تکنالوژي

د ټوېټر څېړنې ښیي چې طالبان د خپلو مینه والو د زیاتولو لپاره روبوټونه او جعلي حسابونه کاروي

د نجیب الله راپور

په یوه عکس کې چې د سلواغې په ۱۷مه اخیستل شوی، په کابل کې په میوند تلوېزیون سټېشن کې د یوه کمپیوټر په سکرین باندې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر پاڼې عکس لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په یوه عکس کې چې د سلواغې په ۱۷مه اخیستل شوی، په کابل کې په میوند تلوېزیون سټېشن کې د یوه کمپیوټر په سکرین باندې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر پاڼې عکس لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د سلام ټایمز له خوا د وږي په لومړیو کې د یوې ترسره شوې څېړنې په اساس، ښایي چې طالبان په ټوېټر کې د خپلو مینه والو د شمېر د زیاتولو لپاره روبوټان یا جعلي حسابونه کاروي او په دې توګه هڅه کوي چې د افغانانو په منځ کې د خپل ملاتړ سطحه لوړه کړي.‌

یوه غټ شمېر نامعلومو -- او ښایي جعلي -- حسابونو خواوشا ۷ میاشتې مخکې د اورپکو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې د خبرو له پيلېدلو راهیسې په ټوېټر کې د طالبانو د ویاند تعقیبول پیل کړل.

څېړنې وموندله چې د هغو حسابونو چې د طالبانو ویاند سهیل شاهین تعقیبوي څه ۱۵.۵٪ هېڅکله هم ټویټ‌ نه دی کړی. د ټولو له منځه ۴۴.۴٪ لس یا کم ځلې ټویټونه کړي دي.‌

د هغه د تعقیبوونکیو حسابونو له ډلې څخه خواوشا ۴۹٪ له ۸ میاشتو څخه لږ عمر لري، چې دا وخت په قطر کې د سولې د خبرو د زور اخیستلو له وخت سره مطابقت لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه کارونکي بلاکوي چې له ویاند څخه د هغوی د ډلې د وحشتونو په هکله پوښتنې کوي. [آرشیف]

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه کارونکي بلاکوي چې له ویاند څخه د هغوی د ډلې د وحشتونو په هکله پوښتنې کوي. [آرشیف]

په ورته وخت کې، د هغو حسابونو له ډلې څخه چې د طالبانو بل ویاند ذبیح الله مجاهد تعقیبوي خواوشا ۲۱٪ هېڅکله هم ټویټ نه دی کړی او ۵۶٪ یې ۱۰ یا کم ټویټونه کړي دي. د هغه د تعقیبوونکیو یا مینه والو له جملې څخه څه ۴۱٪ حسابونه په تېرو ۷ میاشتو کې جوړ شوي او ۵.۷۵٪ یې یوازې یوه میاشت مخکې جوړ شوي دي.‌

د طالبانو د بل ویاند قاري یوسف احمدي د تعقیبوونکیو یا مینه والو هم دا حال دی. له ۱۱٪ څخه ډېرو یې هېڅکله ټویټ نه دی کړی او ۴۱٪ یې ۱۰ یا کم ځلې ټویټونه کړي دي. د هغه د تعقیبوونکیو د حسابونو له ډلې څخه له ۵۷٪ څخه ډېر په تېرو ۷ میاشتو کې جوړ شوي چې ۵.۵٪ یې په تېره یوه میاشت کې جوړ شوي دي.‌

دې ته ورته، د طالبانو د پروپاګند د یوه وېب سایټ د ټوېټر حساب ۴.۳٪ تعقیبوونکي له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې جوړ شوي دي. خواوشا ۲۶.۵٪ یې ۷ میاشتې مخکې جوړ شوي دي. د ټولو له جملې څخه ۶۱.۱٪ یې ۱۰ یا کم ځلې ټویټونه کړي او ۱۸٪ یې هېڅکله هم ټویټونه نه دي کړي.‌

د طالبانو د ټوېټر د تعقیبوونکیو د معلوماتو په اساس، هغه حسابونه چې قانوني برېښي هغه له افغانستان څخه بهر دي.

