اقتصاد

د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنې او ورانکارو فعالیتونو اقتصادي وده ډېره ورو کړې ده

د عمر راپور

د بېخبنا او پانګونې په پروژو باندې د طالبانو بریدونو د افغانستان د نړۍ والې سوداګرۍ او پرمختګ ساعت بېرته په شا راوستی دی.‌ د اورپکو د ډلې له خوا د سوداګرۍ د خرابولو یوه طریقه دا ده چې هغوی په لویو لارو کې د تلاشۍ پوستې جوړوي او له افغان سوداګرو څخه د «ګمرکي مالیاتو» په نامه په زور پیسې اخلي.‌ [عمر]

هرات -- چارواکي وایي، افغان حکومت د تېرې لسیزې په اوږدو کې په دې بریالی شوی چې د ملي اقتصاد په یو شمېر برخو کې اقتصادي فرصتونه پراخ کړي، خو د طالبانو د دروغو وعدو او ویجاړوونکيو فعالیتونو لا هم د ودې په وړاندې یو لوی خنډ جوړ کړی دی.

د دغه ناوړه تاثیر په وړاندې د مبارزې لپاره، افغان حکومت په دې کار کوي چې د هېواد د بېخبنا او پرمختګ پروژې خوندي کړي، او مهمو ګاونډیو هېوادونو ته د دې لپاره مخ ور اړوي چې سوداګریز مشارکتونه ورسره پیاوړي کړي.

طالبان د افغانستان د ګټو د خوندي کولو له وعدو سره سره د هېواد پر ضد په فعالانه توګه کار کوي، او دا کار ډېر وختونه د بهرنیو قوتونو په حکم ترسره کوي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې اجرائیه رییس خلیل احمد یارمند وویل، «دا چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان په ځینې ولایتونو او په ځانګړې توګه په لوېدیځ زون کې د طالبانو بریدونه زیات شوي، سوداګري او پانګونه له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.»

په عکس کې، د هرات ولایت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د موزاییک کاشیانو په یوه فابریکه کې د زمري په ۱ ماشینونه ولاړ لیدل کیږي. [عمر]

په عکس کې، د هرات ولایت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د موزاییک کاشیانو په یوه فابریکه کې د زمري په ۱ ماشینونه ولاړ لیدل کیږي. [عمر]

یوه لارۍ د تېرې لیندۍ میاشتې په ۷ مه د بغلان - کندوز په لویه لاره توکي انتقالوي. په طالبانو باندې تورونه دي چې په لویو لارو کې د تلاشۍ پوستې جوړوي او د لاریو له چلوونکیو څخه په زور پیسې اخلي. [هدایت الله]

یوه لارۍ د تېرې لیندۍ میاشتې په ۷ مه د بغلان - کندوز په لویه لاره توکي انتقالوي. په طالبانو باندې تورونه دي چې په لویو لارو کې د تلاشۍ پوستې جوړوي او د لاریو له چلوونکیو څخه په زور پیسې اخلي. [هدایت الله]

د طالبانو له خوا د افغانستان د سوداګرۍ د خرابولو یوه طریقه دا ده چې هغوی په لویو لارو کې ناقانونه د تلاشۍ پوستې جوړوي او له افغان سوداګرو څخه د «ګمرکي مالیاتو» په نامه په زور پیسې اخلي.

یارمند سلام ټایمز ته وویل، «په ځینې لویو لارو مونږ ګورو چې ناامني ډېره شوې چې د سوداګرو او سوداګریزو توکو نقل او حرکت یې ورو کړي دي.»

د توکو د ټرانسپورټ په ټکني کولو سربېره، د طالبانو له خوا د ټرانزیټ د دهلېزونو په اوږدو کې د مالیاتو ناقانونه ټولونه یادې ډلې ته دا وړتیا ورکوي چې خپل بې توپیره ترورستي بریدونه زیات کړي چې ډېر وختونه افغان ملکي خلک ژوبلوي.

د تېر کال په وروستیو کې طالبانو د فراه - هرات او هرات - کابل د لویو لارو په اوږدو کې له دې تکتیک څخه کار اخیست.

د تلاشۍ د غیرقانوني پوستو له جوړولو څخه وروسته، طالبانو د لاریو له چلوونکیو څخه د هغوی د سوداګریزو توکو د ارزښت په حساب مالیات اخیستل او هغوی ته یې داسې رسیدونه ورکول چې تش په نامه «د افغانستان اسلامي امارت» مهر پرې لګېدلی وه.

