امنیت

د خبرو له ودرېدلو څخه وروسته د طالبانو مشران ځانونه په کمزوري موقف کې ویني

سلام ټایمز

د طالبانو جیګپوړي مشران د زمري په ۴مه اندونیزیا ته په یوه سفر روانېږي. [آرشیف]

د طالبانو جیګپوړي مشران د زمري په ۴مه اندونیزیا ته په یوه سفر روانېږي. [آرشیف]

کابل -- د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ د افغان حکومت،‌ امریکایي مرکچیانو او د طالبانو د مشرانو تر منځ د سولې د خبرو له لغوه کېدلو څخه وروسته، طالب مشران خپل ځانونه په یوه کمزوري موقف کې ويني.

تېره اونۍ د سولې د مذاکراتو په وروستیو شېبو کې په کابل کې له ۳۰ څخه ډېر کسان د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول، او د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې دې ته وهڅاوه چې د یکشنبې د ورځې پلان شوې «پټه» کتنه لغوه کړي.

ټرمپ د شنبې په ورځ /د وږي ۱۶مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «په دې پلان تقریباً هیڅوک نه وو خبر چې د طالبانو جیګپوړو مشرانو او له هغوی څخه جلا د افغانستان ولسمشر د یکشنبې په ورځ په کمپ ډیویډ کې په پټه له ما سره کتل. هغوی نن شپه متحده ایالاتو ته راتلل.»

ټرمپ وویل، طالبانو اعتراف وکړ چې د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ موټربمي برید هغوی ترسره کړی «چې په ناوړه ډول فشار وارد کړي».

عادي طالبانو، چې دوه یې دلته د زمري په ۲۱مه په یوه عکس کې لیدل کیږي، د خپلو مشرانو د کارونو په هکله اندېښنې څرګندې کړي، او ځینو یې د هغوی په وړاندې ان ښکاره مخالفت ته لاس اچولی دی. [ارشیف]

عادي طالبانو، چې دوه یې دلته د زمري په ۲۱مه په یوه عکس کې لیدل کیږي، د خپلو مشرانو د کارونو په هکله اندېښنې څرګندې کړي، او ځینو یې د هغوی په وړاندې ان ښکاره مخالفت ته لاس اچولی دی. [ارشیف]

یو ټپي شوی سړی د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. دا برید د هغو څو بریدونو له منځه یو وو چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په ترڅ کې ترسره کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. دا برید د هغو څو بریدونو له منځه یو وو چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په ترڅ کې ترسره کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې دغې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان ووژل او ۴۲ نور یې ټپیان کړل.

د ټرمپ په ټویټ کې راغلي، «دا به څه رقم خلک وي چې د چنو وهلو لپاره د خپل موقف د قوي کولو په پار دومره ډېر خلک ووژني؟ هغوی نور هېڅ ونه کړل، بلکې کار یې له بد نه بدتر کړ!»

د تېرې اونۍ په ترڅ کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی ښيي چې طالب مشران په دې توګه له یوه څرګند تکتیک څخه استفاده کوي: یاده ډله په دوامداره توګه ملکي افغانان وژني څو په دې توګه په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو متحدینو باندې د مذاکراتو په مېز باندې د سولې په خبرو کې فشار وارد کړي.

د ټرمپ دې اعلان چې هغه «د سولې مذاکرات لغوه کوي» د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سخت زیار پرمخ تللې او د نژدې یوه کال اوږده پروسه -- لږ تر لږه د اوس لپاره -- پای ته ورسوله. خلیلزاد له طالبانو سره په ۹ مرحلو کې خبرې ترسره کړې چې ډېرې یې په قطر کې وشوې.

که څه هم طالبانو ګواښ وکړ چې لا ډېر تاوانونه به ورسوي او واشنګټن هم ویلي چې هغوی به د اورپکو پر ضد جګړه کې نرمي ونه کړي، دواړو غاړو د خبرو د ترسره کولو لپاره دروازې پرانستې ساتلې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یکشنبې په ورځ د تلوېزیوني مرکو په لړ کې خبرو ته بېرته ورستنېدل رد نه کړل، خو ویې ویل چې متحده ایالاتو له طالبانو څخه «کلک تعهد» غوښته او په یاده ډله یې تاکید کاوه چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت سره چې په نړۍ واله سطحه په رسمیت پېژندل شوی دی، له خبرو کولو څخه د اوږدې مودې انکار پای ته ورسوي.

پومپیو خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به په طالبانو باندې «فشار کم نه کړي»، او ویې ویل چې امریکایي ځواکونو یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر یاغیان وژلي دي.

د طالبانو د پېچلي چلند تاریخچه

طالبان لا هم خپل پېچلی چلند پرمخ بیایي، چې په کې ځانونه سولې او نړۍ والو تړونونو ته متعهد ښیي، په داسې حال کې چې د ځانمرګو بمي بریدونو او د وژنو په هکله په ویاړ کولو سره کریډیټ ترلاسه کول غواړي.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي، «د خبرو اترو ځنډول ..‌. به د بل هر چا په نسبت پخپله امریکا ډېره ژوبله کړي».

