امنیت

د مذاکراتو په ترڅ کې د طالبانو نظامي روزنه د سولې په هکله د هغوی خپله وینا نفي کوي

د سلیمان راپور

دا عکس چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی د طالبانو دوه کمانډو سرتېري په افغانستان کې په یوه نامعلوم نظامي کمپ کې ښیي. [آرشیف]‌

دا عکس چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی د طالبانو دوه کمانډو سرتېري په افغانستان کې په یوه نامعلوم نظامي کمپ کې ښیي. [آرشیف]‌

کابل -- د طالبانو پروپاګند چې د خپلو نویو استخدام شویو کسانو نظامي روزنه ښیي د دې تر ټولو تازه نښه ده چې اورپکي سره له دې چې په مذاکراتو کې برخه اخلي لاکن د سولې کولو هېڅ اراده نه لري.

طالبانو په وروستیو کې په خپل وېب سایټ د «کمانډویانو» عکسونه خپاره کړل،‌ او ادعا کوي چې هغوی په سیمه کې بې جوړې ځواک دی.

دغه ډول عکسونه په داسې حال کې راووتل چې په پام کې وه طالبان د مریلنډ په کمپ ډیویډ - د ولسمشر په ځانګړي ارام سرای - کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او افغان مشرانو سره وګوري. دا کتنه د اورپکو د دوامدارو بریدونو له امله لغوه شوه.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد آصف صدیقي وویل، «طالبان د سولې د مذاکراتو او د جنګ د پای ته رسولو په هکله خبرې کوي، خو په ورته وخت کې هغوی خپل جنګیالي غښتلي کوي او سمبالوي.»

دا عکس چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه نامعلوم کمپ کې په داسې حال کې ښیي چې د درنو وسلو د استعمال طریقه زده کوي. [آرشیف]

دا عکس چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه نامعلوم کمپ کې په داسې حال کې ښیي چې د درنو وسلو د استعمال طریقه زده کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۹مه خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د وسلو تکتیکي روزنه ترسره کوي. [آرشیف‌]

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۹مه خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د وسلو تکتیکي روزنه ترسره کوي. [آرشیف‌]

هغه وویل، «د دې ډلې [طالبانو] د مشرانو په خبرو او عملونو کې تناقضات موجود دي، او دا ښیي چې د هغوی مشران او جنګیالي اراده نه لري چې هېواد ته سوله راولي.»

صدیقي وویل، «د نویو جنګیالیو، چې هغوی یې کمانډو بولي، روزنه ښیي چې طالبان غواړي چې جنګ او وینه تویول دوام ومومي.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو دا کار ښیي چې دا ډله د سولې په مذاکراتو یا د خپلو خبرو په برخه کې ریښتنې نه ده.»

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وویل، «د طالبانو تاوتریخجن شالید او د هغوی په بریدونو کې تازه زیاتوالي چې ډېر ملکي خلک یې ووژل د سولې لپاره د هغوی د ارادو په هکله شکونه زیات کړي دي.»

هغه وویل، «خو د هغوی د نویو جنګیالیو د عکسونو خپرولو چې څرګندوي چې هغوی جنګ ته په بشپړ ډول چمتو دي ټولو افغانانو ته ثابته کړه چې د طالبانو مشران دروغ وایي. هغوی سوله نه غواړي، بلکې پرځای یې هغوی پلانونه لري چې د خپلو نویو روزل شویو ځواکونو په لاس جنګ ته دوام ورکړي.»

خارجي ملاتړي، ناقانونه نشه ییز توکي

تحلیلګران وایي چې طالبان دغه ډول «کمانډویان» له ایران او روسیې څخه د ترلاسه کړیو پیسو او همدارنګه د نشه ییزو توکو د تجارت له لارې تمویلوي.

د مشرانو جرګې مرستیال صدیقي وویل، «طالبان په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو پروژه تطبیقوي. که د طالبانو سیمه ییز ملاتړي لکه روسان او ایرانیان هغوی ته مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابر نه کړي، هغوی به ونشي کولی چې جنګ د یوې میاشتې په مخه هم پرمخ بوځي.»

