امنیت

د تهران له خوا د طالبانو ملاتړ د افغانستان د پراختیایي پروژو مخه نیولې ده

د عمر راپور

چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایي چې د ایران رژیم په افغانستان کې په غټو بېخبنایي پروژو کې، چې کېدای شي مهم کاري فرصتونه او خدمتونه رامنځته کړي، لاسوهنه کوي.‌ [عمر]‌

هرات -- افغان چارواکي وایي چې د ایران د رژیم له خوا دوامداره لاسوهنه او له طالبانو څخه د هغوی ملاتړ د دې سبب شوي چې د بخش اباد بند په شمول په فراه او هرات ولایتونو کې په لویو اقتصادي پروژو باندې کارونه ودرېږي.

تهران له ډېر وخت راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي او افغان امنیتي چارواکي وایي چې هغوی د طالبانو د هغه برید تر شا لاس درلود چې غوښتل یې د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې فراه ښار ونیسي.

په ورته ډول، د طالبانو یوه ګروپ چې د ۱۳۹۶ د وري په میاشت کې په هرات کې پولیسو ته تسلیم شول، وویل چې د ایران رژیم د هغوی مشرانو ته امر کړی چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګازو د پایپ لاین مخه ونیسي.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، «له هماغه اولې ورځې څخه چې د بخش اباد د بند د جوړونې لپاره د طرحې او سروې کار پیل شو، طالبانو په فراه باندې فشار زیات کړی دی.»

د مرغومي په ۲۶مه د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند کې د رغونې کار روان دی. [عمر]

د مرغومي په ۲۶مه د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند کې د رغونې کار روان دی. [عمر]

د مرغومي په ۲۶مه يو افغان عسکر په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند کې د رغونې کار روان دی. [عمر]‌

د مرغومي په ۲۶مه يو افغان عسکر په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند کې د رغونې کار روان دی. [عمر]‌

قانع وویل، طالبان د ایران له حکومت څخه امرونه ترلاسه کوي. د هغوی مشران، چې د سرحد ابلې خوا ته ناست دي، له ایران څخه حکمونه ترلاسه کوي چې تاوتریخوالی خپور کړي او په بند باندې د کار مخه ونیسي.

قانع زیاته کړه، «فراه یو لوی او زراعتي ولایت دی، او د بخش اباد بند جوړښت کولی شي چې په فراه کې په اقتصاد باندې تاثیر ولري. هغه کولی شي چې له فراه سیند څخه ایران ته بهېدونکې اوبه کمې کړي.»

هغه وویل، «مونږ په افغان حکومت باندې غږ کوو چې د اوبیزو منابعو په هکله تصمیم روښانه کړي چې په فراه ولایت کې د ایران د حرص او لاسوهنې مخه ونیول شي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «په وروستیو کلونو کې، په هرات ولایت کې په اکثرو پرمختیایي پروژو باندې کار ټکنی شوی دی.»

هغه وویل، «دوه کاله مخکې، طالبانو یو شمېر هغه انجنیران چې په هرات کې یې د یوې تعمیراتي کمپنۍ لپاره کار کاوه، ووژل. هغوی څو ځلې هڅه وکړه چې د سلما بند او پاشدان بند په شمول بندونو باندې د کار مخه ونیسي.»

فرهاد زیاته کړه، «په دې کې شک نشته چې طالبان له ځانګړیو هېوادونو څخه ملاتړ ترلاسه کوي، او هغوی [طالبان] له هغوی [هېوادونو] څخه حکمونه ترلاسه کوي چې په لویو اقتصادي پروژو باندې کار ودروي.»

هغه وویل، «ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د بېخبنا د پروژو په بشپړولو کې له ناکامۍ څخه ګټه اخلي.»

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، «طالبان په ټول قوت هڅې کوي چې د پرمختیایي پروژو مخه ونیسي.»

هغه وویل، «که طالبانو ناامني نه وای جوړه کړې، اوس به د بخش اباد په شمول په ډېرو پرمختیایي پروژو باندې کار پرمخ تللی وای.»

د ایران د لاسوهنې په وړاندې مبارزه

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل، «د اقتصادي پروژو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا لاسوهنه څرګنده ده.»

کامل وویل، «هغوی تل زمونږ په چارو کې لاسوهنه کړې ده. ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې افغانستان یو نېکمرغه او پرځان بسیا هېواد شي ځکه هغوی تل غوښتي چې افغانستان د هغوی د تولیداتو لپاره د خرڅلاو بازار واوسي.»

هغه زیاته کړه،د هرات په صنعتي ښارګوټي کې اکثرو فابریکو تولیدات ودرولي دي. بدیل تولیدات په ناقانونه سرحدي لارو له ایران څخه افغانستان ته راځي او په ټیټو قېمتونو خرڅول کیږي چې په افغانستان کې د پانګونې د سړېدلو سبب کیږي.