خو افغانان چې له لسیزو راهیسې د طالبانو ظلمونو او دروغو ځپلي دي، د طالبانو دغو ادعاوو ته اهمیت نه ورکوي.

میر دل چې ۵۲ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، که طالبانو «سوله منلی، هغوی باید اوربند اعلان کړی وای او بیا باید خبرې پرمخ تللې وای.»

۲۲ کلن احمد جاوېد ای اېف پي ته وویل، «دا د طالبانو لپاره یو ښه فرصت وو، خو ضایع شو ځکه چې هغوی حملې ونه درولې.»

نورو د سولې د خبرو ودرول وستایل او ویې ویل چې داسې وېره وه چې وضعه بېرته د طالبانو د واکمنۍ وخت ته ستنه شي.

احمد اکبري چې ۲۴ کاله عمر لري او دوکانداري کوي، وویل، «زه پخپله په دې خوښ یم چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې ناکامې شوې.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «که طالبان په کوم شکل بیا راشي، وطن به بیا پر شا تګ وکړي، او افغانستان به بیا منزوي شي.»

له طالبانو سره د عامو خلکو ملاتړ وروسته له هغه کم شو چې یادې ډلې له تاوتریخوالي څخه استفادې او د عامه تاسیساتو ویجاړولو، لکه د برېښنا پرې کولو او د تیلیفوني شبکو لاسرسي له منځه وړلو ته دوام ورکړ.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه کارپوه نبي مصداق وویل، «طالبانو هڅه کوله چې د بې ګناه افغانانو په وژلو او د هېواد په ورانولو سره امتیازات ترلاسه کړي، خو د هغوی زیاتو شویو بریدونو ثابته کړه چې له دغې ډلې سره جوړجاړی ناشونی دی.»

هغه وویل، «هغوی یو غټ فرصت له لاسه ورکړ.»

د طالبانو کمزوری کېدونکی موقف

د سولې خبرې د طالبانو لپاره په یوه حساس وخت کې وځنډول شوې.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر سید عالم هاشمي وویل، «دا ناشونې ده چې طالبان د زور د کارولو او د ملکي خلکو د وژلو له لارې قدرت ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «د قطر خبرې د طالبانو لپاره یو غټ فرصت وو، خو د دغې ډلې مشرانو د غلطو پرېکړو په کولو سره له لاسه ورکړ. اوس چې خبرې لغوه شوي او په طالبانو باندې نظامي فشار زیاتېږي، د هغوی لپاره یو خطرناک راتلونکی انتظار کوي.»

له نظامي پلوه، طالبانو ونشوای کولی چې هېڅ لوی ملکي مرکز کنټرول کړي ځکه چې افغان ځواکونه د دغې اورپکې ډلې د بریدونو په شا تمبولو ته دوام ورکوي.

په تر ټولو وروستي وار کې، طالبانو د وږي په ۹مه هڅه وکړه چې د کندوز ولایت کندوز ښار ونیسي. په ورپسې ورځ، هغوی د ګاونډي بغلان ولایت په مرکز پلخمري باندې عملیات پیل کړل.

افغان ځواکونو دواړه بریدونه په څو ساعتونو کې دننه په شا وتمبول، او په لسګونو طالب اورپکي یې ووژل. کندوز ښار چې په ۱۳۹۴ کال کې د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاس ته ورغلی وو، د وږي په ۱۱مه بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، «د طالبانو ټول بریدونه چې د مذاکراتو په مېز د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره پيل شوي وو، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هڅو مات کړای شول.»

که څه هم چې طالبان د روسیې او ایران په شمول د بهرنیو هېوادونو څخه وسلې ترلاسه کوي، هغوی نشي کولی چې له افغان ځواکونو سره چې په ډېر عصري او بهتر ډول مجهز دي، سیالي وکړي.‌

د طالبانو مشران له زیاتېدونکيو داخلي اختلافاتو سره هم مخامخ دي. په یوه لویه وروستۍ پېښه کې، د طالبانو یوې جلا شوې ډلې د پاکستان له کوېټې ښار سره نژدې په یوه جومات د حملې په ترڅ کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ورور د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

دا وروستۍ وژنه د طالبانو د دواړو ډلو تر منځ تر ټولو وروستی تاوتریخوالی دی.

