امنیت

په هلمند کې د طالبانو په وروستي خپلمنځي جنګ کې ۳۴ اورپکي ووژل شول

د عمر راپور

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال ملا منان نیازي تر مشرۍ لاندې طالب جنګیالي د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال ملا منان نیازي تر مشرۍ لاندې طالب جنګیالي د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

هرات -- په هرات ولایت کې د طالبانو تر منځ د خپلمنځي جګړو په نتیجه کې په لسګونو جنګیالي وژل شوي دي.‌ دا وژنې د بېلابېلو ګروپونو تر منځ د وروستي تاوتریخوالي په ترڅ کې پېښې شوي دي.

نښتې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پلویانو او د ملا محمد رسول د پلویانو تر منځ وشوې چې ۳۴ جنګیالي په کې ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

چارواکي وایي، په هرات کې د طالبانو تر منځ په خپلمنځي جګړو کې چې له درې کاله ډېر مخکې پیل شوي تر اوسه پورې له سیالو لوریو څخه له ۶۰۰ څخه ډېر طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په ګوزره ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ډله د طالبانو د مشر حکمونه نه مني او ان د هغوی پر ضد جنګ کوي. د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل چې د طالبانو د لوی ګروپ جنګیالیو په هغې ډله باندې برید وکړ.‌

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازي ته ژمن طالب جنګیالي د تېر لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازي ته ژمن طالب جنګیالي د تېر لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]

رحیمي د زمري په ۱۵مه په یوه خبري کانفرانس کې خبريالانو ته وویل، «امنیتي ځواکونه په یوه پلان باندې کار کوي چې په سیمه کې طالبانو ته ماتې ورکړي او امنیت په کې یقیني کړي. په دې سیمه کې د طالبانو ګروپونه په خپلمنځي نښتو کې ښکېل دي. دا سیمه به ژر تصفیه کړای شي.»

هغه زیاته کړه، «طالب جنګیالي په ځینې لیرې پرتو کلیو کې عملیات کوي او محلي خلک په عذابوي او وېروي. مونږ نشو کولی چې نور ناقانونه وسله وال وزغمو او مونږ به د هغوی پر ضد جنګ وکړو.»

د طالبانو په منځ کې داخلي ترینګلتیاوې د طالبانو د مؤسس مشر ملا محمد عمر له مړینې څخه وروسته راپورته شوې. د نوموړي مړینه د ۱۳۹۴ د چنګاښ په ۱۸مه د هغه له اصلي مړینې څخه له دوه کالو ډېر وروسته اعلان شوه.‌

په نتیجه کې د طالبانو یوه ډله چې په زرګونو اورپکي په کې وو د رسول په مشرۍ د طالبانو له لوی ګروپ یا د کوېټې شورا څخه جلا شوه او خپل ځان یې د یوه مستقل اورګان په توګه اعلان کړ. نوې ډلې په ځان باندې «د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا» نوم کېښود.

د طالبانو د ماتولو لپاره مناسب فرصت

ځینې تحلیلګران وایي چې د طالبانو د ډلو تر منځ پراخېدونکې نښتې د امنیتي ځواکونو لپاره فرصت برابروي چې بریدونه وکړي.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه کارپوه عبدالقادر کامل وویل، «د طالبانو تر منځ وروستۍ نښتې ښیي چې ځینې طالبان سوله غواړي او هڅه کوي چې ځانونه د یادې ډلې له اورپکې او تاوتریخوالي زېږوونکې څانګې څخه جلا کړي، خو د طالبانو په منځ کې نه پخلا کېدونکي جنګیالي هڅه کوي چې هغه کسان چې سوله غواړي له منځه وېسي او د ګروپ په منځ کې د سولې روحیه کمزورې کړي.»

هغه وویل، دغه وضعیت امنیتي ځواکونو ته یو طلایي چانس په لاس ورکوي چې هغه طالبان چې سوله نه غواړي وځپي او د هغو ملاتړ وکړي چې سوله غواړي.

هغه زیاته کړه، «د طالبانو خپلمنځي نښتې د دې سبب شوي چې په حکومتي تاسیساتو او د تلاشۍ پوستو باندې بریدونه کم شي، او دا د پوځی او ملکي تلفاتو د راکمولو په برخه کې مرسته کوي.»

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، د طالبانو په منځ کې سخت درزونه موجود دي. د طالبانو سیاسي او نظامي مشران یو له بل سره همغږي نه کوي او نظامي قوماندانان ځینې وختونه د خپلو مشرانو له حکمونو څخه سرغړونې کوي.‌

هغه وویل، څومره ډېر چې طالبان یو له بل سره اختلافات او شخړې کوي، هومره ډېر د هغوی نظامي او سیاسي موقف کمزوری کیږي.

سادات وویل، طالبان ادعا کوي چې د یادې ډلې غړي متحد دي او یو له بل سره په همغږۍ کې عملیات کوي، خو په هرات ولایت کې د هغوی په وروستیو خپلمنځي جنګونو کې درزونه له ورایه ښکاري.

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد عمید وویل، «د طالبانو تر منځ پخوا درزونه موجود ول، خو اوس ورځ په ورځ پراخ او له بد نه بدترېږي. هغه درزونه اوس داسې شوي چې یاده ډله به لا نوره کمزورې کړي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې طالبان داخلي درزونه لري، د هغوی سیاسي موقف سخت متاثر کیږي. طالبان نور هغه ځواک نه لري چې پخوا یې درلود، ځکه چې د هغوی ځینې کسان د خپلو مشرانو حکمونه نه مني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500