امنیت

په هرات کې د سولې خوږو ته په تمه په زرونو خلکو له طالبانو څخه وغوښتل چې جنګ بس کړي

د عمر راپور

د ښځو، دیني عالمانو او د پارلمان د غړو په شمول د هرات ولایت له ۳۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د ۱۳۹۸ د زمري په ۱۷مه په هرات ښار کې راټول شوي چې د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي. هغوی په طالبانو باندې غږ وکړ چې جګړه ودروي. [عمر]

هرات -- د ښځو، دیني عالمانو او د پارلمان د غړو په شمول د هرات ولایت له ۳۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د زمري په ۱۷مه په هرات ښار کې راټول شوي چې د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي. هغوی په طالبانو باندې غږ وکړ چې جګړه ودروي.‌

د هرات د فارسي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مولوي عبدالعظیم په یوه مرکه کې وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د خدای په خاطر نور د خپلو ورونو وژل بس کړئ او جنګ مه سختوئ. زمونږ ځوانان هره ورځ وژل کیږي او کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې کېږي.»

عظیم وویل، داسې چې طالبان ځانونه مسلمانان بولي هغوی باید پوه شي چې اسلام په سوله باندې څومره تاکید کوي.‌

هغه وویل، «تاسو وګورئ چې د خدای رسول په سوله باندې څومره تاکید کړی دی. د محمد (ص) له مړینې څخه وروسته د اسلام خلیفه هڅه وکړه چې اختلافات جنګ ته لاره ونه باسي، او خدای پاک په قران کریم کې د سولې په هکله څو ځلې یاده کړې ده چې ټولنې ته ګټه رسوي.»

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د زمري په ۱۷مه په هرات ښار کې راټول شوي او له طالب اورپکو څخه غواړي چې تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي. [عمر]

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د زمري په ۱۷مه په هرات ښار کې راټول شوي او له طالب اورپکو څخه غواړي چې تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي. [عمر]

د ښځو په شمول د غونډې برخه وال د زمري په ۱۷مه په هرات ښار کې د مولانا جلال الدین بلخي په تالار کې راټول شوي دي. [عمر]‌

د ښځو په شمول د غونډې برخه وال د زمري په ۱۷مه په هرات ښار کې د مولانا جلال الدین بلخي په تالار کې راټول شوي دي. [عمر]‌

هغه زیاته کړه، «زمونږ یوازنۍ هیله دا ده چې زمونږ وطن ته سوله راستنه شي ځکه چې مونږ له جنګ څخه سخت ستړي شوي یو. دا جنګ باید ودرېږي، هغه له مونږ سره مرسته نه کوي.»

ای اېف پي د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۱مه/ د طالبانو د یوه ویاند له قوله وویل چې طالبانو او متحده ایالاتو د داسې هوکړې لپاره د خبرو وروستی پړاو پای ته ورساوه چې په نتیجه کې به یې امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو حضور کم کړي.

ای اېف پي د ذبیح الله مجاهد له قوله راپور ورکړ چې د خبرو اتم پړاو چې په دوحه کې روان وو له نیمې شپې څخه وروسته پای ته ورسېد.

هغه په یوه ټویټ کې وویل، «کار ستړی کوونکی او مؤثر وو. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د راتلونکیو ګامونو لپاره به له خپلو اړوندو مشرانو سره مشورې وکړي.»

ای اېف پي وویل،‌ په کابل کې دمتحده ایالاتو سفارت په دې هکله سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.

د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۰مه/ د متحده ایالاتو د سولې استازي زلمي خلیلزاد لوی اختر ته په اشارې په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه هیله لرم چې دا په جنګ کې د افغانستان وروستی اختر وي.»

له تاوتریخوالي څخه ستړي

په غونډه کې د هرات یوه اوسېدونکي وکیل احمد شهید زاده په مکرر ډول په دې تاکید وکړ چې اورپکي باید خپلې وسلې په ځمکه کېږدي.‌

هغه وویل، «زه له طالبانو څخه غواړم چې د خدای لپاره د خپلو ورونو وژل بس کړي.»