جعلي حسابونه

په کابل کې د ټکنالوجۍ او ټولنیزو رسنیو یوه تحلیلګر محمد بشیر وویل، «ځینې کسان او/یا شرکتونه د ځانګړیو حسابونو د تعقیبوونکیو شمېر د پیسو په بدل کې زیاتوي» چې یا روبوټان استعمالوي یا د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو ته پیسې ورکوي.

هغه وویل، «جعلي حسابونه اکثر په مستعارو نومونو وي،‌ یا دا چې هېڅکله یې ټویټ نه وي کړی.»

یوه خبریال او د افغان ولسمشرۍ د ماڼۍ پخواني ویاند حامد علمي وویل، د طالبانو په څېر ډلې اکثر وختونه له جعلي حسابونو څخه کار اخلي او هڅه کوي چې د خپلو مشرانو تعقیبول زیات کړي.‌

علمي وویل، «همدارنګه هغوی داسې تعقیبوونکي لري چې هغوی پورې تړلي دي او بېلابېل حسابونه کاروي، د دغو بې لارې خلکو له جملې څخه ډېر داسې هڅه کوي چې د خپلو مشرانو په هکله مبالغه وکړي.»

علمي زیاته کړه، د طالبانو ځینې ویاندان چې په ټولنیزو رسنیو فعال دي په حقیقي ژوند کې وجود نه لري.

علمي د طالبانو فرضي ویاند ته په اشارې وویل، «ذبیح الله مجاهد د ټولنیزو رسنیو په پلېټ فارمونو کې فعال دی، خو دا ناشونې ده چې یو کس هر څه په یو وخت په یوازې ځان د ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو سایټونو خپاره کړي.»

علمي زیاته کړه، «زه فکر نه کوم چې هغه یو کس دی ځکه چې سړی کولی شي چې په ځینې خپرو شویو پیغامونو کې توپیر وویني. زما په شخصي نظر، بېلابېل کسان له دې نوم څخه په استفادې کار کوي.»

په کابل کې د ژورنالیزم پوهنځي یوه محصل فرید احمد احمدي چې ۲۵ کاله عمر لري، مجاهد ته په اشارې وویل، «دا یو حقیقت دی چې هر څوک چې په ټولنیزو رسنیو فعال وي پوهېږي چې: هغه حساب چې د طالبانو د ویاند په نامه خپرونې کوي یوازې یوه کس پورې ارتباط نه لري بلکې د طالبانو یوې ډلې پورې تړلی دی.»

احمدي وپوښتل، «د مثال په توګه، دا څنګه شونې ده چې یو کس دې هره ورځ په دری، پښتو او انګلیسي په لسګونو ټویټونه وکړي او له بېلابېلو ولایتونو څخه دې د هغوی د فعالیتونو په هکله تازه خبرونه ترلاسه کړي او د هغو په هکله دې رسنیزې اعلامیې خپرې کړي؟»

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند محمد کبیر حقمل وویل، «لاړ شئ او پلټنه وکړئ -- د هغوی [طالبانو] اکثر حسابونه جعلي دي،‌ او تعقیبوونکي یا مینه وال نه لري.»

حقمل وویل، «هغوی دې ته منتظر وي چې یو یې ټویټ وکړي او نور هغه ټویټ بیا ټویټ کړي او پیغام ته زړه ورکړي، خو هغوی نشي کولی چې په داسې کارونو خپلو هدفونو ته ورسیږي.»

د طالبانو تقلب

په ټوېټر د طالبانو له خوا تقلب د دې یو بل مثال دی چې اورپکي په ټولنیزو رسنیو له پروپاګند څخه پرته نور څه نه خپروي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، «طالبان چې ډله ییزې وژنې او په ملکي خلکو باندې حملې ترسره کړي...‌ په ټولنیزو رسنیو دروغ وایي. هغوی [طالبان] داسې شیان خپروي چې ټول پروپاګند دی،‌ او هغوی تل ناسم او غلط شمېرونه شریکوي.»

د ژورنالیزم د پوهنځي یوه محصل احمدي وویل، «په ټوېټر د طالبانو د حسابونو اکثر تعقیبوونکي یوازې هغه محدود شمېر افراد دي چې هغوی پورې تړلي دي. که نور څوک کومه پوښتنه وکړي او طالبان ورته ځواب نه لري، بلاکوي یې.»

