امنیت

په عکسونو کې: په کابل کې هغه سپي چې چاودېدونکي توکي د بویولو له لارې معلوموي

ای اېف پي

په داسې حال کې چې افغان سپي والان د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې په یوه مشق کې له لیرې ګوري، یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی په یوه پټي کې لټون کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې افغان سپي والان د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې په یوه مشق کې له لیرې ګوري، یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی په یوه پټي کې لټون کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې یو افغان سپي والا له لیرې ګوري، یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د مشق په ترڅ کې یو موټر تلاشي کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې یو افغان سپي والا له لیرې ګوري، یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د مشق په ترڅ کې یو موټر تلاشي کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان سپي والا د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د مشق په ترڅ کې یوه کشفوونکي سپي ته لارښوونه کوي چې چاودېدونکي توکي ولټوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان سپي والا د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د مشق په ترڅ کې یوه کشفوونکي سپي ته لارښوونه کوي چې چاودېدونکي توکي ولټوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د چاوېدونکیو توکو یو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې له پړي نیول شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د چاوېدونکیو توکو یو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې له پړي نیول شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې د یوې مانع دپاسه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې د یوې مانع دپاسه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

یو افغان سپي والا د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې د چاودېدونکیو توکو د کشفولو سپیان تربیه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان سپي والا د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې د چاودېدونکیو توکو د کشفولو سپیان تربیه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې له یوې مانع څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

یو د چاودېدونکیو توکو کشفوونکی سپی د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې له یوې مانع څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

افغان سپي والان د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې په داسې حال کې ولاړ دي چې د چاودېدونکیو توکو کشفوونکي سپيیان د هغوی تر څنګ ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان سپي والان د وري په ۱۸مه په کابل کې د ماینونو د کشفولو مرکز کې د یوه مشق په ترڅ کې په داسې حال کې ولاړ دي چې د چاودېدونکیو توکو کشفوونکي سپيیان د هغوی تر څنګ ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- یوه درې کلنه بلجیمۍ مالینوز سپۍ چې نایا نومېږي د کابل دپاسه په یوه غونډۍ کې په یوه روزنیز مرکز کې د موانعو په یوه مسیر کې په تونلونو کې په پام سره ګوري او د موانعو دپاسه ټوپ وهي.

هغه داسې ښکاري چې ساعت تېري کوي خو په حقیقت کې د ژوند او مرګ د یوه ماموریت لپاره تربیه کیږي، چې په ترڅ کې به یې په افغانستان کې، چې پټ ماینونه، بمونه او وسلې هره ورځ خلک وژني، چاودېدونکي توکي مومي.

نایا د ماین ډیټېکشن سنټر (اېم ډي سي) په غیر حکومتي موسسه کې د هغو ۲۰۰ سپیانو له ډلې څخه ده چې دغه حیوانات له کوکریتوب څخه تربیه کوي او بالاخره یې په یوه ښه با ډسپلینه ځواک باندې اړوي. همدارنګه دا موسسه سپي والاوو ته ښوونه کوي چې له دغو حیواناتو سره کار وکړي.

په کابل کې د تلاشۍ په پوستو او حکومتي دوایرو کې د بویولو له لارې د چاودېدونکیو توکو معلومونکي سپيان توظیف شوي دي. هغوی د هغو بمونو، چې په کورونو کې جوړېږي او دغه ښار ته ور قاچاق کیږي، په پیدا کولو کې مهم رول لوبوي.‌

افغان سپي والان د وري په ۱۸مه په کابل کې په داسې حال کې چې د چاودېدونکیو توکو کشفوونکي سپي یې له پړو نیولي، د ماینونو د کشفولو مرکز کې په یوه مشق کې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان سپي والان د وري په ۱۸مه په کابل کې په داسې حال کې چې د چاودېدونکیو توکو کشفوونکي سپي یې له پړو نیولي، د ماینونو د کشفولو مرکز کې په یوه مشق کې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

تاج محمد چې له اوږدې مودې راهیسې په دغه مرکز کې د روزونکي په توګه کار کوي، په یوه وروستۍ کتنه کې ای اېف پي ته وویل، «دغه سپیان ډېر ګټور دي -- هغوی ډېر چټک دي او خپلې وظیفې په پوره چټکتیا سره ترسره کوي.»

سپي والاوو وښودله چې څنګه هغوی سپي داسې تربیه کوي چې ځانګړي بویونه -- په ځانګړې توګه چاودېدونکي توکي او ورسره نشه ییز توکي -- وپېژني. هغوی دا روزنه د مشابه فلزي کوتیو له لارې چې په یوه ځانګړي باڼیچغ ډوله جوړښت کې ځای پرځای شوي وي او بېلابېل بویونه په کې دننه پټ شوي وي، ورکوي.

هر ځل چې یو سپی یو هدف بوی په صحیح توګه پېژني، سپی والا ورته یو ربړي د ژوولو توپ د انعام په دود ورکوي چې ویې کړچوي.

محمد وویل، «د سپي او سپي والا ارتباط باید سره ښه وي. که ښه نه وي، تلفات رامنځته کیږي.»

د چاودېدونکیو د موندونکي سپي روزل دوه کاله وخت غواړي، او دغه پروسه د سپي والا او سپي دواړو لپاره سخته وي. په اېم ډي سي کې موجود سپي ټول یا جرمني شېپرډ ذات یا بلجیمي مالینوز ذات والا دي.

محمد وویل، «دا کار دومره سخت دی لکه تاسو چې یو کور جوړوئ یا یو ماشوم را لویوئ.»

سپي والاوو ته د دغه خطرناک کار په مقابل کې د میاشتې ۵۰۰ ډالر (۳۹۲۵۰ افغانۍ) تنخا او همدارنګه د ژوند بیمه او د تقاعد امتیازات ورکول کیږي.‌

یوه سپي والا ذبیح الله امین وویل، چاودېدونکي توکي «یو پټ دښمن دی، نو زه تل په زړه کې لږ وېره لرم.»

په اېم ډي سي کې، سپي والان په صراحت سره وایي چې سپیان د ماینونو په موندلو کې د فلزي کشفوونکیو وسیلو په نسبت ډېر ښه دي، ځکه چې هغوی کولی شي چې هغه چاودېدونکي توکي چې په غیر فلزي وسیلو کې ځای پرځای شوي دي هم د بویولو له لارې معلوم کړي.‌

د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او پیوستون ریاست د عملیاتو رییس عبدالقدوس ضیایي وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې د ماینونو او له جنګ څخه د راپاتې ناچاودو توکو د چاودېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴۳۲ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

محمد میرویس چې په اېم ډي سي کې کار کوي په ۱۳۸۷ کال کې د یوې ځمکې د پاکولو پر وخت د یوه ماین په چاودنه کې ړوند شو.‌

هغه وویل، «زه نېکمرغه یم. زه داسې دوستان لرم چې د ماینونو په چاودنو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

«د الله فضل دی چې زه کولی شم خپلې ستونزې پخپله حل کړم، او کولی شم چې دلته هم کار وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500