امنیت

طالب اورپکو په تخار کې د وروستیو وحشتونو په ترڅ کې د افغان عسکرو جسدونه وسوزول

د هدایت الله راپور

په دې بې نېټې عکس کې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې یوه امنیتي پوسته لیدل کیږي. [۲۱۷ پامیر قول اردو/فېسبوک]

په دې بې نېټې عکس کې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې یوه امنیتي پوسته لیدل کیږي. [۲۱۷ پامیر قول اردو/فېسبوک]

کندوز -- د طالب جنګیالیو یوې ډلې د اسلامي هدایاتو په له پامه غورځولو سره د هغو افغان امنیتي منسوبینو د جسدونو بې حرمتي وکړه چې یوه میاشت مخکې په تخار ولایت کې وژل شوي ول.

د اشکمش ولسوال عبدالقیوم قانع ابراهیمي وویل،‌د طالبانو سرې قطعې د زمري په ۴مه نیمه شپه د یادې ولسوالۍ په خواجه بند کوشا او قره تېپه کلیو کې په دوه بېسونو باندې بریدونه وکړل.

هغه وویل، «له بده مرغه چې د عامه امن، ملي او محلي پولیس ځواکونو د ۱۵ پولیسو په شمول ۲۸ تنه منسوبین په بې رحمۍ سره شهیدان کړای شول. وروسته له هغه چې جنایتکار ګروپ زمونږ افسران شهیدان کړل، په بې رحمۍ سره یې د هغوی مړو ته اور ورته کړ.»

هغه زیاته کړه، «له دې پېښې څخه وروسته، هوایي بریدونو ۱۳ تنه طالب جنګیالي ووژل.»

له دې جلا، د دفاع وزارت په عین ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک یوه برید د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۴مه/ په یاده سیمه کې لږ تر لږ ۷ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند ډګروال عبدالخلیل اسیر وویل، «د طالبانو له خوا د جسدونو سوزولو د هر چا زړه مات کړی دی. مونږ به د دغو محترمو افسرانو بدل حتماً واخلو.»

د کندوز یوه دیني عالم مولوي عبدالرسول وویل، «خدای پاک ټول انسانان سره برابر پیدا کړي،‌ او په اسلام کې د مسلمانانو د جسدونو بې حرمتي ممنوع ده.»

هغه وویل، د دوزخ لمبې د هغه چا انتظار کوي چې «خپل بې ګناه ورونه وژني او بیا یې جسدونو ته اور وراچوي.»

د بېخبنا ړنګول

ولسوال ابراهیمي وویل، طالبانو نه یوازې د امنیتي منسوبینو جسدونه سوزولي بلکې همدارنګه یې په سیمه کې یو پول هم وران کړی دی.‌

هغه وویل، «طالبانو د زمري په ۵ مه [د هغوی د برید په ورپسې ورځ] یو ۹ متره اوږد پول چې ۲۲ کلي یې د اشکمش ولسوالۍ مرکز سره نښلول والوزاوه.»

ابراهیمي وویل، «کله چې جنایتکارانو غوښتل چې د پله د ویجاړولو لپاره چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي، په چاودنه کې درې تنه طالب جنګیالي ووژل شول. د دغه پله په ورانېدلو سره تګ راتګ ناشونی شوی دی.»

هغه زیاته کړه، «کله چې په دې سیمه کې امنیت ښه شي،‌ مونږ به دغه پول بیا ورغوو.»

په تخار ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال ارش معصومي وویل، هېڅ مقدس کتاب خپلو لوستونکو ته نه وایي چې سرکونه، پلونه، د ښوونځیو ودانۍ او عامه ملکیتونه ویجاړ کړي.

هغه له طالبانو څخه وپوښتل، «د خدای لپاره، ولې تاسو د خپلو بادارانو په حکم سره عام خلک ژوبولوئ؟»

د امنیه قوماندانۍ ویاند اسیر وویل، طالبانو دا پول د دې لپاره وران کړ «چې امنیتي ځواکونه هغوی تعقیب نه کړي.»

هغه وویل، خو له پېښې څخه وروسته امنیتي ځواکونو د اشکمش ولسوالۍ بند کوشا او قره تېپه کلیو ته مخه کړه او هلته یې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړل.

هغه وویل، «مونږ د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکیو ته اطمینان ورکوو چې زمونږ عسکر به د ژوند تر پایه د خپلو خلکو او وطن دفاع وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500