په هرات کې د محلي مقاماتو په وینا، په تېرو درې کالو کې له دواړو غاړو څخه له ۳۰۰ څخه ډېر جنګیالي وژل شوي او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه، د افغان ځواکونو له خوا د فشار په زیاتېدلو او د دې خبرې په درک کولو سره چې د طالبانو جنګ «جهاد نه دی» په سلګونو طالب جنګیالي محلي مقاماتو ته تسلیم شوي دي.‌

په داسې حال کې چې د طالبانو د مشرانو د پټو تجارتونو او شتمنیو په هکله راپورونه رابرسېره کېږي، او د هغوی د ډلې عادي غړي له فقر، ستونزو او مړینې سره مخامخ دي، ملاتړي یې د هغوی پر ضد سخت عکس العمل ښیي.

دا وضعه ان د دې سبب شوې چې یو شمېر ناراضه طالب جنګیالي، چې نه غواړي تسلیم شي، له داعش سره یوځای شي. داعش داسې ډله ده چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په زیاتېدونکي ډول طالبان وژني او تر واک لاندې سیمې یې نیسي.

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولی طالبان نه غواړی چې په دی زوریدلی هیواد کی سوله راسی ایا کوم دلیل لری چې دوي یې وړاندی کړی. موژ افغانان خو نور له دی ناوړه جګړی څخه ستړی سوی یو راتلونکی نسل به موهم ددی پردی جګری ښکار وی ایا که چیری زموژ راتلو نکی نسل زموژ له مشرانو څخه وپوښتی او ووایې چې داجګړه له کومې خوا پرموژ تپل سوی ګټې یې څوک وړي ځواب به مو څه وي ورته. قریب یوکال پوره کېژي چې دسولي په نوم تش په نامه خبري روانې دې ولې یې پایلې نه څرګندیژي لاهم دسولي په خبرو برسیره چاودنې، چریک، چسپکي ماینونه، په لویو لارو جګړی کمینونه دطالبانو ګومرکات داهغه لوی ناخوالې دی چې ددی هیواد اولس هره ورځ ورسره لاس او ګریوان دی. اخیر ترکله به بیګنا وژل کیژو ترکومه پوری به میندي بوري کېژی ماشومان به بی پلاره کېژي خوندي به بی وړونو کیژي ترکله. ددی خوارو او مظلومو اولسونو کورنیو چې هره ورځ په یوه اوبل نوم باندی وژل کېژي ددوي دساتني په موخه څـــــــــــــــــوک ځـــــواب لری. ایاموژ دازاد ژوند کولو حق نلرو چې په خپل هیواد کی یې وکړو ترڅو به دتوپک دخولې سه ځغلو. موژ داسي کس نلرو چې هغه دولت او دا دولت ترمنځ راسی او دهغوی دموخو پوښتنه هم وکړی او ددی دولت دراتلونکی نیول سوو موخو پلتنه هم وکړی چی ایا دادواړه ددی هیواد لپاره قربانی ورکوی او که دخپلو ګټولپاره یې په موژ بیګنا اولس باندی ســـــپــــیـنه ورځ تــــــوره شـــپـــه کــــړی ده. بله داچې تراوسه مو دریاست جمهوری ټاکونو ته دګوتو په شمیر ورځـــې او شــــپې لا پاته دی دلته په یو اوبل نومونو باندی ځـــانګړی او مخفی ګوندونه نا امني ته پراخه لمن وهې داسی څوک نسو پیدا چي دوی سره کښــــینوی او تری وپوښتـــې چـې ولی دچالپاره تاسی داسی ناکاره او ددولت په خلاف ناوړه کارونه کوی

ځواب ورکړئ

په نژدې راتلونکي کې به حتی د طالبانو قوماندانان هم د انزوا او یوازېتوب د احساسولو له امله پښېمان شي، خو څه ګټه به ورته ونه لري، نه خلک او نه ملت او نه د پوهې په ګاڼه سمبال نسل به د دغې جنایتکارې ډلې له تاوتریخوالي څخه ډک او افراطي موقف ملاتړ وکړي، او هغوی به هېڅکله هم له دې سره موافقه ونه کړي چې دغه جنایتکاران بیا واک ترلاسه کړي. طالبان د انزوا خواته روان دي او کله چې حکومت او ملت د هغوی پر ضد لاسونه سره ورکړي، هغوی به هېڅ شی هم ونشي کولی.

ځواب ورکړئ

زه واقعاً د طالبانو له نظریې او عقایدو څخه کرکه لرم. زه نه غواړم چې هغوی قطعاً زما په هېواد کې حکومت وکړي. مرګ په طالبانو.

ځواب ورکړئ

که طالبانو په ریښتیا هم سوله غوښتله، په لومړي قدم کې به هغوی اوربند اعلان کړی وای او د ملکي خلکو وژل به یې ودرولي وای، او همدارنګه هغوی به په هېواد کې دننه دوه اړخیز بین الافغاني مذاکرات شروع کړي وای.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د بل هېواد له خوا حمایه کیږي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان نه پرېږدي چې مونږ ازاد ژوند وکړو. که تاسو د هغوی عقاید ونه منئ هغوی تاسو او ستاسو کورنۍ وژني.

ځواب ورکړئ