امنیت

د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو په ډېرېدلو سره د وژل کېدونکیو طالبانو شمېر زیات شوی دی

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي چې افغان او ایتلافي ځواکونو د وږي له ۱۰مې راهیسې د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې د طالبانو پر ضد نظامي فشار زیات کړی چې په ترڅ کې یې تر ۳۵۰ پورې طالب جنګیالي وژلي دي. [عمر/د هرات د والي د رسنیو دفتر]

هرات -- افغان او ایتلافي ځواکونو د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې د طالبانو پر ضد نظامي فشار زیات کړی چې په ترڅ کې یې د اورپکو په سلګونو قوماندانان وژلي او لږ داسې ځایونه پاتې دي چې جنګیالي په کې پټ شي.

د رسمي ارقامو له مخې، د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د وږي له ۱۰مې راهیسې د امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې له ۳۵۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي دي.‌

په هرات کې مقامات وایي چې په وژل شویو کې د هرات ولایت د غوریان، ګلران، اوبه، کشک رباط سنګي او ادرسکن ولسوالیو لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوالان او نور مشهور قوماندانان هم شامل دي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونو په ټولو هغو سیمو کې چې طالبان په کې موجود دي عملیات ترسره کړي دي.»

د افغان ملي اردو یو عسکر د وږي په ۱۴مه د هرات ولایت په کېشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ګولۍ واروي.‌ [د هرات د والي د رسنیو دفتر]

د افغان ملي اردو یو عسکر د وږي په ۱۴مه د هرات ولایت په کېشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ګولۍ واروي.‌ [د هرات د والي د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «په کشک رباط سنګي، ګلران، شینډنډ او اوبه ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات روان دي، او مونږ به دغو عملیاتو ته تر هغه وخته پورې چې مونږ دا سیمې له طالبانو څخه پاکوو دوام ورکړو.»

رحیمي وویل، د وږي په ۱۴مه په اوبه ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ‌ کې «له ۳۵۰ تنو څخه ډېر طالب جنګیالي د هغوی د درې مشهورو قوماندانانو په شمول وژل شوي او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.»

رحیمي تر دې مخکې د وږي په ۱۲مه اعلان وکړ چې په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانمرګو بمي بریدګرو یو روزونکی ووژل شو.

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، «د هرات ولایت په کشک رباط سنګي او ګلران ولسوالیو کې زمونږ د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو طالبان او د هغوی یو شمېر سرګروپان ووژل شول.»

هغه وویل، په دغو عملیاتو کې د ګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا سردار او د کشک رباط سنګي ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا نبی ووژل شول.‌

امرخېل زیاته کړه، «د هرات د غوریان ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا ادریس له خپلو ۶ ملګرو سره یو ځای د وږي په ۱۹مه په یوه هوایي برید کې ووژل شو. ملا ادریس په غوریان او زنده جان ولسوالیو کې د برېښنا د ستنو د الوزولو اصلي تنظیموونکی وو.»

د پټېدلو ځای نشته

چارواکي وایي چې په لوېدیځ زون کې له ډېرو ولسوالیو څخه تر فشار لاندې طالب جنګیالي وتلي او لیرې پرتو سیمو ته تللي دي، خو د پټېدلو لپاره ځای نه مومي.‌

د غور والي غلام ناصر خاضع د وږي په ۱۰مه پیل شویو عملیاتو ته په اشارې وویل، «مونږ په طالبانو باندې درانه او پراخ بریدونه ترسره کړي دي. دا عملیات د فیروزکوه ښار په لوېدیځ او د غور ولایت په ځینې لوېدیځو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «په دغو عملیاتو کې له ۹۰ څخه ډېرو طالب جنګیالیو ژوند له لاسه ورکړی» او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

خاضع وویل، «د غور ولایت په ځینې سیمو او ولسوالیو کې طالبانو خلک مجبورول چې هغوی ته عشر او زکات ورکړي، خو امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې دا د جبري اخیستنې عمل ودوري او هغوی [طالبان] له کلیو څخه وباسي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو ډېره هڅه وکړه چې د هرات - غور لویه لاره ناامنه کړي او د دې لارې کنټرول په خپل لاس کې واخلي، خو په یو لړ عملیاتو کې، مونږ دغه لویه لاره له طالبانو څخه پاکه کړه. مونږ په دې کار کوو چې د لویې لارې د امنیت د خوندي کولو لپاره پرې دایمي پوستې جوړې کړو.»

