ديپلوماسي

د سولې د خبرو په پرمختګ سره افغان ځوانان د طالبانو د اخلاص په هکله محتاطانه نظر څرګندوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان محصلان د زمري په ۱۲مه د کابل پوهنتون په انګړ کې ناست دي‌. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ نوې خبرې پرمخ روانې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان محصلان د زمري په ۱۲مه د کابل پوهنتون په انګړ کې ناست دي‌. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ نوې خبرې پرمخ روانې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې په ښکاره د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرو کې د یوه پرمختګ لپاره هوډ په رامنځته کېدلو دی، ځوان افغانان چې په ژوند یې د خواوشا ۱۸ کالو اوږدې جګړې سیوری غوړولی دی د اورپکو په هکله زړه نازړه دي.

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو د ملاتړ سرلاری دی، په دوحه کې له طالب چارواکو سره د څو میاشتنیو اوږدو خبرو په لړ کې ګوري او لوړې تمې لري.‌

دغه خبرې چې اوس په اتم پړاو کې دي، د شنبې په ورځ /د زمري ۱۲مه/ پیل شوې او د دوشنبې ورځ /د زمري ۱۴مه/ یې درېیمه ورځ وه.‌

د طالبانو یوې سرچینې مخکې ای اېف پي ته وویل، داسې هڅې روانې دي چې د خلیلزاد او د طالبانو د ډلې د شریک مؤسس ملا برادر تر منځ چې د دغه حرکت د سیاسي څانګې مشري کوي، یوه نېغ په نېغه کتنه ترتیب شي.

د چنګاښ په ۲۲مه د ۱۳ ولایتونو له ۲۰۰ څخه ډېر ځوان سړي او ښځې په هرات ښار کې راټول شوي وو چې له طالبانو څخه وغواړي څو تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي. [عمر]‌

د چنګاښ په ۲۲مه د ۱۳ ولایتونو له ۲۰۰ څخه ډېر ځوان سړي او ښځې په هرات ښار کې راټول شوي وو چې له طالبانو څخه وغواړي څو تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي. [عمر]‌

راپورونه وایي چې د سولې تړون به په دې اساس ترسره شي چې په افغانستان کې د امریکایي او نورو خارجي ځواکونو شمېر راکم کړای شي.‌

د شمېر اعلان نه دی شوی، خو واشنګټن پوسټ د زمري په ۱۰مه راپور ورکړ چې کېدای شي د جګړې د پای ته رسولو په هکله ابتدایي تړون د امریکایي عسکرو شمېر له اوسني ۱۴۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته راکم کړي.

په بدل کې به یې طالبان د نورو شیانو له منځه دا ژمنه کوي چې نه به پرېږدي چې افغانستان د القاعدې په شمول د بېلابېلو ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدل شي.

خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره له خبرو څخه وروسته دوحې ته په رسېدلو سره په یوه ټویټ کې ولیکل، «مونږ د سولې د تړون په لټه کې یو نه د اخراج د تړون. د سولې داسې یو تړون چې اخراج ممکن کړي.»

«په افغانستان کې زمونږ حضور د شرایطو په اساس دی، او هر اخراج به د شرایطو په اساس وي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاندې قوماندانې ریبیکا ریباریچ په یوه اعلامیه کې وویل، د دفاع وزارت داسې احکام نه دي ترلاسه کړي چې عسکر راوباسي.

د پرمختګ په یوه بله نښه کې، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو کولو لپاره یو جلا مرکچي ټیم جوړ کړی او دپلوماتان هیله لري چې دغه خبرې کیدای شي د را روانې میاشتې په منځ کې ترسره شي.

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۱۱مه په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، «مونږ د خبرو د پیلولو لپاره مخکې تر مخکې شرطونه نه لرو، خو د سولې هوکړه له شرایطو پرته نه کیږي.»

هغه وویل، «مونږ یو جمهوري حکومت غواړو، نه امارت» او دا د طالبانو لپاره یوه ننګونه ده ځکه هغوی هغه د «اسلامي امارت» نامه ته په بېرته ور ګرځېدلو تاکید کوي چې افغانستان د هغوی تر واکمنۍ لاندې درلود.‌

«مذاکرات به سخت وي، او طالبان باید وپوهېږي چې هېڅ افغان د دین او شجاعت په حساب له هغوی څخه کم نه دی.»

شکونه پاتې دي

خو ځوانان لا تر اوسه هم د مذاکراتو له لارې حل کې د طالبانو په ریښتنولۍ باندې شکونه لري.

په کابل پوهنتون کې د ارواپوهنې یوه محصل عبدالجمیل قریشي چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «مونږ نشو کولی چې په طالبانو او د هغوی په ژمنو باندې باور وکړو ځکه چې هغوی د خپلې واکمنۍ پر وخت ظالمانه او وحشیانه چلند درلود.»

«مونږ د هغو ښځو او نجونو د ژوند په هکله اندېښمن یو چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته یې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سخته مبارزه کړې ده.»

عبدالهادي چې ۳۲ کاله عمر لري او په کابل کې د انرژۍ د څښاکونو او سګرټو د خرڅولو غورفه لري په دې هکله اندېښنه وښودله چې که امریکایي دوستان او روزونکي وځي د افغان ملي اردو حالات به څنګه شي.‌

هغه وویل،‌ «له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتل د حل لاره نه ده. »

د کابل پوهنتون یوه بل محصل احمد جاوېد چې ۲۵ کاله عمر لري هم د طالبانو د ژمنو په هکله شک وښود او ویې ویل، داسې نه چې د افغانانو د حقونو او ازادیو ساعت بېرته په څټ وګرځي.

