امنیت

په لغمان کې تسلیم شویو طالب اورپکو ته د استوګنې نومرې ورکول کیږي

د خالد زېري راپور

پخواني طالب اورپکي د وږي په ۱۷مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې محلي مقاماتو ته د وسلو سپارلو څخه مخکې په کتار کې انتظار کوي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

پخواني طالب اورپکي د وږي په ۱۷مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې محلي مقاماتو ته د وسلو سپارلو څخه مخکې په کتار کې انتظار کوي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

لغمان -- محلي مقامات وایي، هغو طالب جنګیاليو ته به چې په لغمان ولایت کې تسلیمېږي، تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای کیږي، د استوګنې یوه یوه نومره، او د ژوند د بیا پیلولو لپاره کاري فرصتونه ورکول کیږي.

د لغمان والي آصف ننګ د وږي په ۱۷مه د ولایت په مرکز مهترلام کې د طالبانو د ډلې د ۱۲ غړو د تسلیمۍ په مناسبت مراسمو کې وویل، «زه به هغو جنګیالیو ته چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي یو د درنښت وړ ژوند برابر کړم.»

«ټول هغه جنګیالي به چې خپلې وسلې ږدي او تسلیمېږي هغوی هر یو به یوه، یوه د استوګنې نومره ترلاسه کړي چې کولی شي په هغې باندې ځانونو ته کور جوړ کړي -- دا زمونږ یوه وجیبه ده.»

هغه زیاته کړه، «دا جنګ پردی جنګ دی، او له هغه وخت نه چې تاسو تسلیم شوي یئ تاسو ولیدل چې دلته هر څوک مسلمانۍ ته څومره متعهد دی. تاسو خلک وژل، خو زه فکر کوم چې تاسو اوس پرې پښېمان یئ.»

د لغمان ولایت امنیه قوماندان برید جنرال محمد سالم الماس د اوس په حساب له یوه پخواني طالب اورپکي څخه چې د وږي په ۱۷مه د ولایت په مرکز مهترلام کې له ۱۱ نورو کسانو سره یوځای مقاماتو ته تسلیم شو، یوه کلاشینکوف ترلاسه کوي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]‌

د لغمان ولایت امنیه قوماندان برید جنرال محمد سالم الماس د اوس په حساب له یوه پخواني طالب اورپکي څخه چې د وږي په ۱۷مه د ولایت په مرکز مهترلام کې له ۱۱ نورو کسانو سره یوځای مقاماتو ته تسلیم شو، یوه کلاشینکوف ترلاسه کوي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]‌

هغه وویل، ولایتي اداره به پخوانیو اورپکو ته کاري فرصتونه ومومي.

هغه وویل، «مونږ به له سوداګرو او دولتي اورګانونو سره کار وکړو چې په دولتي او خصوصي سکټورونو کې د هغوی لپاره کاري فرصتونه پیدا کړي.»

په لغمان کې مقامات وایي چې هغوی له ډېرو نورو طالب جنګیالیو سره چې غواړي جنګ بس کړي هم خبرې روانې کړې دي.

مونږ خپل ورونه ویشتل

تسلیم شویو جنګیالیو په مراسمو کې وویل چې هغوی له یاغیتوب څخه ستړي شوي وو او پرېکړه یې وکړه چې خپلې وسلې کېږدي.‌

د تسلیم شوي ګروپ سرګروپ ابوحمزه په مراسمو کې وویل، «مونږ نور نه غواړو چې جنګ وکړو، مونږ غواړو چې په سوله کې ژوند وکړو.»

هغه وویل، «مونږ چې دلته جنګ کاوه، مونږ فکر کاوه چې هغوی [حکومت] په غلطه دی او دا چې زمونږ جنګ په حقه دی، خو اوس مونږ پوه شوي یو چې مونږ خپل ورونه ویشتل. مونږ د خپلو ورونو دښمنان وو،‌ خو مونږ نور نه غواړو چې دغه کار ته دوام ورکړو.»

د لغمان د ولایتي شورا یوه غړي ګلزار سنګروال وویل، تسلیم شویو جنګیالیو ته فرصت ورکول باید نور اورپکي هم متاثر کړي چې یاغیتوب پرېږدي.‌

هغه په یوه مرکه کې وویل، «مونږ هغو طالب جنګیالیو ته چې غواړي سوله وکړي ښه راغلاست وایو. دا یو عالي ګام دی چې هغوی ته د استوګنې نومرې ورکړل شي ځکه چې دا کار به نور طالب جنګیالي هم وهڅوي چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې پروسې سره یوځای شي. دا ډېر ښه خبر دی.»

هغه زیاته کړه، «زما د معلوماتو له مخې، طالبان په غرونو کې د نهیلۍ ژوند کوي.‌ هغوی غواړي چې له غرونو څخه راښکته شي او یوه سوله ژوند ته بېرته را وګرځي. مونږ به هڅه وکړو چې دغو مرورو ورونو ته دروازه پرانیزو چې تسلیم شي او تاوتریخوالی پرېږدي.»

سنګروال وویل، «که مونږ لږه ډېره هڅه وکړو، زه باور لرم چې لا نور طالبان به تسلیم شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه. دا کار به واقعا جنګیالي دې ته تشویق کړي چی جنګ پریږدي او بیرته عادي ژوند ته را وګرځي.

ځواب ورکړئ