جرم او انصاف

په هرات کې د اداري فساد پر ضد د حکومتي اقداماتو په پراختیا سره عامه خدمتونه ښه شوي دي

د عمر راپور

مقامات او اوسېدونکي وایي چې په هرات ولایت کې د تېر کال په ترڅ کې د اداري فساد د راکمولو او د پرمختیایي پروژو د شفافیت د زیاتولو لپاره د حکومتي هڅو له برکته د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ډېر ښه والی راغلی دی. [عمر]

هرات -- مقامات او اوسېدونکي وایي چې په هرات ولایت کې د تېر کال په ترڅ کې د اداري فساد د راکمولو او د پرمختیایي پروژو د شفافیت د زیاتولو لپاره د حکومتي هڅو له برکته د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ډېر ښه والی راغلی دی.

د هرات ښاروالۍ ویاند غلام رسول عظیمي وویل، «اوس په ښاروالۍ کې اداري فساد صفر ته راښکته شوی دی، او د مدیریت په حساب له لوړ نه تر ټیټ پورې هېڅ کارمند دا زړه نه لري چې په اداري فساد کې ښکېل شي.»

هغه زیاته کړه، «دا وخت، مونږ کولی شو چې خپله ټوله پرمختیایي بودجه ولګوو، چې په نتیجه کې یې د لوړ کیفیت پروژې تطبیقیږي او خلک قناعت ښیي.»

عظیمي وویل، په تېر وخت کې اداري فساد د ډېرو محلي پروژو کیفیت خراب کړ او په هرات ښاروالۍ یې د خلکو اعتماد له منځه وېوړ.

په دې عکس کې، څلور کسان چې د اداري فساد تور پرې لګېدلی، د غبرګولي په ۸ مه د هرات د اداري فساد پر ضد د مبارزې محکمه کې په علني توګه محاکمه کېږي. [د هرات د اداري فساد پر ضد د مبارزې محکمه]

په دې عکس کې، څلور کسان چې د اداري فساد تور پرې لګېدلی، د غبرګولي په ۸ مه د هرات د اداري فساد پر ضد د مبارزې محکمه کې په علني توګه محاکمه کېږي. [د هرات د اداري فساد پر ضد د مبارزې محکمه]

په دې عکس کې، د چنګاښ په ۲۲مه یو حکومتي کارمند لیدل کیږي چې د هرات د ملي امنیت ریاست منسوبینو د اداري فساد په تور نیولی دی. [د هرات د ملي امنیت ریاست]‌

په دې عکس کې، د چنګاښ په ۲۲مه یو حکومتي کارمند لیدل کیږي چې د هرات د ملي امنیت ریاست منسوبینو د اداري فساد په تور نیولی دی. [د هرات د ملي امنیت ریاست]‌

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په یوه مرکه کې وویل، «په تېر وخت کې، ځینې حکومتي کارمندانو د اداري فساد له لارې پیسې ترلاسه کولې، او د خلکو په پیسو یې ځانونو ته اپارتمانونه او غټ باغونه جوړول، خو زه هغوی ته خبرداری ورکوم چې هغه عامه شتمنۍ چې هغوی تروړلي دي هغه به بېرته ترې واخیستل شي.»

هغه وویل، اداري فساد داسې یو شیطاني کار دی چې د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي، او په دې ولایت کې قانوني او قضایي ادارو هڅې زیاتې کړي چې دغه کار پای ته ورسوي.

رحیمي وویل، «کم شمېر حکومتي کارمندان په اداري فساد کې ښکېل دي، خو ډېر ملکي مامورین په خپلو وظایفو کې صادق دي او د خپل هېواد د ښېرازۍ لپاره کار کوي.»

د اداري فساد قضیې راپورته کول

د اداري فساد پر ضد د حکومت د مبارزې په نتیجه کې یو شمېر مشکوک کسان نیول شوي دي.‌

په هرات ولایت کې د لوی څارنوالۍ رییس عبدالصمد ناصري وویل، «په تېر کال کې، په هرات کې لوی څارنوالۍ ته د جعلکارۍ، د پیسو د اختلاس، د ګمرکي محصولاتو د نه تادیې، له حکومتي صلاحیت څخه د ناوړه استفادې، د حکومتي شتمنیو د لوټلو او رشوت اخیستنې قضیې راغلي دي.»

هغه وویل، «مونږ ۱۱۴ قضیې لرلې چې ۵۴ یې محکمې ته لېږل شوي دي. محکمې د هغو له جملې څخه د ۳۱ قضیو په هکله فیصلې کړي دي.»

هغه وویل، دا اداره په ۴۸ نورو قضیو باندې کار کوي.‌

ناصري زیاته کړه، «د اداري فساد دا قضیې د ګمرکونو، عامه فوایدو، ښاروالۍ او ټرانسپورټ د ریاستونو د کارمندانو په هکله دي چې (له رییسانو څخه رانیولې په مهمو برخو کې کارکوونکیو افسرانو پورې) کارمندان په کې شامل دي.»

