امنیت

په بلخ کې ښځه ولسواله د طالبانو پر ضد د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړه

د هدایت الله راپور

د چارکېنټ ولسواله سلیمه مزاري د چنګاښ په ۱۲مه د چارکېنټ په څنډو کې تورن جنرال ولي محمد احمدزي (منځ) ته په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو په هکله معلومات ورکوي. [د چارکېنټ ولسوالي/فېسبوک]

د چارکېنټ ولسواله سلیمه مزاري د چنګاښ په ۱۲مه د چارکېنټ په څنډو کې تورن جنرال ولي محمد احمدزي (منځ) ته په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو په هکله معلومات ورکوي. [د چارکېنټ ولسوالي/فېسبوک]

کندوز -- په بلخ ولایت کې لومړنۍ او یوازنۍ ښځینه ولسواله سلیمه مزاري له منظم اداري کار او د ستونزو حلولو د وظایفو له ترسره کولو سره سره، د هغې په اصلي ولسوالۍ چارکېنټ کې د طالبانو پر ضد د جنګ لارښوونه کوي.

مزاري دوه کاله مخکې د ولسوالې په توګه له ټاکل کېدلو راهیسې څو ځلې وسله پورته کړې، او په ولسوالۍ کې محلي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې ده. دغه ولسوالي له ولایتي مرکز مزارشریف څخه ۴۰ کیلومتره لیرې پرته ده.

مزاري وویل، «وروسته له هغه چې ما د خپلو ځواکونو کمزورتیا ولیدله، ما وسله واخیستله چې هغوی وهڅوم او د هغوی تر څنګ مې په طالبانو باندې برید وکړ.»

هغې وویل، «ځینې وختونه زه لومړۍ کرښې ته ځم چې د امنیتي ځواکونو او محلي ځواکونو تر منځ د همغږۍ په هکله اطمینان ترلاسه کړم او امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکړم.»

په دې بې نېټې عکس کې، د بلخ ولایت د چارکېنټ ولسوالۍ ولسواله د چارکېنټ ولسوالۍ په سپین کوتل سیمه کې د یوه سرک تعمیراتي چارې ګوري. [د چارکېنټ ولسوالي/فېسبوک]

په دې بې نېټې عکس کې، د بلخ ولایت د چارکېنټ ولسوالۍ ولسواله د چارکېنټ ولسوالۍ په سپین کوتل سیمه کې د یوه سرک تعمیراتي چارې ګوري. [د چارکېنټ ولسوالي/فېسبوک]

هغې وویل، هغه به د افغانستان دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانانو ژوند وګواښي.

هغې وویل، «دا چې ملکي خلک مجبور وو چې له خپلو کورونو او ځمکو څخه دفاع وکړي نو مونږ له هغوی سره مرسته وکړه چې یو دفاعي ځواک جوړ کړي. زه له خپلو خلکو څخه مننه کوم چې له خپل حکومت سره یې ډېره مرسته وکړه.»

د ښځو قوت

د مزار شریف یوې اوسېدونکې نسرین علم دوست چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «د یوې ښځې حضور، او په ځانګړې توګه د یوې ښځینه ولسوالې حضور، ښيي چې ملکي خلک له جنګ او طالبانو څخه څومره ډېره کرکه لري.»

هغې وویل، «دا د افغان ښځو لپاره یو غټ ویاړ دی چې د طالبانو پر ضد چې د ښځو ازادي یې محدوده کړې وه، ودرېږي.»

هغې وویل، «هغه وسلې چې تاسو یې زمونږ د امنیتي ځواکونو، د محلي پاڅون د ګروپونو او محلي ځواکونو په لاسونو کې وینئ د دې نښه ده چې هغوی له جګړې څخه ستړي شوي او هڅه کوي چې امنیت ډاډمن کړي.»

هغې زیاته کړه، «مونږ په طالب جنګیالیو باندې غږ کوو چې وژنه ودروي او د سولې خبرو سره د یو ځای کېدلو له لارې سوله وکړي.»

د چارکېنت ولسوالۍ یوې اوسېدونکې حلیمې چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل، عادي افغانان «وایي چې ښځې په ټولنه کې مهم ځای نه لري... خو اوس زه پوه شوې یم چې ښځې زمونږ په حکومت کې یو غټ رول لري.»

هغې وویل، «مونږ پیاوړې او لا نورې پیاوړې کېږو.»

د چارکېڼت ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر محفوظ الله سعادت وویل، «کله چې مونږ خپله ولسواله چې یوه ښځه ده په داسې حال کې ولیدله چې زمونږ ځواکونه یې هڅول، مونږ قوت ترلاسه کړ. زه به د افغانستان خلکو څخه د دفاع او هغوی ته د امنیت راوستلو په لاره کې د ژوند تر پایه پورې وجنګېږم.»

هغه وویل، «طالبانو ته زما پیغام دی چې د سولې پروسې سره یوځای شي، که نه، وبه وژل شي.»

د امنیتي ځواکونو ملاتړ کول

د بلخ د ولایتي شورا یوه غړي غلام سخي لالا له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونه لا نور مجهز کړي.

لالا وویل، «د بلخ امنیه قوماندان او د ولایت نورو مقاماتو سره په کتنو کې مونږ له حکومت څخه وغوښتل چې له جګړې څخه د اغېزمن شویو ولسوالیو امنیت ته پام وکړي.»

هغه زیاته کړه، «افغانان د حکومت او خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او په طالبانو باندې یې غوره بولي.»

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وویل، د کورنیو چارو وزارت د ټولو پولیس ځواکونو او په ځانګړې توګه هغو چې په بلخ ولایت کې دي ملاتړ کوي.‌

عادل وویل، «مونږ د بلخ ولایت او ولسوالیو اوسېدونکیو ته بیا اطمینان ورکوو چې پولیس ځواکونه شپه او ورځ د هغوی په خدمت کې دي... مونږ تمه لرو چې کله چې هغوی کوم مشکوک فعالیت ویني په هکله یې خپلو امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.»

په چارکېنټ ولسوالۍ کې د محلي پاڅون د یوه ګروپ مشر حفیظ الله فاروقي وویل، «مونږ له خلکو سره وعده کوو چې څو چې مونږ په دې سیمه کې فعالیت کوو هغوی باید هېڅ وارخطا نشي.»

هغه وویل، «په دې ولسوالۍ کې ګډ ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي، او هېڅ ځواک دا وړتیا نه لري چې هغوی ته ماتې ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غلام سخي لاله، د بلخ د ولایتي شورا غړی. هیله ده چې (لاله) صحیح ولیکئ.

ځواب ورکړئ