هغه د خلکو له خوا د جنګ د پای رسېدلو د ملاتړ په اساس وویل چې ټول افغانان سوله غواړي.‌

هغه وویل، معیوبو افغانانو له هرات څخه کابل ته لاریون وکړ، بایسکل سواران څو ګاونډیو هېوادونو ته په بایسکلونو لاړل او«د سولې یوه کاروان» ډېرو ولایتونو ته په پښو مزل وکړ -- د ټولو هدف یوازې دا وو چې د سولې پیغام خپور کړي.

هغه وویل، دغه ډول هڅې ښیي چې افغانان له جنګ څخه ستړي دي او طالبان باید وپوهیږي چې نور د دې وخت دی چې شخړه پای ته ورسیږي.

د هرات یوه بل اوسېدونکي حمیدالله فوشنجي وویل، «په وروستیو ورځو کې، په هېواد کې یو شمېر خونړي بریدونه ترسره شوي او دا وضعه زمونږ لپاره د منلو وړ نه ده. مونږ له تاوتریخوالي او جنګ څخه ستړي یو او مونږ نه غواړو چې نور د خپلو هېوادوالو وژل کېدل وګورو.»

هغه زیاته کړه، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د خلکو غږ ته غوږ ونیسي او د هغوی په غوښتنو او هیلو باندې ځانونه پوه کړي. طالبان باید وپوهیږي چې یوازنۍ هغه لاره چې هغوی پرې خپلو هدفونو ته رسېدلی شي هغه د سولې لاره ده - نه د جنګ.»

خبرو ته هیله

کتونکي وایي، وروستۍ خبرې به افغانستان سولې ته نژدې کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي سید عظیم کبرزاني په یوه مرکه کې وویل، «زه فکر کوم چې د سولې مذاکرات خپلې لوړې څوکې ته رسېدلي دي، او د شخړې لورو دا منلې ده چې جنګ د حل لاره نه ده.»

هغه د تلې په ۶ مه ترسره کېدونکیو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې وویل، «مونږ هیله لرو چې مونږ به وکولی شو له انتخاباتو څخه مخکې د سولې خواږه وڅکو او ټولې ستونزې به حل شي.»

هغه زیاته کړه، «اوس د سولې او د تحمیل شوي جنګ د پای ته رسولو وخت دی او په دې برخه کې زمونږ د دوستو هېوادونو له خوا مرسته مونږ ته هیلې راکوي. داسې باور موجود دی چې دا ځل به سوله د جګړې ځای ونیسي.»

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، حکومت او طالبان دواړه په دې پوهېږي چې جګړه د حل لاره نه ده.‌

هغه وویل، «هغوی باید سره یوځای کېني او مسئله د خبرو له لارې حل کړي.»

طاهري وویل، «خلک نور جنګ نشي منلی او هر څوک سوله او امنیت غواړي. په وروستیو کې سولې او د جګړې پای ته رسولو ته هیله راپیدا شوې ده. په قطر کې روانې خبرې مونږ ته هیله راکوي. مونږ تمه لرو چې ژر به بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر غلام یحی عظیم هم غږ وکړ چې د سولې په مذاکراتو کې دې حکومت ښکېل کړای شي.

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې افغان حکومت ژر تر ژره د سولې خبرو سره یوځای شي. څومره چې حکومت په خبرو کې ډېر برخه اخلي، هومره زمونږ د سولې په ترلاسه کولو کې زمونږ چانسونه وده کوي.»

هغه زیاته کړه، «متحده ایالاتو چې د افغانستان ستراتیژیک شریک دی له طالبانو سره د سولې خبرې ښې پرمخ بوتللې، او مونږ هیله لرو چې دا خبرې به ژر یوه نتیجه ورکړي.»

عظیم وویل، «ټول افغانان دې ته منتظر دي چې د شخړې لوري د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو په هکله خپل تصمیم اعلان کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500