امنیت

د ننګرهار اوسېدونکیو له طالبانو څخه وغوښتل چې د جنګ د پای ته رسولو لپاره خپل دریځ‌ نرم کړي‌

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د زمري په ۳۱مه راغونډ شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې په روانو مذاکراتو کې له زړه نه خبرې وکړي. [خالد زېری]

د ننګرهار ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د زمري په ۳۱مه راغونډ شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې په روانو مذاکراتو کې له زړه نه خبرې وکړي. [خالد زېری]

جلال اباد -- د دیني عالمانو، ښځو او قومي مشرانو په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېر افغانان د زمري په ۳۱مه په جلال اباد کې راغونډ شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې په روانو مذاکراتو کې له زړه نه خبرې وکړي.

دیني عالم مولوي شېرازخان عظیمي د غونډې برخه والو ته وویل، «د تېرو ۴۰ کالو په ترڅ کې په دې هېواد کې د میلیونونو افغانانو وینه تویه شوې ده.»

هغه وویل، اوس چې متحده ایالات غواړي چې د افغانستان د جګړې مسئله حل کړي، طالبان هم باید د جنګ د پای ته رسولو لپاره تیاری وښیي.»

هغه وویل، «افغانان له څو میاشتو راهیسې سولې ته هیله من دي،‌ او هیله ده چې سوله وشي. اوس هیلې ډېرې زیاتې شوي دي.»

عظیمي وویل، «که طالبان هم د متحده ایالاتو په څېر د سولې په مسئله کې جدیت وښیي او بین الافغاني خبرې وشي او سوله رامنځته شي دا به د افغانستان لپاره ښې ورځې وي.»

یوه قومي مشر سید رحمان مومند غونډې ته په خبرو کې وویل، «د سولې هدف ته د رسېدلو لپاره باید قربانۍ ورکړل شي، او که څوک له زور څخه کار اخلي‌ بیا سوله نه کیږي.»

هغه وویل، افغاني ټولنه د هر چا لپاره ځای لري چې کولی شي ویې نیسي.

مومند وویل، «هغوی به راشي او له مونږ سره به د ورونو په څېر ګډ ژوند وکړي، او مونږ به د هغو خلکو پر ضد ودرېږو چې زمونږ د هېواد په وړاندې بد نیتونه لري. مونږ به دا هېواد په ګډه جوړ کړو.»

ښځې سوله غواړي

په غونډه کې ښځو هم د سولې له پروسې څخه د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړ.

په ننګرهار کې د مدني ټولنې یوې فعالې ګلالۍ شبنم غونډې ته وویل، «مونږ غواړو چې د حکومت او امریکا له خوا له طالبانو سره سوله د دې سبب نشي چې ښځې بیا په خپلو کورونو کې بندیانې شي. مونږ ته باید د تعلیم، کار او د بیان د ازادۍ حقونه راکړل شي، نه داسې چې د بندیانو په څېر په کورونو کې واوسېږو.»

شبنم زیاته کړه،‌ «مونږ اوس پوه شو چې ژوند څه شی دی. مونږ تعلیم ترلاسه کړ، او بهرنۍ نړۍ مو ولیدله، نو مونږ غواړو چې د تېرو ۱۸ کالو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي او دوام ومومي.»

د غونډې یوې بلې برخه والې ساجدې خبریالانو ته وویل، «که له طالبانو سره سوله داسې کېږي چې مونږ بېرته پخوا وخت یعنې د طالبانو د واکمنۍ وخت ته ور ګرځو، بیا مونږ دغسې سوله نه غواړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500