کامل وویل، «د افغانستان د اوبو د کنټرولولو لپاره د ایران لاسوهنه ډېره ښکاره ده. د فراه په بخش اباد بند باندې کار ولې نه پیلېږي؟»

هغه د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا پروژې (تي ای پي/تاپ) ته په اشارې وویل، «ولې د سلما بند جوړولو ۴۰ کاله وخت ونیو، او ولې په افغانستان کې په تاپي او تاپ پروژو باندې کار پیل نشو؟»

د افغانستان د مدني ټولنې د جرګې رییس عزیز رفیعي وویل، «ځینې ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې د اوبو د بندونو په څېر لویو اقتصادي پروژو په وړاندې غبرګون ښیي.‌ که توافق نه وي بیا دغه هېوادونه د ناامنۍ، لاسوهنې او سیاسي فشار په څېر تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.»

هغه زیاته کړه، «د ناامنۍ حالات د لاسوهونکو هېوادونو په تېره بیا دګاونډیانو لپاره یو ښه فرصت دی چې په هېواد کې پرمختیایي پروژې ټکنۍ کړي.»

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې سکینې حسیني وویل، «ټول افغانان باید د خپلو ملي پروژو د خوندي کولو لپاره لاسونه سره ورکړي او په دې برخه کې هېڅ هڅې ونه سپموي.»

حسیني وویل، «د حکومت وسله وال مخالفان باید د ګاونډیو هېوادونو د چلوټو ښکار نشي او د لویو ملي بېخبنایي پروژو له ویجاړولو څخه ځانونه وساتي.»

هغې زیاته کړه، «افغانستان د اوبیزو سرچینو په پراختیا او مدیریت کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي، او ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې هغه لاسته راوړنې له مونږ څخه غلا کړي، خو افغانان د دغو ګواښونو په وړاندې کلک ولاړ دي.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، «هېڅ هېواد نشي کولی چې په افغانستان کې د پرمختګ مخه ونیسي او د لویو اقتصادي پروژو تطبیق ودروي. مونږ ګاونډي هېوادونه دې ته نه پرېږدو چې په کور دننه زمونږ ملي پروژې ټکنۍ کړي.»

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه له عامو خلکو سره یوځای دغه ملي پروژې خوندي کوي.

له طالبانو څخه وروسته بیارغونه

د ایران رژیم او طالبان هڅه کوي چې د هغو کوچنیو او لویو اقتصادي بېخبنایي پروژو د تطبیق مخه ونیسي چې له ۱۳۸۰ کال راهیسې یې د افغانانو اقتصادي شرایطو او هوساینې ته وده ورکړې ده.

دغو اقتصادي پروګرامونو چې د نړۍ والې ټولنې په ملاتړ تطبیق شوي، په زرګونو کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.‌

د کرنې د وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، «په تېرو پنځو کالو کې، د هېواد په ۳۴ واړو ولایتونو کې په سلګونو کوچنۍ او غټې زراعتي پروژې تطبیق شوي او په زرګونو جریبو [۱ جریب - ۰.۲ هکتاره] زراعتي ځمکې ته اوبه ور رسول شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «ډېره مرسته د اسیایي پرمختیایي بانک، نړۍ وال بانک، ځینې اروپایي هېوادونو، متحده ایالاتو، استرالیا، هندوستان او د یو شمېر نورو هېوادونو له خوا شوې ده.»

رستمي وویل، «د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۶۴۰۰۰۰ څخه ډېرو بزګرانو له پرمختیایي پروژو څخه ګټه اخیستې ده.»

هغه زیاته کړه، «د کرنې سکتور سره شویو مرستو څخه له ۱۳۰۰۰۰ څخه ډېرو ښځو هم ګټه اخیستې ده. دغو ښځو ته زرغونې خونې، باغچې، د چرګانو فارمونه او د زعفرانو پټي جوړ کړای شوي دي.»

د هرات والي رحیمي وویل، «مونږ په هرات ولایت کې د اوبو او زراعت په برخو کې یو شمېر پروژې لرو، د سلما بند یو له داسې پروژو څخه دی چې له اوبو څخه ډک دی، او برېښنا هم تولیدوي.»

هغه زیاته کړه، «دا بند زمونږ ګاونډي دوست هندوستان جوړ کړی دی.»

رحیمي د هرات په ختیځ کې په کروخ ولسوالۍ کې یوه بند ته په اشارې وویل، «په پاشدان بند باندې کار په چټکۍ سره پرمخ روان دی، او هڅې کېږي چې رغونه یې له پلان سره سمه ترسره شي.»

هغه وویل، په هرات کې د سلما بند له جوړېدلو راهیسې زراعت وده کړې او په سلګونو بزګران په خپلو پټیو کې په کار کولو بوخت دي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ تمه لرو چې په هرات کې د اوبه لګولو د سیستم د ودې لپاره به په سلګونو میلیونه ډالر پانګونه وشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500