امنیت

په غزني کې د طالبانو د بم جوړونې ویجاړو شویو فابریکو له 'نړۍ والو ترهګرو' سره ارتباط درلود

د رازق کندهاري راپور

په عکس کې لیدل کیږي چې د وږي په ۱۰مه د ناوې ولسوالۍ په بازار کې چې طالبانو په کې د سرک د غاړې بمونه جوړول او ذخیره کول دوکانونه سوزېږي.‌

په عکس کې لیدل کیږي چې د وږي په ۱۰مه د ناوې ولسوالۍ په بازار کې چې طالبانو په کې د سرک د غاړې بمونه جوړول او ذخیره کول دوکانونه سوزېږي.‌

زابل -- افغان ځانګړیو ځواکونو د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو د بم جوړونې مرکزونه ویجاړ کړل. محلي خلکو وویل چې دغلته «د نړۍ غټ ترهګر راځي او ځمکني ماینونه جوړوي».

امنیتي ځواکونو دغه مرکزونه ویجاړ کړل او د وږي په ۹مه یې په یوه کلینیک چې د ټپي شویو اورپکو تداوي په کې کېدله په یو لړ عملیاتو کې ۱۲ تنه اورپکي ووژل.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، «افغان ځواکونو د ناوې بازار سره نژدې یو کلینیک، چې طالبانو د خپلو ټپي شویو ملګرو د تداوۍ لپاره کاراوه، په نښه کړ، چې په نتیجه کې یې ۱۲ تنه طالب جنګیالي ووژل شول او یو غټ شمېر ټرانسپورټي موټرونه او تجهیزات ویجاړ کړل.»

نوري وویل، «په دغه ځای کې په وژل شویو کې د طالبانو مهم کسان هم شامل دي.»

نوري وویل، ۴ تنه طالبان وروسته له هغه ووژل شول چې د ناوې بازار سره نژدې دوکانونو کې د یاغیانو له خوا جوړ شوي بمونه وچاودېدل، او زیاته یې کړه چې په چاودنه کې یو شمېر دوکانونو اور واخیست او ویجاړ شول.‌

نوري وویل، «افغان امنیتي ځواکونه به ډېر ژر ناوه ولسوالي په بشپړ ډول ونیسي. دا ولسوالي له تېرو دوه کالو راهیسې د طالب ترهګرو تر کنټرول لاندې ده.»

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، افغان ځواکونه په ناوه ولسوالۍ کې د عملیاتو له ترسره کولو څخه وروسته د څرخکو په وسیله په کندهار ولایت کې خپلو مرکزونو ته راستانه شول، او زیاته یې کړه چې هغوی د طالبانو یو شمېر کمپیوټرونه او موبایل تیلیفونونه ضبط کړي دي.

له چاپې څخه یوه ورځ وروسته خپره شوې اعلامیه کې طالبانو دغه عملیات تایید کړل خو ادعا یې وکړه چې په نتیجه کې یې یوازې ملکي خلک وژل شوي دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد خالد وردک په یوه مرکه کې وویل چې په ناوه ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو هم د طالبانو ادعا رد کړه او ویې ویل چې اورپکو په سیمه کې دوکانونه نیولي چې د سرک د غاړې بمونه په کې جوړ کړي او پوځي عملیاتو ویجاړ کړل.

په ناوه ولسوالۍ کې یوه قومي مشر چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، وویل، «طالبانو له ناوې ولسوالۍ څخه داسې یو لوی مرکز جوړ کړی چې د نړۍ غټ ترهګر ورته راځي او ځمکني ماینونه په کې جوړوي. هغوی په زور دوکانونه نیولي دي. که مونږ څه ووایو، هغوی به مو ووژني.»

دغه قومي مشر وویل، «هغه ظلم چې مونږ ورسره مخامخ یو د همدغو طالبانو له خوا ترسره کیږي. مونږ له حکومت څخه غواړو چې د خدای لپاره راشئ او مونږ له دغو ظالمانو څخه خلاص کړئ.»

د ناوې یوه اوسېدونکي چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي، وویل، «دلته زمونږ د ناوې د بازار دننه او خواوشا کې د طالبانو د ځمکنیو ماینونو د جوړونې غټ مرکزونه دي. دا لومړی ځل نه دی چې حکومت دلته چاپې ووهلې، او باید دا کار وکړي ځکه چې د نړۍ ترهګر د ناوې بازار کې له طالبانو سره ژوند کوي.»

هغه وویل، «هر ځل چې دلته جنګ کیږي، په فابریکو کې ځمکني ماینونه چاودېږي، چې زمونږ ټول بازار ویجاړوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر خفه کوونکی خبر و.

ځواب ورکړئ

طالبان زمونږ د یوه په غم کې هم نه دي. هغوی یوازې قدرت غواړي چې وکولی شي په مونږ باندې ظلم وکړي.

ځواب ورکړئ