تروريزم

متحده ایالاتو د ترهګرو ډلو او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکیو د په نښه کولو صلاحیتونه پراخ کړل

سلام ټایمز

د ادریان دریا ۱ په نامه د تېلو ټانکر په سر چې پخوا د ګریس ۱ په نامه یادېده د زمري په ۲۷مه د جبل الطارق ساحل سره نژدې د ایران بیرغ رپېږي.‌ دغه ټانکر د وږي په ۱۵مه د سوریې ساحل سره نژدې لیدل شوی دی چې دا له نړۍ والو بندیزونو څخه ښکاره سرغړونه ده. [جاني بوګیجا/ای اېف پي]

د ادریان دریا ۱ په نامه د تېلو ټانکر په سر چې پخوا د ګریس ۱ په نامه یادېده د زمري په ۲۷مه د جبل الطارق ساحل سره نژدې د ایران بیرغ رپېږي.‌ دغه ټانکر د وږي په ۱۵مه د سوریې ساحل سره نژدې لیدل شوی دی چې دا له نړۍ والو بندیزونو څخه ښکاره سرغړونه ده. [جاني بوګیجا/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- متحده ایالاتو د خپلو چارواکو او ادارو صلاحیتونه پراخ کړي چې د ترهګرو ډلو مشران او افراد، او هغه بنسټونه چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د هغوی مالي ملاتړ کوي، په نښه کړي.‌

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/ په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل، یو نوی لاسلیک شوی اجرائیه حکم «د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکوي چې د ترهګرو ډلو مشران یا چارواکي او همدارنګه هغه افراد چې په ترهګریزه روزنه کې برخه اخلي په خلاص مټ په نښه کړي.»

په اعلامیه کې راغلي چې دغه حکم «همدارنګه د هغو خارجي مالي موسساتو پر ضد هم نور بندیزونه لګوي چې په خبر ډول یې د کوم کس په استازیتوب مهم مالي معاملات ترسره کړي یا یې ورته اسانتیا برابره کړې وي.»

د دې اعلامیې په دوام کې راغلي، «دا صلاحیت ټولو خارجي مالي ادارو ته یادونه کوي چې ترهګرو او د هغوی مالي ملاتړ کوونکو ته داسې وړتیا ورکول چې د هغوی د فعالیتونو د اسانولو لپاره په نړۍ والو مالي سیستمونو تکیه وکړي، به ورته ناوړه پایلې ولري.»

د ایران د تېلو ټانکر ادریان دریا ۱ د وږي په ۱۵مه د مصنوعي سپوږمۍ له خوا اخیستل شوي یوه عکس کې د سوریې له طرطوس بندر سره نژدې لیدل کیږي. [ډیجیټل ګلوب]

د ایران د تېلو ټانکر ادریان دریا ۱ د وږي په ۱۵مه د مصنوعي سپوږمۍ له خوا اخیستل شوي یوه عکس کې د سوریې له طرطوس بندر سره نژدې لیدل کیږي. [ډیجیټل ګلوب]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ غړي په ایران کې د هغو ملګرو په ډله ییزه جنازه کې برخه اخلي چې د سوریې په کورني جنګ کې وژل شوي دي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ غړي په ایران کې د هغو ملګرو په ډله ییزه جنازه کې برخه اخلي چې د سوریې په کورني جنګ کې وژل شوي دي. [د ایران د دفاع وزارت]

په پراخو شویو صلاحیتونو سربېره، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت ۱۵ رهبران، افراد او ترهګرو ډلو پورې اړوند بنسټونه نومولي دي.‌ په دغو بنسټونو کې د فلسطین حماس ډلې، داعش او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قدس ځواک پورې اړوند بنسټونه شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي، د دې ګامونو او ورسره ګډ د متحده ایالاتو د خارجه وزارت له خوا پورته شوي ګامونو له کبله په تېرو ۱۵ کالو کې تر ټولو زيات ترهګر او د هغوی ملاتړي نومول شوي دي.

د ایران د نفتو د حمل او نقل شبکه په نښه شوه

دا نوي صلاحیتونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې متحده ایالات د نفتو د حمل او نقل د هغې لویې شبکې پر ضد د بندیزونو له لارې چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک له خوا رهبري کیږي او په مالي توګه هغه حمایه کوي، په ایران د بندیزونو فشار زیاتوي.‌

د خزانې وزارت د وږي په ۱۳مه په یوه بله اعلامیه کې وویل، د اسلامي انقلابي ګارډ‌ قدس ځواک د تېر یوه کال په ترڅ کې د ایران د ګټو لپاره د کشتیو په وسیله د «سلګونو میلیونو یا ډېرو ډالرو» په ارزښت نفت حمل او نقل کړي دي چې په دې کې د ترهګرو ډلو او ناقانونه فعالانو ملاتړ هم شامل دی.‌

متحده ایالاتو د غوایي په میاشت کې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دغې ډلې له خوا د لسیزو په اوږدو کې د دښمنانه کارونو د ترسره کولو له امله د یوه ترهګر سازمان په توګه اعلان کړ.‌.

"د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیون منوشن وویل، «ایران د سیمې او نړۍ د بې ثباته کولو لپاره د تحریکوونکیو عملونو ترسره کولو ته دوام ورکوي. د نفتو د دغې بې بندوباره شبکې پر ضد د خزانې د وزارت ګام دا پوره روښانوي چې هغه څوک چې ایراني تېل اخلي هغوی په مستقیم ډول د ایران اورپکی مټ یعنې د انقلابي ګارډ‌ قدس ځواک غښتلی کوي.»

