امنیت

د کندوز اوسېدونکي د طالبانو له برید څخه وروسته د ژوند د ناوړو شرایطو په هکله خبرې کوي

د هدایت الله راپور

د ملي امنیت ریاست د ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری د وږي په ۱۰مه له خیرک غونډۍ څخه د کندوز ښار لوېدیځې برخې ګوري. [هدایت الله]‌

د ملي امنیت ریاست د ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری د وږي په ۱۰مه له خیرک غونډۍ څخه د کندوز ښار لوېدیځې برخې ګوري. [هدایت الله]‌

کندوز -- د کندوز ښار اوسېدونکي، چې وار له مخه د طالبانو له یوه وروستي برید څخه وروسته د خپلو عزیزانو په وژنه ویر کوي، د برید له امله د ژوند له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

طالبانو د وږي په ۹مه له څلورو خواوو څخه په کندوز ښار بریدونه پیل کړل چې د سیمې کنټرول ترلاسه کړي. هغوی د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول، چې په نتیجه کې یې اورپکو ته درانه تلفات ور واوښتل.

د کندوز د سیمه ییز روغتون رییسې مرضیه سلام یفتلي وویل، د کندوز سیمه ییز روغتون ته د جنګ له امله د ۶ ملکي کسانو جسدونه او ۷۵ ټپیان راوړل شوي دي.

افغان مقاماتو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ وویل چې په دغه ښار کې امنیتي وضعه عادي حالت ته راګرځېدلې او اوسېدونکیو ته ګواښونه له منځه وړل شوي دي.‌

په دې عکس کې، چې د وږي په ۱۰مه د کندوز ولایت په په کندوز ښار د طالبانو له برید څخه وروسته اخیستل شوی، یو سوزېدلی موټر لیدل کیږي. [هدایت الله]

په دې عکس کې، چې د وږي په ۱۰مه د کندوز ولایت په په کندوز ښار د طالبانو له برید څخه وروسته اخیستل شوی، یو سوزېدلی موټر لیدل کیږي. [هدایت الله]

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، «د امنیتی او دفاعي ځواکونو له خوا د ترسره شویو بریدونو په ترڅ کې، د مهمو مشرانو په ګډون له ۶۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.»

مرادي وویل، «د یادې ډلې په خوندي ځایونو د هوایي بریدونو له امله طالبانو ته درانه تلفات وراوښتي دي. د طالبانو هدف دا دی چې عام خلک ووژني او ویجاړتیاوې رامنځته کړي، او هر ځل چې هغوی په کندوز ښار باندې برید کړی، هغوی تاوانونه په ځانګړې توګه ملکي خلکو ته ور اړولي دي.»

په کندوز ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۱۷مې پامیر قول اردو د ویاند مرستیال عبدالهادي جمال وویل، ګډ افغان ځواکونه پلان لري چې په کندوز ښار او د دغه ولایت په ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي.

په خوراکي توکو او اساسي خدمتونو باندې تاثیر

د کندوز ښار اوسېدونکیو وویل، د طالبانو مرګوني برید ډېر ناوړه تاثیر کړی او د محلي خلکو لپاره یې ژوند سخت کړی ځکه مقاماتو اساسي خدمتونه کم کړي او د شیانو قېمتونه لوړ شوي دي.

په کندوز ولایت کې یوه دولتي مامور عبدالصبور وویل، «جنګ ان د ټکسي په کرایو باندې ناوړه تاثیر کړی دی. یوې ټکسي به چې پخوا له کندوز څخه تخار ته ۲۰۰ افغانۍ (۲.۵۵ ډالر) اخیستلې، اوس ۵۰۰ افغانۍ (۶.۳۹ ډالر) غواړي. د خوراکي توکو قېمتونه هم لوړ شوي دي.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي محمد بدل رجب زاده وویل، د طالبانو برید نه یوازې ملکي خلکو ته تلفات ور واړول بلکې د اساسي خدمتونو ترسره کول یې هم کمزوري کړل.

هغه وویل، په کندوز ښار کې د اوبو تأمین، د برېښنا او ټیلیفون خدمتونه بې ثباته شوي، او په عین حال کې محلي خلک تر داسې ګواښ لاندې ژوند کوي چې طالبان به یې ووژني.

نوموړي وویل، «د یوې ډوډۍ قېمت چې پخوا په ۱۵ افغانۍ (۰.۱۹ ډالر) وه اوس ۵۰ افغانیو (۰.۶۴ ډالرو) ته لوړ شوی، هغه هم چې که پیدا شي. د خدای لپاره، دا جنګ او بدبختي به تر څه وخته پورې روان وي؟ مونږ ښځې او ماشومان ولیدل چې لوڅې پښې یې منډې وهلې او سرپناوې یې لټولې.»

په کندوز کې د عبدالرحیم په نامه یوه مزدورکار چې د خپل کورني نوم له ورکولو څخه یې ډډه وکړه، وویل، هغه د جنګ له امله ونشوای کولی چې کار پیدا کړي.