د افغانانو د مالونو د لوټلو په لړ کې، طالب اورپکو د تېر مرغومي په میاشت کې ۲۲ لارۍ چې تېل او نور تجارتي سامان په کې بار ووپه بلخ ولایت کې له یوې لویې لارې څخه غلا کړل.‌

په هرات ولایت کې یوه اقتصادپوه محمد یعقوب مصحوف وویل، د هېواد د اقتصاد د بې ثباته کولو لپاره د طالبانو له ډېرو هڅو سره سره هم ځینې مثبت پرمختګونه لیدل کیږي.‌

هغه وویل، «د افغانستان اقتصاد د روان حکومت په واکمنېدلو سره تغیر وکړ. تولیدونکي او جوړوونکي مرکزونه او فابریکې جوړ شول او زمونږ په سوداګرۍ کې یو مثبت توازن رامنځته شو.»

ناامني د اقتصادي ودې مخه ډپ کوي

مصحوف وویل، «خو طالبانو مخ پر ودې اقتصاد ته جدي ستونزې راولاړې کړې ځکه چې هغوی لویې لارې نا امنې کړې، په اقتصادي موسسو یې بریدونه کړي او د پرمختګ مخه یې ونیوله.»

د دې یو مثال د هرات صنعتي ښارګوټی دی چې په ۱۳۸۴ کال کې له پرانستل کېدلو راهیسې له ۴۰۰ څخه ډېرو فابریکو په کې فعالیت کاوه.

هغه سوداګرۍ پرمخ روانې وې خو د تېرو لسو کالو په ترڅ کې د جرمونو یوه څپه او د طالبانو ګواښونه د دې سبب شول چې له ۱۰۰ څخه ډېرې فابریکې بندې شي او ډېر پانګوونکي مبجور شي چې خپلې پیسې خارج ته انتقال کړي.

په هرات ولایت کې د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، «د دې غټ دلیل چې ولې مونږ ونشوای کولی چې په وروستیو کالو کې ډېرې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې راجلب کړو ناامني او طالبان دي.»

هغه وویل، «جګړې او ناامنۍ په پانګونه باندې منفي تاثیر درلود. زمونږ یو شمېر پانګوونکي هغوی ته د کېدونکیو ګواښونو له امله مجبور شول چې خپل تجارتونه وځنډوي او له وطن څخه وځي.»

خادم وویل، سربېره پر دې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې جوړ شوي تولیدات دې ته اړتیا لري چې په لا ډېره اسانۍ سره بازارونو ته ورسېږي، خو د طالبانو له خوا ناقانونه ګمرکي مالیاتو «یوه جدي ستونزه» راپورته کړې ده.

په هرات ولایت کې د رنګ جوړونې د یوې فابریکې مالک عبدالبصیر فیضي وویل، «طالبانو تل پانګوونګیو ته ګواښونه کړي او له هغوی څخه یې په زور پیسې اخیستي دي.»

هغه وویل، «طالبان د خپلو ناقانونه ګمرکي محصولونو له لارې له مونږ څخه ډېرې زیاتې پیسې اخلي، او دغه کار زمونږ سوداګرۍ راخرابې کړي دي. طالبانو د خپلو ترهګریزو بریدنو او په زور د پیسو اخیستلو له لارې ډېر پانګوونکي ووېرول او له افغانستان څخه تېښتې ته یې اړ کړل.»

طالبان طبیعي سرچینې او بېخبناوې په نښه کوي

فیضي وویل، «جګړې او ناامنۍ مونږ نهیلي کړي یو. د افغانانو مالي وضعه په جګړه کې خرابه شوې، او دا وړتیا یې له لاسه ورکړې چې څه واخلي.»

افغانستان په طبیعي سرچینو غني هېواد دی، او که د طالبانو غیرقانوني فعالیتونه نه وي، پانګوونکي به په خوښۍ سره په دغه هېواد کې خپلې سوداګرۍ پراخې کړي.

د نسبي سولې په وختونو کې، د افغانستان په شمال کې افغان - تاجک د تېلو ساحې د چین، ترکیې او متحده عرب اماراتو پانګوونکي ورجلب کړل.

بهرنیو شرکتونو د افغانستان د کانونو په شتمنیو کې غټې پانګونې کړي دي. د دغو کانونو اټکلي ارزښت تر ۳ تریلیونو ډالرو (۲۳۶.۵ تریلیونو افغانیو) پورې رسېږي.

