جرم او انصاف

طالبانو په سرپل کې د هغه معیوب بزګر سر پرې کړ چې د عشر او زکات له ورکولو څخه یې انکار کړی وو

د هدایت الله راپور

یو بزګر د وري په ۳۱مه په بدخشان ولایت کې د بېل په وسیله خپل پټی اړوي. طالبانو په دې میاشت کې په سرپل ولایت کې د عشر نه ورکولو له امله یو معیوب بزګر وواژه. [شریف شایق/ای اېف پي]

یو بزګر د وري په ۳۱مه په بدخشان ولایت کې د بېل په وسیله خپل پټی اړوي. طالبانو په دې میاشت کې په سرپل ولایت کې د عشر نه ورکولو له امله یو معیوب بزګر وواژه. [شریف شایق/ای اېف پي]

کندوز -- محلي مقاماتو وویل چې طالب اورپکو د دې میاشتې په لومړیو کې په سرپل ولایت کې په یوه پېښه کې یو ۵۰ کلن بزګر په ګولیو وویشت او بیا یې سر ترې پرې کړ.

د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق وویل، طالبانو دغه معیوب بزګر دوه اونۍ مخکې له یادې ولسوالۍ څخه وتښتاوه او د زمري په ۱۳مه یې د هغه سر پرې کړ.

دقیق د زمري په ۱۵مه وویل، «د دغه ۵۰ کلن سړي نوم نوراحمد میرزایي وو. هغه د یادې ولسوالۍ د مسجد سبز کلي اوسېدونکی وو.»

هغه وویل، «د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکیو د دغه سړي مړی په ګجوه کلي کې وموند او د هغه کورنۍ ته یې وسپاره.»

د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکي د زمري په ۱۴مه په مسجد سبز کلي کې د نوراحمد میرزایي د ښخولو لپاره راټول شوي دي. نوموړی وروسته له هغه طالبانو وویشت چې د عشر له ورکولو څخه یې انکار وکړ. [ټولنیزې رسنۍ]

د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکي د زمري په ۱۴مه په مسجد سبز کلي کې د نوراحمد میرزایي د ښخولو لپاره راټول شوي دي. نوموړی وروسته له هغه طالبانو وویشت چې د عشر له ورکولو څخه یې انکار وکړ. [ټولنیزې رسنۍ]

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل،میرزایي له دې امله ووژل شو چې هغه طالبانو ته د عشر له ورکولو څخه انکار کړی وو.‌

هغه وویل، دغه وژنه په سیمه کې د طالبانو له خوا د ملکي خلکو پر ضد تر ټولو وروستی وحشت دی.

هغه زیاته کړه، «په تېره میاشت کې، طالبانو څلور بزګران چې هغوی ته د عشر او زکات یا نورو غیرقانوني تادیاتو له ورکولو څخه یې انکار کړی وو ووژل.»

اماني وویل، «طالبانو لومړی دغه معیوب سړی د هغه له پټي څخه بوتلو او دوه اونۍ یې بندي کړ بیا یې وویشت او سر یې ترې پرې کړ.»

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله خرم وویل چې وژل شوی بزګر د هغه خپلوان دی.‌

هغه وویل، «نور احمد یو لاس او یوه پښه په ۱۳۷۶ کال کې د یوه بم په چاودنه کې له لاسه ورکړل او د هغه ذهني حالت هم ښه نه و. طالبانو هغه ۲۲ ګولۍ وویشت او بیا یې مړی ایسته وغورځاوه.»

هغه زیاته کړه، «دغه سړي ۶ کوچني ماشومان لرل او اوس یې کورنۍ بې سرپرسته [او بې روزۍ ګټونکي] پاتې ده.»

