امنیت

د ننګرهار اوسېدونکي د داعش پخواني قوي مرکز ته چې د افغان ځواکونو تر واک لاندې دی ورستنېږي

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورې سیمې، چې یو وخت په ننګرهار کې د داعش د خراسان څانګې لوی مرکز بلل کېده، اوسېدونکي اوس خپلو کورونو ته ستنېږي. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورې سیمې، چې یو وخت په ننګرهار کې د داعش د خراسان څانګې لوی مرکز بلل کېده، اوسېدونکي اوس خپلو کورونو ته ستنېږي.

درې کاله مخکې، د داعش جنګیالیو دغه غرنۍ سیمه ونیوله.‌ اوس داسې باور کیږي چې د یادې ډلې مشران د سیمې په غارونو او خوندي پټنځایونو کې ژوند کوي.

ولسوال رضوان الله بشرمل د هغه ځای چې د داعش مشران په کې راټولېدل د ښودلو پر وخت وویل، «په ګورګوره سیمه کې د پله ابل لوري ته لوی جومات چې اوس په کې مسلمانان لمونځونه کوي، داسې ځای وو چې د داعش د خراسان څانګې مشر به په کې کېناسته او پرېکړې به یې کولې.»

هغه زیاته کړه، «هغوی عین په دغه ځای کې بې ګناه خلک وژل او سرونه به یې ترې پرې کول. اوس زمونږ زړور ځواکونه دلته رارسېدلي او دا سیمې یې تر کنټرول لاندې دي.»

په عکس کې چې د چنګاښ په ۲مه اخیستل شوی، د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګوره سیمه کې یو جومات لیدل کیږي چې د محلي چارواکو په وینا د داعش د خراسان څانګې محلي مشرانو په کې خپل لوی مرکز جوړ کړی وو. [خالد زېری]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۲مه اخیستل شوی، د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګوره سیمه کې یو جومات لیدل کیږي چې د محلي چارواکو په وینا د داعش د خراسان څانګې محلي مشرانو په کې خپل لوی مرکز جوړ کړی وو. [خالد زېری]

په عکس کې، د چنګاښ په ۷مه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ګورګوره سیمه کې تش دوکانونه لیدل کیږي. [خالد زېری]

په عکس کې، د چنګاښ په ۷مه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ګورګوره سیمه کې تش دوکانونه لیدل کیږي. [خالد زېری]

بشرمل وویل، «دلته د داعش جنګیالي نشته، او عادي خلک دلته راغلي چې خپل فصلونه ټول کړي.»

هغه وویل، «مونږ داعش له دې ځای څخه اېستلی دی، او دا ټولې سیمې له یوې نیمې میاشتې راهیسې زمونږ تر کنټرول لاندې دي. د هغوی [داعش] زیات شمېر جنګیالي دلته ووژل شول، او مړي یې په ځای پاتې شول.»

بشرمل وویل، په هغو سیمو کې چې یو وخت د داعش غړو په کې فعالیت کاوهد محلي اردو او محلي پولیسو یو ټولی توظیف شوی دی.

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند تورن هارون یوسفزي وویل، «په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د محلي اردو یو ټولی توظیف شوی او په امنیت باندې یې یو ښه تاثیر کړی دی. د دغه ټولي عسکر په سپکو او درنو وسلو سمبال شوي چې کولی شي د دښمن پر ضد په قوت سره جنګ وکړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ به هڅه وکړو چې په دې ولسوالۍ کې د محلي اردو لا نور عسکر توظیف کړو او لا ښه امنیت یقیني کړو.»

تر ظلم لاندې ژوند کول

یوه محلي اوسېدونکي ګل رحمان چې ۶۶ کاله عمر لري، وویل، «کله چې د داعش جنګیالي دلته راغلل، مونږ خپل کورونه له هر څه نه ډک پرېښودل او وتښتېدلو.»

هغه وویل، «ما، زما ماشومانو او زما لمسیانو تېر درې کالونه ډېر په سخته کې تېر کړل ځکه چې داعش له مونږ څخه هر څه واخیستل. مونږ خپل ځمکې، کورونه او کالي پرېښودل او وتښتېدو.»

«اوس چې زه راستون شوی یم، غواړم چې خپلې ځمکې بېرته جوړې کړم. که د خدای رضا وي، زه به مې خپله کورنۍ بېرته دلته راولم او خپل پخوانی ژوند به بیا پیل کړم.»

په ګورګوره سیمه کې یوه قومي مشر ملک غورځنګ وویل، «اوس دلته د داعش جنګیالي هېڅ نشته.»

هغه وویل، «مونږ خپل کورونه پرېښي وو او یو تریخ ژوند مو درلود. هغوی [د داعش غړو] به چې هر څوک مونده هغوی به واژه او سر به یې ترې پرې کاوه. مونږ تر ظلم لاندې وخت تېر کړ، خو اوس د یوه ښه ژوند لپاره زمونږ هیلې بیا پرځای شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «داعش مونږ ته غټ سرخوږی جوړ کړی وو. اوس باید حکومت له مونږ سره مرسته وکړي چې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شو او مرسته راسره وکړي چې خپل کورونه بیا ورغوو.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل،‌ حکومت مرسته کوي چې هغه کورونه چې جنګونو وران کړي دي بیا ورغوي.

هغه وویل، «د کلیو د پراختیا وزارت، د کورنیو چارو وزارت او ځینې نور وزارتونه به ژر د هسکې مېنې ولسوالۍ په شمول یو شمېر ولسوالیو کې چې داعش په کې وحشتونه ترسره کړي او په هغو ځایونو کې چې د عادي ملکي خلکو کورونه ویجاړ شوي دي د کورونو بیا رغول او د ملکي خلکو لپاره د نویو پروژو تطبیقول پیل کړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ یوه سروې ترسره کړې چې هغه اوسېدونکي په کې تشخیص شوي چې کورونه یې ویجاړ شوي وو. هغوی به مرسته ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دالیکنه چی هرچاه کړیده درسته ده خو یوه خبره چی ولسوال بشرمل او یو قومی سپینږیری چی غورځګ نومیږی زیاته کړیده هغه داچی هغوی ویلی دی چی هلته اوس خلک راستانه شوی دی دا بلکل دروغ دی خلک نشته نه حکومت شته اونه داعیش خو د بهرنیو ځواکونو لخوا هلته ولسی وګړی په بی رحمانه ډول وو وژل شو نو خلک د بهرنیانو او د داعیش له ویری نه شی تللی ځکه چی بهرنیا خلک په رڼا ورځ وژنی او دا عیش بیا وخت نا وخت د ورځی یا دشپی راوځی نو په دی خاطر هغه ځای د اوسیدلو نه دی یو وحشت یوه ویره او دهشت هلته خپور دی@ او د غورځنک نومی سړی چی ویلی وو چی موږ کورونه پریښی وو دروغ یی ویلی هغه د دی لپاره چی کومی مرستی چی اوس حکومت کوی نو دوی به ورباندی خیتی واچوی او هغه مستحق به پاتی شی چی هغوی تول بی وسه خلک دی نو د حکومت څخه مو دا هیله ده چی سروی تولی صحیح او درستی وکړی چی حق حقدارته وسپارل شی

ځواب ورکړئ