صدیقي زیاته کړه، «د نشه ییزو توکو کرنه او قاچاق په اسلام کې منع دي. یوه لوري ته، طالبان اسلام ته د تعهد خبره کوي، خو بل لوري ته هغوی د نشه ییزو توکو د کرنې او قاچاق له لارې خپل عملیات تمویلوي.»

صدیقي وویل،«ایران او روسیه طالبانو ته مالي او نظامي ملاتړ برابروي چې د سولې روانې خبرې ټکنۍ کړي او له امریکا (متحده ایالاتو) څخه انتقام واخلي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر سکندر اصغري وویل، «په وروستیو کلونو کې، ایرانیانو او روسانو د طالبانو په تمویل او تجهیز کې خپلې ګټې درک کړي دي.»

هغه وویل، «هغوی د طالبانو ډلې ته پراخې پیسې، وسلې او مهمات ورکړي چې د هغوی هدفونه ترسره کړي. په افغانستان کې د جنګ دوام د دغو هېوادونو له هدفونو څخه یو دی.»

اصغري وویل،‌ «د طالبانو غټې مالي سرچینې، چې خپل جنګیالي پرې تربیه کوي او تجهیزوي، له نشه ییزو توکو او له ایران او روسیې څخه ترلاسه شویو مرستو څخه برابرېږي.»

اصغري زیاته کړه، «د طالبانو په ویناوو او عملونو کې صداقت نشته. افغان امنیتي ځواکونه او افغانان باید د طالبانو د کمانډویانو پر ضد جګړې ته چمتو شي او هغوی ته ماتې ورکړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه کارپوه اکبرجان پولاد وویل، «د نشه ییزو توکو له پلورنې څخه ترلاسه شوي عواید، له ایران او روسیې څخه ترلاسه شوې مرستې، د عشر او زکات راټولونه، او په زور د پیسو اخیستنه د طالبانو لویې مالي سرچینې جوړوي.»

پولاد وویل، «ایرانیان او روسان طالبانو ته د مالي مرستو په برابرولو سربېره د هغوی ځانګړي جنګیالي یا کمانډویان هم روزي.»

پولاد زیاته کړه، «د طالبانو قوماندانان په داسې پوزسیون کې نه دي چې خپلو جنګیالیو ته پرمختللې پوځي روزنه ورکړي. د طالبانو د ډلې ایراني او روسي مشاورین د طالبانو کمانډویان او د سرې قطعې جنګیالي په پرمختللیو نظامي تکتیکونو تربیه کوي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر سید حامد انوري وویل، «طالبان او د هغوی سیمه ییز ملاتړي د افغانستان د بحران په دوام کې خپلې ګټې ویني، او له همدې امله ایران او روسیه د دغې ډلې ملاتړ کوي او د هغوی نوي جنګیالي روزي چې په افغانستان کې جنګ دوام ومومي.»

انوري وویل، «د طالبانو مشران د ایرانیانو او روسانو د چالونو ښکار شوي دي. هغوی خپل جنګیالي له دغو هېوادونو څخه د ترلاسه کړیو پیسو په وسیله تمویل کړي او په ډېرو پرمختللیو وسلو او جنګي وسایلو یې سمبال کړي چې وکولی شي چې لا ډېر نور افغانان ووژني او افغانستان ویجاړ کړي.»

یوه جنایتکاره مافیا

کتونکي وایي، د طالبانو دا ستراتیژي به چې په مذاکراتو کې د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ملکي خلک وژني، د خلکو ملاتړ ترلاسه نه کړي.

په پېښور کې مېشت یوه ژورنالست عزیز بونېري چې د سولې خبرې څاري، وویل، هغوی هڅه کوي چې په مذاکراتو کې د متحده ایالاتو په اداره او افغان حکومت باندې فشار راوړي.