هغه وویل، «هغوی د قدرت انحصار غواړي او دا زمونږ لپاره د منلو وړ نه دی. دا د ۹۰مو کلونو افغانستان نه دی. مونږ په ۲۱مه پېړۍ کې ژوند کوو. مونږ په طالبانو او د هغوی په ژمنو باندې باور نه کوو.»

د تلپاتې سولې لپاره هیلې

خو عبدالله چې ۲۰ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي، وویل، هغه به داسې یوې هوکړې ته چې یوې تلپاتې سولې ته لاره هواروي، ښه راغلاست ووایي.

هغه وویل، «مونږ د خپل هېواد لپاره نظامي حل نه لرو، خبرې یوازنۍ لاره ده چې مونږ کولی شو په افغانستان کې روانې ستونزې پرې حل کړو. که طالبان د ښځو د کار کولو او د نجونو د ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو مخالفت نه کوي او هغوی هغسې چې اوس دي پرېږدي، مونږ به خوښ یو چې هغوی له افغاني ټولنې سره یوځای شي.»

د کابل اوسېدونکې سمیه مصطفی چې ۲۰ کاله عمر لري، وویل، افغانستان د سولې هوکړې ته سخته اړتیا لري خو داسې یوې هوکړې ته چې په کې طالبان «ښځې او د هغوی لاسته راوړنې قبول کړي»

په کابل کې د محمد اشرف په نامه یوه ټکسي وان چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، دا د هغه لپاره هر څه دي چې په افغانستان کې مخ پر ودې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

هغه وویل، «مونږ ته دا مهمه نه ده چې طالبان راځي که نه، مونږ یوازې سوله او امنیت غواړو. دا زمونږ لپاره هر څه دي او مونږ یې غواړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که طالبان راشي په افغانستان کې به د ښځو وضعه څنګه وي یا دا چې د ښځو وضعیت به چې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره یې هڅې کړي دي څنګه شي؟

ځواب ورکړئ

طالبان د پاکستان په استخباراتي اداره باندې متکي دي. هغوی که له امریکا او افغان حکومت سره سوله هم وکړي، جګړه به پای ته ونه رسیږي. د طالبانو تر څنګ، نور ترهګر ګروپونه لکه داعش هم شته چې په دې هېواد کې په جنګ کولو کې ښکېل دي.

ځواب ورکړئ

سلام. څومره چې لیدل کیږي او اورېدل کیږي، هغه څه چې د سولې په نامه روان دي د یوې پروسې په نسبت تر ډېره یوه پروژه ده.‌ کله چې هر څه روښانه وي،‌ خلک د امریکا او د هغې په روزل شویو طالب او تکنوکراتانو باندې باور لري په داسې حال کې چې داسې نه ده، له دې امله هېڅ اعتماد نشته او سوله تر ډېره د هیلې او خیال په حد کې ده.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې سوله نظامي حل لاره نه لري ځکه چې د طالبانو ترهګره ډله هر وخت او تل په دې کار کوي چې خپل ځواکونه سره راټول کړي او د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي. کله چې خبره د موافقې په هکله د طالبانو ژمنتیا ته ځي، هغوی به په خپلو تعهداتو ټینګ پاتې نشي او هغوی دا کار څو ځلې ثابت کړی هم دی. د مثال په توګه، هغوی د الله په وحدانیت قسم وخوړ او له بابه مزاري څخه یې وغوښتل چې ورشي او له هغوی سره خبرې وکړي، خو ټولو خلکو نتیجه ولیدله او ویې لیدل چې طالبانو خپل قسم مات کړ.‌ کله چې هغوی په افغانستان کې خپل انقلاب پیل کړ، ډېرو خلکو فکر کاوه چې د طالبانو حکومت کولی شي چې د افغانستان بحران پای ته ورسوي، خو بیا هم طالبانو خپلې ژمنې ماتې کړې او ویې ښودل چې هغوی څومره پست فطرته دي. د طالبانو حکومت او هغه طریقه چې هغوی پرې حکومت کوي د وهابیت له اصولو او قواعدو څخه اخیستل شوې ده، ځکه چې د طالبانو اصلي حامي د سعود کورنۍ (آل سعود) ده، او د طالبانو حکومت د معاصرې نړۍ په هکله کوم مثبت لید نه لري ځکه هغوی باور لري چې مونږ باید د پېغمبر په څېر ژوند وکړو، ژوند باید سخت وي، او هېڅ سهولتونه باید نه وي. که هغوی دا قبلوي، بیا ولې هغوی له تورې او نېزې څخه په استفادې حملې نه کوي چې له عصري وسلو څخه کار اخلي؟ آیا دا وسلې مشرکو هېوادونو نه دي جوړې کړي؟‌ د طالبانو ریښه له وهابیت څخه ده. خدای دې د دې یهودي قوم ریښې ویجاړې کړي. لعنت دې وي په استبداد، لعنت دې وي د ازادۍ په دښمنانو، لعنت دې وي د انسانیت په دښمنانو، لعنت دې وي په طالبانو او داعش او القاعده.

ځواب ورکړئ

اشرف غني د افغان ولس د ګټو په هکله فکر نه کوي بلکې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دی. امریکا په افغانستان کې ستړې شوې ده. هغوی د افغانستان د کانونو شتمني له ځانونو سره وېوړله. هغوی افغانستان یوازې ویجاړوي. هغوی د ایران او روسیې په وړاندې شرمنده دي.

ځواب ورکړئ