هغه زیاته کړه، «یو ځل ما په ټوېټر له ذبیح الله مجاهد څخه د دروغو د یوه خبر په هکله چې هغه زمونږ د سیمې په هکله خپور کړی وو پوښتنه وکړه. دا چې هغه ځواب نه درلود، زه یې بلاک کړم. هغوی تل له خپلو خاصو پلویانو څخه پرته نور هر څوک بلاکوي.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلې فرېبا لطیفي وویل، «په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو هېڅ پیغامونه اعتبار نه لري ځکه چې دغه ډله د دروغو، فرېب او پټ راز په اساس تاسیس شوې ده.»

هغې زیاته کړه، «هیچا هم د طالبانو مشر د دغې ډلې له جوړېدا راهیسې نه دی لیدلی، هیڅوک هم د ملا محمد عمر د وژل کېدلو تر شا دلیل څخه او دا چې هغه کله ووژل شو خبر نه دي، او اوس هیڅوک هم د یادې ډلې ویاند نه پېژني -- حتی یو عکس یې هم نه دی راوتلی.»

هغې وویل، «دا څرګنده ده چې د طالبانو د ویاند حسابونو ته بېلابېل کسان لاسرسی لري او دا چې هغه معلومات چې هغوی یې شریکوي د اعتبار وړ نه دي. هغوی تل داسې معلومات چې له دروغو او نفرت څخه ډک وي خپروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خو په افغانستان کې چې ډېر خلک په کې فېسبوک کاروي، دا ډله په خپلو پوسټونو باندې له نورو کاروونکیو سره بحثونه او مخالفتونه کوي. په ځینې پوسټونو حتی یو بل ته کنځلې کوي.‌ نومونه یې اکثر مستعار معلومیږي چې معمول افغان نومونه نه دي مثلا ابو پلانکی او پلانکی او پلانکی او ملنګ طالب او داسې نور.‌

ځواب ورکړئ

طالبان زما په نظر ډير مینوال لری خو دا چي ځان نه ښکاره کوي مجبوري ده ځکه مشکل ورته جوړيږي اکثره مينوال يي ددولت تر ولکې لاندې سيمو څخه دي او پاتي شوه د تعقيبولو خبره هغه دهرچا څخه يي دولت پلوي ډير تعقيب کوي ځکه هغوي پوهيږي چي طالبان درواغ نه واي موږ چي څومره دطالبانو ادرسونه او دولتي رسنۍ تعقيب کړي د طالبانو خبرونه ډيري حقيقت لري زما ليکنه دکومې ډلي پوري تړلي نده يواځي زما شخصي نظر ده

ځواب ورکړئ

آیا په دې څوک حیران دي چې طالبان دروغ وایي او چل کوي؟ هغوی همدغسې خلک دي.‌

ځواب ورکړئ

'د طالبانو کیسې' لیکوال: طالبان په تبلیغاتي جګړه کې برلاسي دي امریکايي لیکوال توماس جانسن، چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو د تبلیغاتي جګړې په اړه یو کتاب لیکلی دی وايي، چې په تبلیغاتي جګړه کې د طالبانو په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ماتې خوړلې ده. ښاغلی جانسن چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پوهنتون استاد هم دی زیاتوي، افغان دولت هم د طالبانو د پروپاګنډ او د افغانستان د جګړې په اړه د هغوی د روایتونو په مهارولو کې پاتې راغلی دی. دغه امریکايي څیړونکي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "زما په نظر که تاسې هغو بلواګریو او کورنیو جګړو ته، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پيل شوې وې، نظر واچوئ، نو و به وینئ د جګړې هغه خوا، چې د جګړې تر ټولو اړوند روایت ته تر ټولو زیات انعکاس ورکړی، معمولاً په جګړه کې بریالي شوي دي". هغه زیاته کړه چې د تبلیغاتي او معلوماتي جګړې د ګټلو لپاره یوازې د ښو معلوماتو درلودل او بیانول کافي نه دي او باید دا تبلیغاتي جګړه په عملي اقداماتو پياوړې شي. جانسن وویل: "په لومړي ګام کې افغان دولت باید په خکلو کې د خپل محبوبیت د پراخولو لپاره د کليو په کچه له پراخ اداري فساد سره مبارزه وکړي... په دویم ګام کې د افغانستان دولت باید په دې پوه شي، چې په ملي کچه پیغام رسونه بریالۍ چاره نه ده. کابل باید خپل پیغامونه د هر کلي او هرې سیمې له غوښتنو سره سم ترتیب کړي". هغه زیاته کړه، چې په درېیم ګام کې افغان دولت باید په دې اړه چې طالبان څه ډول په افغانستان کې دیوبندي اسلام ختم کړی دی، قوي پیغامونه جوړ کړي "خو افغان دولت داسې نه کوي زما په نظر دا ډیره ټکان ورکوونکې ده". ښاغلي جانسن همدا شان ټینګار وکړ، چې افغان حکومت باید خلکو ته خپل پیغامونه د جوماتونو یا د جمعې

