امنیت

طالبانو د سولې د ولسي حرکت غړي وتښتول او ویې وهل

د رازق کندهاري راپور

طالب اورپکو د سولې د ولسي حرکت یو غړی سید رحیم امېد په هلمند ولایت کې ونیو او شکنجه یې کړ. هغوی هغه ته اخطار ورکړ چې له یاد حرکت سره بیا یوځای نشي،‌ خو هغه کابل ته له کډه کېدلو څخه وروسته بیا ورسره یوځای شو. [د سولې ولسي حرکت]

هلمند -- د سولې د ولسي حرکت غړي وایي، طالبان د حرکت غړي ځوروي، تښتوي او شکنجه کوي او هڅه کوي چې هغوی د سولې په هکله د خپل پیغام له خپرولو څخه منع کړي.

دغه حرکت چې د هلمند د سولې کاروان په نامه هم یادېږي، تېر کال هغه وخت نړۍ وال پام ور واړاوه چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په پښو وګرځېدل او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

دا حرکت د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې له یوه مرګوني بمي برید څخه وروسته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه ۵۰ ورځني پرلت په بڼه پیل شو.

د سولې د ولسي حرکت یوه غړي او د هلمند ولایت د چاه انجیر سیمې اوسېدونکي سید رحیم امېد له طالبانو سره د ۹ ورځني بند په هکله خبرې وکړې.‌

په دې عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، سید رحیم امېد د طالبانو له ۹ ورځني بند څخه له را خوشې کېدلو وروسته لیدل کیږي. طالبانو د سولې ولسي حرکت کې د برخه اخیستنې له امله هغه شکنجه کړی دی. [د سولې ولسي حرکت]

په دې عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، سید رحیم امېد د طالبانو له ۹ ورځني بند څخه له را خوشې کېدلو وروسته لیدل کیږي. طالبانو د سولې ولسي حرکت کې د برخه اخیستنې له امله هغه شکنجه کړی دی. [د سولې ولسي حرکت]

د هلمند ولایت په لسګونو اوسېدونکیو، د ۱۳۹۷ د وري په ۴مه یوه ورځ وروسته له هغه چې په چاوېدونکیو توکو سمبال یو موټر په دغه ښار کې له یوه لوبغالي څخه بهر وچاودېد، په لښکرګاه کې خېمه ودروله.‌ په بینر لیکل شوي، «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- د سولې ولسي حرکت.» [ضیأ ثمر]

د هلمند ولایت په لسګونو اوسېدونکیو، د ۱۳۹۷ د وري په ۴مه یوه ورځ وروسته له هغه چې په چاوېدونکیو توکو سمبال یو موټر په دغه ښار کې له یوه لوبغالي څخه بهر وچاودېد، په لښکرګاه کې خېمه ودروله.‌ په بینر لیکل شوي، «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- د سولې ولسي حرکت.» [ضیأ ثمر]

طالبانو امید د زمري په ۲۰مه وتښتاوه او د زمري په ۲۹مه یې وروسته له هغه راخوشې کړ چې د هغه تره او پلار اورپکو ته لیکلی اطمینان ورکړ چې امېد به له یاد حرکت سره بیا نه یوځای کیږي.

هغه وویل، «هغوی زه په زنځیرونو وتړلم. هغوی زه د نیول کېدلو په دویمه ورځ سخت ووهلم او پوښتنه یې رانه وکړه چې ...‌ د سولې ولسي حرکت کې برخه وانه خلم.»

هغه وویل، «طالبانو ماته وویل چې زه باید د سولې د ولسي حرکت غړو سره ونه ګورم او نه ورسره په ټیلیفون خبرې وکړم.»

امېد د راخوشې کېدلو د مصؤنولو لپاره،‌ پخپله هم طالبانو ته لیکلې ژمنه ورکړې چې هغه به د سولې په برخه کې خپلو فعالیتونو ته بېرته ور ستون نشي.

خو په کابل کې د طالبانو له خوا د ور رسېدلو ټپونو له تداوۍ څخه وروسته، امېد بېرته د سولې ولسي حرکت سره یوځای شو او د خپل چمتووالي په هکله یې په ښکاره خبرې وکړې.