د وږي د ۱۳مې په اعلامیه کې راغلي، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ جیګپوړي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې د ایراني تېلو د صادراتو نظارت کوي چې اکثر وختونه یې منشأوې پټوي او د سوریې رژیم یا په منځني ختیځ کې او ایسته نورو ځایونو کې یې مرستندویو ډلو ته ورلېږي.‌

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان قاسم سلیماني د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک د چارواکي رستم قاسمي په سر نظارت کوي. نوموړی د داسې افرادو، د کشتیو په وسیله د حمل او نقل او د تېلو د شرکتونو او همدارنګه د هغو غټو بېړیو مدیریت پر غاړه لري چې د ایران خام،‌ تقطیر شوي او د ګازو تېل خرڅانه ته وړاندې کوي.

قاسمي د دې شبکې د چلولو لپاره د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک په چارواکو او ملګرو باندې تکیه کوي. د هغه زوی، مرتضی قاسمي، د دغې شبکې د تېلو د قراردادونو په نهایي کولو کې مرسته کړې ده.

د لبنان یو تبعه او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک ملګری علي قاصر هم د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک له خوا د جوړې شوې دغې شبکې لپاره د یوه اصلي رکن په توګه کار کوي. د شبکې د مالي چارو لپاره د هغه په مسؤلیتونو کې دا شامل دي چې د توکو د خرڅانه د نرخونو او د بېړیو د اړوندو تادیاتو د حلولو په هکله خبرې وکړي.

د ایران کشتۍ له نړۍ والو بندیزونو څخه سرغړونه وکړه

د مصنوعي سپوږمۍ له خوا اخیستل شوي عکسونه چې تېره اونۍ خپاره شول د ایران د تېلو ټانکر د سوریې له طرطوس ساحل سره نژدې ښیي چې دا په دواړو هېوادونو باندې له لګېدلو بندیزونو څخه سرغړونه ده او د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرۍ ضد پراخ شوي مهم بندیزونه له پامه غورځوي.‌

د دغه ستر ټانکر کیسه د چنګاښ په ۱۳مه هغه وخت پيل شوه چې د جبل الطارق امنیتي ځواکونو چې د برتانیا شاهي سمندري ځواکونو یې مرسته کوله د جبل الطارق ساحل سره نژدې په دې شک د هغه مخه ونیوله چې ۲.۱ میلیونه بیرله تېل سوریې ته وړي.‌

د متحده ایالاتو له خوا له یوې ۱۱ ساعته اوږدې قانوني مناقشې څخه وروسته چې دغه ټانکر باید په توقیف کې وساتل شي، د جبل الطارق یوې محکمې د زمري په ۲۴مه وروسته له هغه د هغه د خوشې کولو حکم وکړ چې له ایران څخه یې داسې لیکلي اطمینانونه ترلاسه کړل چې هغه به د اروپایي اتحادیې تر بندیزونو لاندې هېوادونو ته لاړ نشي.‌

دغه ټانکر د زمري‌ په ۲۷مه له خوشې کېدلو څخه وروسته په داسې حال کې چې د ایران بیرغ پرې رپېده خو نوم یې ادریان دریا ۱ ته بدل شوی وو د ختیځې مدیترانې په اوږدو کې کوږ ووږ حرکت پیل کړ.‌ د هغه پخوانی نوم ګریس ۱ وو.

ایران هېڅکله هم د کیشتۍ مقصود منزل ونه ښوده او په مکرر ډول یې له دې څخه انکار کاوه چې هغه سوریې ته ځي ځکه چې مخه یې ختیځ لوري ته وه.‌

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت دغه بېړۍ د ترهګرۍ ضد یوه حکم په اساس په تور لست کې ونیوله او ویې ویل چې هغه «بلاک شوی ملکیت» وو او دا چې «هر څوک چې ادریان دریا ۱ ته ملاتړ برابروي دا خطر شته چې په هغه باندې بندیزونه ولګېږي.»

د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د جمعې په ورځ /د وږي ۱۵مه/ په یوه ټویټ‌ کې چې د مصنوعي سپوږمۍ عکس هم ورسره وو، ولیکل، «هر چا چې ویل چې ادریان دریا - ۱ سوریې ته نه تلله د هغه خبره دروغ ده.»

هغه د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته په اشارې وویل، «تهران فکر کوي چې دا ډېره مهمه ده چې خپلو خلکو ته د امکاناتو د برابرولو پر ځای د اسد قاتل رژیم تمویل کړي. مونږ کولی شو خبرې وکړو،‌ خو په ایران باندې بندیزونو کې تر هغه وخته پورې اساني نشي راتللی څو چې دروغ ویل او ترهګري خپرول بس نه کړي!»

د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ په ایران کې دولتي رسنیو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند عباس موسوي له قوله خبر ورکړ چې ویل یې ټانکر د مدیترانې په سواحلو کې لنګر اچولی او خپل بار یې ښکته کړی دی، خو ویې نه ویل چې په دقیق ډول په کوم ځای کې.

هغه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، ادریان دریا ۱ «خپل هدف ته رسېدلی او تېل پلورل شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500