امنیت

ناټو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سولې هڅو څخه 'پوره ملاتړ' کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ناټو عمومي منشي ینست ستولتنبرګ د زمري په ۱۵مه د نیوزیلنډ په مرکز ویلینګټن کې رسنیو ته خبرې کوي. [مارټي میلويل/ای اېف پي]

د ناټو عمومي منشي ینست ستولتنبرګ د زمري په ۱۵مه د نیوزیلنډ په مرکز ویلینګټن کې رسنیو ته خبرې کوي. [مارټي میلويل/ای اېف پي]

بروسلز -- د ناټو عمومي منشي د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۲مه/ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره له طالبانو سره د یوې کېدونکې هوکړې په هکله له خبرو کولو څخه وروسته وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د امریکا د هڅو «بشپړ ملاتړ» کوي.

پومپیو په داسې حال کې چې واشنګټن هڅه کوي چې له طالبانو سره یوه هوکړه نهایي کړي، په بروسلز کې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ سره وکتل. تر دې هوکړې لاندې به متحده ایالات خپل څو زره عسکر وباسي او په مقابل کې به یې له یاغیانو څخه امنیتي تضمینونه واخلي.

د دې هوکړې هدف دا دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پرمخ مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

ستولتنبرګ په یوه ټویټ کې وویل، «د روانو امنیتي مسایلو په هکله له وزیر پومپیو سره ګټورې خبرې وشوې. ناټو په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو د هڅو ملاتړ کوي. زه وروستۍ وحشیانه حملې غندم او ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ کولو ته ژمنه ده.»

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۱۱مه په کابل کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ګوري چې له طالبانو سره د احتمالي هوکړې د جزیاتو په هکله خبرې اترې وکړي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۱۱مه په کابل کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ګوري چې له طالبانو سره د احتمالي هوکړې د جزیاتو په هکله خبرې اترې وکړي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د ستولتنبرګ ټویټ وروسته له هغه خپور شوی چې یوې زورورې چاودنې د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۱مه/ په کابل کې د استوګنې په یوه سیمه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل.

د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست او ولسمشر اشرف غني وغانده. دغه برید په داسې حال کې وشو چې د افغانستان لوی تلوېزیون سټېشن طلوع نیوز د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کړې مرکه خپروله.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له غني او اجرايه رییس عبدالله عبدالله سره په کابل کې له طالبانو سره د احتمالي تړون د جزیاتو په هکله خبرې اترې وکړې.»

په اصولو کې موافقه

خلیلزاد افغان مشرانو ته د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د خبرو په هکله د معلوماتو ورکولو څخه څو ساعته وروسته طلوع نیوز ته وویل، «هو، مونږ په اصولو کې یوې هوکړې ته رسېدلي یو. البته، څو چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ پرې هوکړه ونه کړي هغه نه نهایي کیږي. نو، دا وخت، مونږ په دغسې مرحله کې یو.»

خلیلزاد وویل، متحده ایالات د اسلامي امارت، چې طالبان غواړي په هېواد کې یې تاسیس کړي، ملاتړ نه کوي.

د عسکرو د کمولو په مقابل کې به طالبان ژمنه کوي چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او له افغان حکومت سره به د یوه نهایي اوربند لپاره مذاکرات پیلوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500