابات به خامخا ترسره کیږي: سږ کال دوه ځلې وځنډول شول،او نورې ځنډونې یې کولی شي چې لا نورې بې باورۍ ته لاره هواره کړي.

غني تاکید وکړ چې د سږ کال انتخابات به «پاک» وي.‌

د سولې فرصتونه

د شنبې په ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وویل چې د افغان حکومت یو ۱۵ کسیز پلاوی چې هغه به یې مشري کوي اوس له طالبانو سره «مستقیمو خبرو ته تیاری» کوي.‌

هغه په یوه ویډیوي پیغام کې وویل، «مونږ له ټولو لوریو سره کار کوو او هیله لرو چې لومړۍ کتنه به په را روانو دوه اونیو کې په یوه اروپایي هېواد کې ترسره شي.»

دغه ډول یو پرمختګ به ډېر مهم وي ځکه چې طالبانو تر اوسه پورې له دې څخه انکار کړی چې د غني حکومت سره چې هغوی یې غیر مشروع بولي، خبرې وکړي.‌

د غني د ادارې له خوا له دې ادعا سره سره چې د حکومت او طالبانو تر منځ غونډه به ژر ترسره شي، یاغیانو وویل چې هغوی به له کابل سره یوازې هغه وخت خبرې وکړي چې متحده ایالات د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو مهالوېش اعلان کړي.‌

د طالبانو د دوحې د دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوېټر په پښتو لیکلي، «د کابل اداره به د نورو په څېر یو سیاسي لوری وبلل شي، نه حکومت».

سیاسي سرچینو ای اېف پي ته وویل، د مهالوېش په اساس به د افغانانو او طالبانو تر منځ خبرې د زمري په ۱۶مه په اوسلو کې ترسره شي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ وویل، نوې «بین الافغاني» خبرې اترې به یوازې وروسته له هغه ترسره شي چې متحده ایالات او طالبان خپلې هوکړېنهایي کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ځکه چې داسې خبرې ډېرې شوي او عملي شوي نه دي.

ځواب ورکړئ