هغه وویل، «زه یو مزدورکار یم، او زه هره ورځ د کار په لټون پسې د کندوز ښار مرکزي څلورلارې ته ځم. دا دویمه ورځ ده چې ماته چا هېڅ کار نه دی راکړی.»

هغه زیاته کړه، «د یوې ډودۍ قېمت ۵۰ افغانیو ته لوړ شوی دی. یو غریب سړی پیسې له کومه کړي چې خپل د اړتیاوړ ډودۍ او نور توکي پرې واخلي؟»

هغه طالبانو ته په اشاره وویل، «خدای مو تباه کړه، ځکه چې تاسو زمونږ په څېر غریب خلک بدبخت او هلاک کړل.»

د کندوز پوهنتون یوې محصلې راضیه عمري چې ۲۵ کاله عمر لري وویل، «د موبایل فون خدمتونه له دوه ورځو راهیسې بند دي، او مونږ برېښنا او اوبه نه لرو. د خدای لپاره، د کندوز ښار خلک له څه بدبختۍ سره مخامخ دي.»

د کورنیو بې ځایه کېدل

د کندوز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو د چارو ریاست وویل، په کندوز ولایت کې د وروستي جنګ له امله له ۴۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ مجبورې شوې چې خپل کورونه پرېږدي.

د هغو کورنیو له ډلې څخه، ۱۰۰۰ کورنۍ ګاونډیو ولایتونو ته کډه شوي، په داسې حال کې چې ۳۰۰۰ نورې یې د کندوز ولایت نسبتاً خوندي سیمو ته ورغلي دي.

د کندوز د مهاجرینو او راستنېدونکو د چارو رییس غلام سخي رسولي وویل، د یادو کورنیو له ډلې څخه له ۲۰۰۰ څخه ډېرې په ۲۴ ساعتونو کې دننه وروسته له هغه چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو برید په شا وتمباوه او په ښار کې یې امنیت بیا ځای پرځای کړ، خپلو کورونو ته ستنې شوې.

رسولي وویل، «مونږ د جګړه ځپلیو کورنیو سروې پیل کړې ده، او کله چې بشپړه شي، دغه کورنۍ به مرستې ترلاسه کړي.»

د محمد صابر اکبري په نامه یوه سوداګر چې ۴۵ کاله عمر لري او د وږي په ۹مه یې کندوز ښار د کابل په نیت پرېښی دی، وویل، هغه په بغلان ولایت کې د نور جنګ له امله خپل هدف ته ونه رسېد او بېرته کندوز ښار ته ستون شو.‌

هغه وویل، «زه په ډېره سختۍ د کابل په لور روان شوم، خو وحشي ډلې [طالبانو] زمونږ په لاره کې په پلخمري باندې برید وکړ.»

اکبري زیاته کړه، «کله چې مونږ له پلخمری سره نژدې کېله ګي سیمې ته ورسېدو... ومو لیدل چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جنګ له امله په سلګونو د مسافرو موټرونه ولاړ دي.»

هغه وویل، «مونږ په سیمه کې ۲۴ ساعته انتظار وکړ چې که سرک بیا پرانستل شي. کله چې سرک بیا خلاص نشو، مونږ مجبور شو چې له خپلو کورنیو سره یوځای کندوز ښار ته بېرته راستانه شو.»

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سید احمد قادري چې ۳۴ کاله عمر لري هم په سیمه کې د جنګ تاثیر د سر په سترګو لیدلی دی.

هغه وویل، «وروسته له هغه چې په کندوز ښار کې طالبان په شا وتمبول شول، هغوی له بند دوم سیمې څخه د پلخمري په مرکز برید وکړ. دغې نښتې د پلخمري په بېلابېلو برخو کې درې ورځې دوام وکړ او د ۹ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو لویه ټرانسپورټي لاره یې بنده کړه.»

هغه وویل، «ما دوه ناروغ ماشومان چې ۵ او ۹ کاله عمرونه یې لرل ولیدل چې د سرک د بندښت له امله یې ژوند له لاسه ورکړ،» یعنې ماشومانو داسې روغتیایي درملنه ترلاسه نه کړه چې ژوند یې وژغوري.‌

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل، اوس دا لاره د ترافیکو پر مخ پرانستې ده.

بشارت وویل، «کافي شمېر تازه ځواکونه له کابل څخه بغلان ولایت ته رسېدلي‌، او پلان لري چې داسې لوی عملیات ترسره کړي چې متاثرې شوې سیمې تصفیه کړي او پلټنه یې وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان د ټولو خلکو لپاره په ازادۍ باور نه لري. که مونږ د هغوی په څېر عقیده ونه لرو هغوی غواړي چې مونږ ټول له کړاو سره مخامخ شو. نور څه دي چې هغوی ملکي خلک وژني او زمونږ ژوند راخرابوي؟

ځواب ورکړئ