په زور اخیستل او بندي کول

په سرپل ولایت کې یو شمېر قومي مشرانو وویل، که اوسېدونکي انکار وکړي طالبان یې تښتوي او په خپلو زندانونو کې یې بندي کوي.‌

د سرپل ولایت د مرکز سرپل ښار یوه اوسېدونکي محمد اکبر چې د تخلص له یادولو څخه یې ډډه وکړه، وویل، «هر کال طالبان په افغانانو په ځانګړې توګه په بزګرانو باندې فشار اچوي. هغوی له دغو خلکو څخه په زور عشر اخلي او پیسې د ځانونو په تجهیزولو باندې لګوي چې د خلکو او حکومت پر ضد جنګ وکړي.»

دغه ۶۲ کلن قومي مشر وویل، «طالبان خصوصي زندانونه لري چې هلته افغانان د بېلابېلو دلایلو په اساس ساتي.»

د سرپل ښار یوه اوسېدونکي غلام صدیق خیرخواه چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل،‌ خلک د طالبانو له خوا د بې ګناه ملکي خلکو د وژنې له امله تر پوزې پورې رسېدلي دي.

هغه وویل، «خدای دې زمونږ وطن ته ژر تلپاتې سوله راولي چې مونږ د دغو ترهګرو له ظلم څخه په امن شو. دا جنایتکاران هره ورځ په بېلابېلو دلایلو زمونږ ځوانان، ماشومان، ښځې، خویندې او حتی زمونږ مشران وژني.»

هغه وویل، «سږ کال، مونږ ولیدل چې په سرپل ولایت کې په ملکي خلکو باندې یوه مرګانۍ حمله وشوه چې په کې حتی ځینې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.»

هغه وویل، «مونږ به تر څو پورې صبر کوو او د دغې ګوډاګۍ ډلې له خوا به د بې ګناه خلکو د بې رحمانه وژنې ننداره کوو. مونږ باید د هغوی [طالبانو] پر ضد ودرېږو او د خپلو شهیدانو بدل ترې واخلو.»

د جنګ په وړاندې مقاومت

چارواکي وایي، حکومت او محلي ځواکونه په دې کار کوي چې د طالبانو پر ضد وجنګېږي او دغه اورپکي ګروپ ته ماتې ورکړي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، د طالبانو د ډلې غړو د چنګاښ په ۲۱مه په شیر اباد او کورک کلي کې وروسته له هغه درې تنه بزګران په ډزو ووژل او د یوه فصل ته یې اور ور واچاوه چې هغوی اورپکو ته د عشر او زکات له ورکولو څخه انکار وکړ.‌

د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند نوراغا فیضي د چنګاښ په ۲۵مه خبریالانو ته وویل، «ځواکونو او د محلي پاڅون ګروپونو هغو طالبانو ته ماتې ورکړه» چې یاد درې بزګران یې وژلي وو.

هغه وویل،‌ «طالبانو ته تلفات ور واوښتل، خو مونږ ته یې جزیات معلوم نه دي.»

د سرپل د والي ویاند اماني وویل، امنیتي ادارې په دې برخه کې ګامونه اخلي چې اورپکي ګروپ ته ماتې ورکړي.

هغه وویل، «د اردو، ملي پولیسو، د ملي امنیت ریاست او محلي پولیسو په ګډون زمونږ امنیتي ځواکونو ګډ عملیات پیل کړي چې د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې دغه ګروپ مات کړي.»

هغه وویل، «دا عملیات د سرپل ولایت د مرکز او د بېلابېلو ولسوالیو،‌ په ځانګړې توګه سانچارک ولسوالۍ په لمنو کې ترسره کیږي، او دا به تر هغه وخته پورې دوام ومومي چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یاغیان له منځه وېوړل شي.»

اماني زیاته کړه، «زمونږ ځواکونه دا عملیات په ډېر دقت او احتیاط سره ترسره کوي چې د ملکي خلکو د تلفاتو او ملکیتونو ته د زیان رسېدلو مخه ونیسي.»

هغه وویل، «په توپیر سره، طالبان د جنګ کولو پر وخت له خلکو او د هغوی له کورونو څخه د سپرونو په توګه کار اخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500