ځواب ورکړئ

ښه، دا د مینه والو یا تعقیبوونکیو د ډېرولو یوازنۍ لاره ده. آیا نه ده؟‌ ډېر بنسټونه او شرکتونه د پیسو په مقابل کې د خپلو پاڼو او حسابونو د سپانسر کولو له لارې دا کار کوي.‌ کله چې تاسو د ټولنیزو رسنیو شرکتونو ته پیسې ورکړئ، هغوی ستاسو حسابونه هر چېرې اعلانوي او که هغوی ونشي کولی چې ستاسو مینه وال زیات کړي، هغوی به یې د خپلو کاروونکیو لپاره جعلي جوړ کړي او د سپانسر شویو حسابونو کاروونکي به قانع کړي. همدارنګه، له نېکه مرغه چې اوس د ۲۱مې پېړۍ پرمختللې ټکنالوجي په ځانګړې توګه معلوماتي ټکنالوجي ده. هر حساب کېدای شي چې د ټولنیزو رسنیو د کوربه وېب سایټ له خوا تعقیب او وڅارل شي. دا حسابونه ټوېټر ولې نه تعقیبوي؟ او که هغه جعلي وي، ولې هغوی جعلي حسابونه له فعالیته نه غورځوي؟ ښه، خبره د تجارت او پیسو ده یا دا چې ټوېټر ته د غټ بادار له خوا سپارښتنه ده چې د دې کار د کولو اجازه ورکړي. په هر حال، مهمه نه ده چې د هغوی مینه وال جعلي دي که روبوټي.

ځواب ورکړئ

سلامونه . ښه غوږ شی ، وسلوالو طالبانو نن مطبوعاتي جګړه هم پيل کړي ده او هم په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه تبليغات پيل کړي دي او له لارې خلک خپلو ليکو ته جذبه وي طالبانو په ټولنيزو شبکو کې يې سلګونه جعلي پاڼې هم جوړې کړي دي چي د خلکو ذهنونه له دی لارې بدل کړي ځکه نن سبا ټول خلک ان له ۱۳ کلنی نيولي له ټولنيزو رسنيو کار اخلي نو دغه وسلوالو طالبانو ته يو ښه موقع په لاس ور کوي ځکه له دې لارې هرځای ته لاس رسی لري ، کلي ، غره ، او ښار ته . نن سبا يې دوی ترمنځ دغه يوه موضوع ګرځيدلي ده ټولنيزې رسنۍ هغه څه چي دوی غواړي رسنی يي نه خپارهوي له دې لارې يي خپره وي طالبان او بل خوا دوی همدې لپاره زرګونه کسان ګمارلي دي . زه په خپله د ټولنيزو رسنيو يو ښه تجربه کار يم ځکه له تيرو ۹ کالو راهيسي پکې کار کوم په دې اړه ښه تجربه لرم ، وسلوال طالبان هم څرم پر خپله پاڼه باندې چي هغوی په کومو نومونو او کومو طريقو ټولنيزې رسنۍ کاروي آن ځېنې يې د ښځه په نام فېسبوک جوړه وي چي مينوال يي زيات شي بيا يي نوم ته تغير ور کړي زړه مالومات ټول له منځه يوسي نوي مالومات د طالبانو ملاتړ پيل کړي . دوی اوس له بېلا بېلو لارو کار اخلي . سلام ټايمز بايد هم يو داسې کاري ټيم په لاره واچوي چي د خلکو ذهنونه روښانه کړي او له دې يي خبر کړي ځکه نن سبا ټولنيزو رسنيو ډير لوی رول لري هر سړی ورته لاس رسی لري. مننه

ځواب ورکړئ