هغه وویل، په افغانستان کې وروستۍ حملې د مذاکراتو د اساسي اصولو پر ضد کار دی، او ښیي چې طالبان «د یوې جنایتکارې مافیا په توګه کار کوي. هغوی نه یوازې دا ښیي چې د یوه حکومت د چلولو وړتیا نه لري، بلکې همدارنګه هغوی د هېواد د اوسېدونکیو تر منځ د ځانونو په وړاندې کرکه هم زیاتوي.»

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې په یوه وروستۍ پلټنه کې موندلې چې د وژل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور په شمول په پاکستان کې د طالبانو د ډلې غړي د ډېرې لوړې سویې په لګښتونو ژوند کوي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د ټولنې یوه مشر محمد چې خپل یوازې لومړی نوم یې وښود، وویل، «طالبان فرېبکاران او منافقان دي.‌. هغوی د مذهب په نوم د نشه ییزو توکو د قاچاق، د کانونو د ناقانونه کیندنې او په زور د پیسو اخیستنې له لارې پراخې پیسې ترلاسه کوي او یو افراطي ژوند پرې کوي.»

محمد چې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی، وویل، «اوس یوه لوري ته هغوی په پاکستان او نورو هېوادونو کې په پټه خپل تجارتونه پرمخ بیایي او بل لوري ته بیا په دوحه کې یو مفشن او مستریح ژوند کوي چې په قېمتي لویو ښارونو کې په لوکس هوټلونو کې شپې ورځې تېروي.»

«خو په افغانستان کې، هغوی په غیراسلامي کارونو لکه د بې ګناه خلکو په وژنو او په عبادت ځایونو کې په بمي بریدونو کې ښکېل دي.»

[له کراچۍ څخه ضیاءالرحمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هسی د خپل ویب سایټ اعتبار مه خرابوئ. دا صحیح ده چی ایران او روسیه له طالب ترورستانو سره مرسته کوي خو د طالبانو بیخ او اساس له پاکستان څخه دی. په دی خر او سپی هم پوهیږي چی طالبان د پاکستان د استخباراتو پروژه ده چی غواړي په افغانستان کی پری خپل هدفونه ترسره کړي لاکن که تاسو ورباندی پرده اچوئ بیا تاسو هم په دی ډرامه کی ورسره شریک یئ. عادي خلک هم پوهیږي چی د طالبانو مشران د پاکستان په کویټه ښار کی اوسیږي او له هغه ځایه خپل ترورستی فعالیتونه ترسره کوي. مشران یی د پاکستان په پاسپورټونو سفرونه کوي او په پاکستان کی بزنسونه لري. د طالبانو د دفاع وزیر عبیدالله په پاکستان کی ووژل شو، اخترمحمد منصور په پاکستان کې ووژل شو، د ملا عمر په هکله هم ویل کیږي چی په پاکستان کی وژل شوی دی،‌ اغاجان معتصم په پاکستان کی وویشتل شو، ملا ذاکر په پاکستان کی ووژل شو، عبدالرقیب وو که څه بلا وو هغه په پاکستان کی ووژل شو، اسامه په پاکستان کی ووژل شو، نور اکثر ترهګر په پاکستان کی یا وژل شوي یا نیول شوي دي. که غواړئ چې د ځمکی د مخ سرطان له منځه ویسئ او نړۍ له ترهګرو او ترهګرۍ نه پاکه کړئ د پاکستان په نوم کثافت ختم کړئ، پنجاب یی بیرته هند ته ورکړئ، پښتونخوا د پښتنو حق دی هغوی ته یی ورکړئ، سند د سندودیش په نامه او بلوچستان د بلوچانو حق دی ور پریږدئ چی ټول دیموکراتیک، سوله ییز او ازاد حکومتونه شي. مه نور افغانان ورباندی وژنئ او مه ورباندی امریکایي او اروپایي عسکر وژنئ.

ځواب ورکړئ

طالبان د خلکو یا سولې په فکر کې نه دي. هغوی یوازې قدرت غواړي چې خلکو ته ووایي چې څه وکړي او څه نه.‌

ځواب ورکړئ