خو په تېلو او کانونو غني سیمو کې د طالبانو د حضور له امله ډېرې دغه پروژې په ټپه ولاړې دي.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل، «افغانستان ډېر خام مواد لري، خو د طالبانو د ګواښونو له امله افغان سوداګر خام مواد په ډېرو لوړو قېمتونو له ګاونډیو هېوادونو څخه را واردوي.»

هغه وویل، «طالبانو د بهرنیو سوداګرو او پانګوونکیو لپاره هم سخته کړې ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.»

هغه وویل، په افغانستان کې په سوداګرۍ او اقتصادي وده کې د کمي تر شا اصلي دلیل د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو حضور دی. په یوه سیمه کې د طالبانو نفوذ هلته د پانګوونکیو په باور باندې منفي معکوس تاثیر لري.

طالبانو د بېخبنا په پروژو کې هم کارمندان وژلي دي.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «په وروستیو کلونو کې مونږ په هرات ولایت کې څو داسې پېښې لیدلي چې په کې طالبانو د پرمختیایي پروژو انجنیران او کارکوونکي شهیدان کړي، او دا ښیي چې طالبان نه پرېږدي چې افغانستان وده او پرمختګ وکړي.»

هغه وویل، طالبانو د چنګاښ په ۱۵مه په غوریان ولسوالۍ کې د اورګاډي په یوه پروژه کې ځای پرځای شوي ۶ امنیتي ساتونکي ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.

فرهاد وویل، «طالبان د بېخبنا د پروژو د کارکوونکیو د وژلو له قاعدې څخه د دې لپاره کار اخلي چې داسې پروژې ودروي چې هغه عامو خلکو ته ګټه رسوي.»

دوستو ګاونډیانو ته مخ ور اړول

هغه وویل، طالبانو په هرات ولایت کې د بېخبنا پروژو ته ډېر ځلې ګواښونه کړي، خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په عمومي توګه د اورپکو له خوا د ګډوډۍ مخه نیولې ده.

افغان حکومت، امنیتي ځواکونه او دوست ګاونډي هېوادونه په دې کار کوي چې د اقتصاد مخ په ځوړ مسیر بېرته په څټ وګرځوي.

د هرات د سوداګرۍ د خونې اجرائیه رییس یارمند وویل، «طالبانو تل خصوصي سکټور ته تاوان ور رسولی، خو د حکومت له خوا له پانګونو څخه ملاتړ او هغوی ته امنیت برابرولو د کورني تولید په وده کې مرسته کړې ده.»

په داسې حال کې چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دې کار کوي چې امنیت پیاوړی کړي، افغان حکومت هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا او نورو دوستو ګاونډیو دولتونو سره د مشارکتونو له لارې د خپلې سوداګرۍ توازن ته وده ورکړي.

د مثال په توګه، ترکمنستان له ډېرو کالو راهیسې افغانستان ته په ښه نرخبرېښنا ورکوي.

د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) پایپ لین پروژه د داسې ګټور ظرفیت یو بل مثال دی.

تاپي به د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي وغزېږي او د مهالوېش له مخې به د روان کال د مرغومي په میاشت کې په ترکمنستان کې د ګالکینش د ګازو ساحې څخه د طبیعي ګازو پمپول پیل کړي.‌ تمه ده چې هغه په جنوبي اسیا کې د انرژۍ د کمي په پوره کولو کې مرسته وکړي او هغو څلورو هېوادونو ته چې ورڅخه تېرېږي ګټه ور ورسوي.

که څه هم چې طالبانو د تاپي د خوندي کولو ژمنې کړي، خو د پایپ لین د خرابولو لپاره د طالبانو له خوا ګڼو هڅو دغه پروژه ځنډولې ده.

په ورته وخت کې، ازبکستان په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې د یوه لومړیتوب په توګه نیولی دی.

ازبک ولسمشر شوکت میرزي یویېف د تېرې لیندۍ په میاشت کې پارلمان ته په خپله وینا کې د هغو لویو بېخبنایي پروژو فهرست وړاندې کړ چې ازبکستان په افغانستان کې پرې کار کوياو هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان داسې یو نامعلوم ګروپ دی چې افغانستان ته له کوم مشخص هدف څخه پرته راداخل شوي دي. هغوی غواړي چې افغانستان د تل لپاره وروسته پاتې شي.‌

ځواب ورکړئ