امنیت

پنتاګون: متحده ایالات نه پرېږدي چې افغانستان د افراطیانو پټنځای شي

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر سره یوځای د وږي په ۶مه په واشنګټن کې خبري کانفرانس ترسره کوي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر سره یوځای د وږي په ۶مه په واشنګټن کې خبري کانفرانس ترسره کوي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو جیګپوړو دفاعي چارواکو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۶مه/ په داسې حال کې چې له اورپکي ګروپ سره د سولې خبرې اترې پای ته نژدې کېږي، وویل، طالبان باید ډاډمنه کړي چې افغانستان د افراطیانو لپاره په یوه پټنځای نه اوړي.

د دفاع وزیر مارک اېسپر خبریالانو ته وویل، په قطر کې له طالبانو سره خبرې باید دا تضمین کړي چې افغانستان «نور د داسې ترهګرو لپاره یو خوندي ځای نه دی چې په متحده ایالاتو دې برید وکړي.»

د ترهګرو لپاره ځای نشته

د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ‌ وویل، په افغانستان کې د موجودو ۱۳۰۰۰ امریکایي عسکرو چې هلته یې دوه لسیزې جنګ کړی دی، د را اېستلو تړون باید القاعده، داعش او نور هغه سازمانونه چې متحده ایالاتو ترهګر اعلان کړي دي پرې نه ږدي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ډنفورډ چې د ایسپر خواته ولاړ وو، وویل، «دا وخت زه د «را اېستلو» کلیمه نه کاروم.»

«مونږ باید دا یقیني کړو چې افغانستان یو پټنځای نه دی، او مونږ به هڅه وکړو چې افغانستان ته سوله او ثبات راولو.»

ډنفورډ‌ تاکید وکړ، دا روښانه ده چې افغانستان د خبرو اترو له لارې رامنځته کېدونکي حل ته اړتیا لري چې نه یوازې متحده ایالات بلکې افغان حکومت هم باید په کې برخه ولري.

«زه هره کېدونکې هوکړه داسې ګڼم چې په نتیجه کې به یې مونږ له افغانانو سره مرسته وکړو، نه دا چې قرباني یې کړو.»

هغه وویل، «زه فکر کوم داسې یوه هوکړه چې کولی شي بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړي، او په احتمالي توګه د یاغیتوب اړوند تاوتریخوالی راکم کړي، داسې څه دی چې په هڅه کولو ارزي.»

'مونږ ثبات غواړو'

هغه وویل، «زه فکر کوم چې زمونږ له ډلې څخه هر هغه څوک چې هلته یې خدمت کړی دی له ډېر پخوا راهیسې پوهېدل چې د خبرو اترو له لارې سوله ییز حل ته اړتیا ده.»

«مونږ د افغانانو لپاره ثبات غواړو»

هغه وویل، هره هوکړه به «د شرایطو په اساس» وي، او زیاته یې کړه چې «دا له وخت نه مخکې ده چې وویل شي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد زمونږ حضور ښایي څنګه وي او څنګه نه.»

«ولسمشر او وزیر ماته کافي اندازه روښانه کړې چې په دې برخه کې په پرمختګ سره به مونږ ډاډمنوو چې زمونږ د ترهګرۍ ضد هدفونه ترسره شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما امریکا نه ده لیدلې، خو د یوه داسې افغان په حیث یی د مرستو منندوی یم چې له نړۍ والې ټولنې سره په ګډه یې د افغانستان ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت او په خاصه توګه ځانګړي ځواکونه او کمانډو ځواکونه زمونږ د وطن لپاره بیا جوړ کړل ځکه چی د افغانستان ټول نظام د پاکستان له خوا استخدام شویو افغان ملیشو [جهادي تنظیمونو] ویجاړ کړی وه. دویمه خبره بلکه خبرداری می امریکایانو ته دا دی چی د قطر په مذاکراتو کی دی د پاکستان غوښتنو ته د تسلیمۍ سر نه ټیټوي که نه دا به د امریکا په څیر ستر قدرت لپاره داسی تاریخي پیغور جوړ کړي چی دغه هیواد به یې په سلو کالونو کې هم جبیره نه کړای شي. د شوروي اتحاد له ماتېدلو نه وروسته بي نظیر بوټو په سعودي عربستان کی په یوه وینا کې وویل چې شوروي اتحاد د پاکستان له خوا مات شو. که امریکا له زړه وغواړي کولی شي چې په یوه غږ پاکستان دی ته حاضر کړي چی په ۲۴ ساعتونو کی دننه له هبت الله نه رانیولی تر ادنی طالب مشر پوری ټول لاس تړلي افغانستان او امریکا ته وسپاري. په دی برخه کی امریکا هیڅ مجبوره نه ده چی پاکستان ته باج ورکړي بلکه دا د پاکستان په شمول د ټولی نړۍ مسؤلیت دی چې په خپله خاوره کی د ورانکارو مخه ونیسي او که نه د بش خبره بیا باید خپل موقف واضح کړي، یا له ترهګرو سره ودریږي یا له نړی والی ټولنې سره او د عواقبو انتظار وباسي.

ځواب ورکړئ

هيڅکله هم نه دغه يوازي تبليغات دي او دې افغانستان خلکو سترګې ته خاورې ور شيندل دي امريکا اوس په نوي پاليسي کار روان کړی ده دوی غواړي له دې وروسته يوه بله ډله او جګړه پيل کړي ځکه د تاريخ په اوږدو همداسې شوي دي لکه د شهید ډاکټر نجیب الله په وړاندې يي چي طالبان راپيدا کړل ، دمجاهدينو پر وړاندې طالبان ، د طالبانو پر وړاندې شته افغان حکومت او اوس يې دې دواړو پر وړاندې داعش را پيدا کوي چي دغه يي يوه بله پروژه ده . تر څو چي د امريکا لپاره د افغانستان په شان يو بل بديل هيواد پيدا شوی نه وي د نشه يي توکو قاچاق او داسې نور تر هغې به دغه ترهګر امريکا په افغانستان کې همداسې جنګ روان ساتي . بل خوا د ترهګرو ډلو ځالې ، پټان ځايونه ، روزنیز مرکزونه په ترهګر پاکستان کې دي امريکا او هغه ملاتړ کونکي هيوادونه ته ښه مالوم دي خو دی د جګړې لپاره افغانستان ته راځي ترهګر پاکستان کې روزل کيږي . ښه بیلګه يي اسامه چيرته ووژل شوې ، ملا عمر چيرته ووژل شوې ، ملا منصور چيرته ووژل شوې او د حقانی ډله چيرته ده . زه فکر کوم چي اسامه نده وژل سوی هغه په نيويارک خپل تجارت پر مخ وړي او هلته د‌امريکا يي چاروکو سره په روان جګړه کې مرسته کوي . لنډه دغه ده جګړه امريکا پيل کړي او همداسې يي روانه ساتي ترهګر په پاکستان کې دي جنګ په افغانستان کې دغه کوم منطق مني . سلام ټايمز نشرات مو ښه شوی دي خو اپډيټ زيات کړی او سپانسر مو هم زيات کړی چي تر ټولو ورسېږي مينوال به مو نور هم زيات شي

ځواب ورکړئ