تېره اونۍ، طالبانو په هلمند ولایت کې د امېد پلار وروسته له هغه ونیو چې پوه شول چې امېد په کابل کې له رسنیو سره د خپلې شکنجې او توقیف په هکله خبرې کړي دي. هغوی د هغه پلار یوه ورځ وروسته له هغه خوشې کړ چې د سیمې اوسېدونکیو د طالبانو پر ضد احتجاج وکړ.

د سولې د غوښتنو د چوپ کولو هڅې

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وویل، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دغه ګروپ ځوروي.

هغه وویل، «له دې مخکې، طالبانو د حرکت ځینې نور غړي هم په فزیکي او ذهني توګ شکنجه کړي ول.»

وطندوست وویل، «طالبانو د حرکت یو بل غړی د یوې میاشتې په مخه په پکتیا ولایت کې بندي کړي وو. له هغه نه څو ورځې مخکې، طالبانو د سولې د حرکت یو ړوند غړی وتښتاوه... او د لښکرګاه په عینک سیمه کې یې د ټوپک په وسیله ګواښ ورته وکړ.»

هغه وویل، «په ورته ډول، طالبانو د سولې د ولسي حرکت غړي... په غزني او ځینې نور د هغوی په سیمو کې په خپلو کورونو کې ایسار کړي ول.»

وطندوست زیاته کړه،‌ «څه وخت مخکې، طالبانو د سولې د ولسي حرکت یو غړی په زابل ولایت کې ورغوښتی وو او اخطار یې ورکړی وو چې هغه باید له یاد حرکت څخه لاس واخلي.»

وطندوست وویل، د حرکت غړو مخکې د طالبانو له خوا د ځورونې د دغه ډول پېښو په هکله رسنیو ته معلومات نه څرګندول ځکه هغوی نه غوښتل چې د سولې روانو خبرو ته ستونزې راپورته کړي.

هغه وویل، «مونږ نور نشو کولی چې دغه وضعه او د طالبانو له خوا ځورونه تحمل کړو.»

په طالبانو باور مه کوئ

په ولسي جرګه کې د هلمند یوه استازي محمد کریم اتل د سولې د فعالیتونو پر ضد د طالبانو کارونه وغندل.‌

هغه وویل، «مونږ په هغو جرمونو چې طالبانو د سولې د ولسي حرکت د غړو پر ضد ترسره کړي دي انتقاد کوو او هغه له بشري او شرعي اصولو څخه سرغړونه بولو. طالبان د سولې دښمنان او د خارجیانو ګوډاګیان دي، او له دې امله هغوی هغه خلک زوروي چې سوله غواړي او د سولې لپاره کار کوي.»

اتل له طالبانو څخه وغوښتل چې د بهرنیو ادارو له نفوذ څخه ځانونه راوباسي او د سولې لاره ونیسي.‌

هغه وویل، «زه په طالبانو غږ کوم چې نور د خارجیانو غلامان پاتې نشي. راشئ او د خپلو ورونو تر څنګ د خپل وطن د نېکمرغۍ لپاره کار وکړئ. تاسو له هر افغان -- ملکیانو او امنیتي ځواکونو -- سره دښمني پاللې ده. دا ستاسو جهالت او حماقت ښیي.»

د زابل د ولایتي شورا یوه غړي عطاء جان حق بیان وویل، «طالبانو بیا ثابته کړه چې هغوی د خارجیانو جاسوسان دي او هغوی هر هغه څه کوی چې باداران یې ورته وایي.‌ مونږ د سولې د ولسي حرکت پر ضد د هغوی ظلمونه غندو او په نړۍ واله ټولنه او افغان حکومت باندې غږ کوو چې په دغو ترهګرو طالبانو باندې باور ونه کړي»

هغه وویل، «طالبان تل ملکي خلک په نښه کوي. هغوی هېڅکله داسې څه نه دي کړي چې عام خلک پرې خوشحال شي.»

هغه زیاته کړه، «د سولې ولسي حرکت زمونږ د غریب افغان ولس غږ دی. سوله د الله پیغام دی، خو له بده مرغه چې دا بدبخت خلک حتی د اسلام پر ضد هم دښمني کوي.»

حق بیان وویل، «طالبان دروغ وایي او وایي چې هغوی سوله کوي. طالبان د سولې او امنیت دښمنان دي. هیڅوک هم باید په هغوی باندې باور ونه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500