هغه وویل، «د پاتې قضیو په هکله څېړنې به ژر بشپړې شي، او مونږ به نتایج محکمې ته ولېږو. مونږ د اداري فساد نورې قضیې هم څېړو او ښکېل کسان به ژر محبس ته ولېږل شي.»

ناصري وویل، د لوی څارنوالۍ له خوا د اداري فساد پر ضد د مبارزې هوډ په وروستیو کې په داسې جرمونو کې غټ کمی راوستی دی.‌

هغه زیاته کړه، پخوا به د اداري فساد ضد قضیو څېړنې ډېر وخت نیوه، خو اوس دغه پروسه ډېره چټکه ده.

د ښاروالۍ مرستیالان ونیول شول

د ملي امنیت ریاست یوه جیګپوړي چارواکي د هغه د نوم د پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست منسوبینو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۶مه/ د هرات ښاروالۍ مرستیال نادرالله جنیدي او د ښاروالۍ درې کارمندان د اداري فساد په تورونو کې ونیول.

د رحیمي ویاند جېلاني فرهاد دغه نیونه تایید کړه او زیاته یې کړه چې قضایي ادارې به ژر نوره څېړنه ترسره کړي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، د تېرو څو کالو په ترڅ کې په اداري فساد کې د ښکېلتیا او له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په تور څو حکومتي چارواکي له کاره ګوښه کړای شوي او حقوقي او قضایي اورګانونو ته معرفي شوي دي.‌

فرهاد په یوه مرکه کې وویل، «د هرات په پخواني ښاروال د حقوقي او قضایي ادارو له خوا داسې تور لګېدلی وو چې په اداري فساد کې ښکېل وو او له صلاحیت څخه یې ناوړه استفاده کوله، او اوس هغه په څرخي پله زندان کې د حبس وخت تېروي.»

فرهاد وویل، د هرات ښاروالۍ یو شمېر پخواني کارمندان لکه یو پخوانی مرستیال ښاروال، د مالي او اداري څانګې رییس او د تخنیکي خدمتونو رییس په ۱۳۹۶ کال کې له کاره ګوښه او د اداري فساد له امله معرفي کړای شول.

فرهاد زیاته کړه، «مونږ د ټرانسپورټ ریاست رییس او پنځه جیګپوړي مدیران د اداري فساد په تور او خرابو اجرأتو له امله له کاره ګوښه کړل او د هغوی پرځای مو وړ کسان وګومارل.‌ د هغوی قضیې حقوقي او قضایي ادارو ته وسپارل شوې، او اوس تر څېړنې لاندې دي.»

هغه وویل، «په دې حکومت کې د اداري فساد پر ضد مبارزه په قوت سره روانه ده.»

اداري فساد: یو شرموونکی کار

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، د اداري فساد پر ضد مبارزه او ښکېلو کسانو ته سزا ورکول افغانان حکومت ته ورنژدې کوي.

هغه وویل، «اداري فساد د ترهګرۍ په څېر دولت او د افغانانو لاسته راوړنې له منځه وړي. دا ضروري ده چې د اداري فساد له مرتکبینو سره د ترهګرۍ د بریدونو د ترسره کوونکیو په څېر جدي چلند وشي.»

هغه زیاته کړه، «اداري فساد افغانستان لوټي او د خلکو تر منځ یې فقر او محرومیت زیات کړی دی. که مونږ د اداري فساد مخه ونیسو، دا ننګونې به حل شي او افغانان به په نېکمرغۍ کې ژوند وکړي

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل، «اداري فساد یو شرموونکی عمل دی چې زمونږ د هېواد نوم یې بد کړی او مونږ غواړو چې حکومت د هغه پر ضد جدي مبارزه وکړي.»

هغه زیاته کړه، «که حکومت د هغو خلکو پر ضد چې په اداري فساد کې ښکېل دي سخت چلند وکړي، هغه به وتوانېږي چې د دغه عمل ریښې وباسي.»

د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو یوه محصل عبدالرسول بصیر چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل، «اداري فساد زمونږ په هېواد کې ډېرې ستونزې راولاړې کړي، او د ډېرو افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي»

هغه وویل، «مونږ به له حکومت سره مرسته وکړو چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي او مرتکبین اړوندو ادارو ته معرفي کړي. له مرتکبینو سره باید د قانون په اساس چلند وشي او له خپلو وظایفو څخه لیرې کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

عمر ښه مفصل راپورونه لیکي دا نور خبریالان هم باید د خپلو سیمو په رابطه مفصل راپورونه ولیکي. زه له سلام ټایمز نه مننه کوم چی د افغانستان په رابطه داسی ګټور معلومات خپروي چی اکثر نوری پښتو خپرونی یی نه خپروي خو یوه خبره ده چی د لویی پکتیا یعنی پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر په رابطه په کی داسی تفصیلی راپورونه نه راځي. هیله ده چی دغو سیمو ته هم پام وکړئ. ډیره مننه

ځواب ورکړئ