په بادغیس ولایت کې د افغان ملي اردو د ۳مې لوا قوماندان ډګروال حسیب الله اخوندزاده د وږي په ۱۹مه وویل، «طالبانو ته په تېرو ۱۰ ورځو کې درانه تلفات وراوښتي دي.»

هغه وویل، «زمونږ د راپورونو په اساس، ۱۱۴ طالب جنګیالیو ژوند له لاسه ورکړ او ۶۷ نور ټپیان شول او په وژل شویو کې د هغوی یو شمېر قوماندانان هم شامل دي. مونږ هڅه کوو چې د طالبانو پر ضد د ځمکنیو او هوایي بریدونو شمېر زیات کړو.»

د فراه امنیه قوماندان سمونیار غلام محی الدین خیرخواه وویل، طالبانو د وږي په ۱۵مه په فراه ښار برید وکړ او هڅه یې وکړه چې یو شمېر خاصې سیمې ونیسي، خو هغوی مات کړای شول.

هغه وویل، «د فراه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو د مسؤل نوراحمد چکاني په شمول خواوشا ۹۰ تنه طالب جنګیالي ووژل شول. په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې یو څو نور مشهور طالب قوماندانان چې په فراه ښار د برید مشري یې کوله هم ووژل شول.»

خیرخواه د وږي په ۱۹مه وویل،‌ «د فراه ښار په لمنو کې د طالبانو پر ضد زمونږ عملیات له ۱۰ ورځو راهیسې روان دي، او مونږ به ټولې سیمې تلاشي او پاکې کړو.»

هغه زیاته کړه،‌ «طالبانو غوښتل چې فراه ښار ونیسي، خو امنیتي ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت د هوایي ځواکونو په مرسته وکولی شوای چې طالبان مهار کړي او هغوی یې تېښتې ته اړ اېستل. طالبانو ونشوای کولی چې خپلو هدفونو ته ورسېږي او د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو په وژنه بریالي نشول.»

یو طلایي فرصت له لاسه ورکول

په طالبانو باندې دغه پرله پسې فشار د وږي په ۱۷مه په متحده ایالاتو کې د افغان حکومت، امریکایی مرکچیانو او طالب مشرانو د پټې کتنې له لغوه کېدلو څخه وروسته پيل شو.

سیاسي کارپوهان او د مدني ټولنې فعالان وایي، طالبانو په قطر کې د خبرو په ترڅ کې تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو او د غونډې په لغوه کېدلو سره فرصت له لاسه ورکړ.‌

هغوی وایي، طالبان نور په هغه موقف کې نه دي چې څو میاشتې پخوا ول او د ملکي خلکو له وژنې څخه د چنو وهلو د یوې وسیلې په توګه په کار اخیستنې سره یې په نړۍ واله سطحه خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.‌

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد عمید وویل، «د قطر د سولې خبرې د طالبانو لپاره یو غټ چانس وو ځکه چې هغو خبرو هغوی ته فرصت ورکړی وو چې له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له متحده ایالاتو سره د سولې یوه معامله لاسلیک کړي، خو طالبانو یوه غلطي وکړه چې هغوی اوربند کول رد کړل او تاوتریخوالی او د خلکو وژل یې زیات کړل، او په دې توګه یې فرصت له لاسه ورکړ.»

هغه وویل، «دا روښانه ده چې طالبان به د سولې د فرصت په له لاسه ورکولو سره له زیات نظامي فشار سره مخامخ شي، او دا به د یادې ډلې لپاره یو غټ ټکان وي.»

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه کارپوه محمد رفیق شهیر وویل، «طالبانو یو له غوره فرصتونو څخه له لاسه ورکړ. طالبانو په وروستیو میاشتو کې د اسلامي امارت خوبونه لیدل، خو هغوی باید دا ومني چې اوس هغوی هېڅ هم نه لري او هغوی اعتبار له لاسه ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه، «که په دې حالت کې په طالبانو باندې نور نظامي فشار واچول شي، هغوی به دې ته مجبور کړي چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې خبرو سره یوځای شي.»

شهیر وویل، «طالبانو ته امتیاز ورکول او د هغوی په وړاندې نرمي کول داسې دي لکه څوک چې په خپله غېږه کې مار ته پالنه ورکوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید د ګلبدین حکمتیار د ډلې په څېر د افغانستان حکومت سره خبرې او سوله وکړي. کله چی د پاکستان او ایران له خوا حمایه کیدونکي یاغیان له افغان حکومت سره سوله وکړي امنیت پخپله راځي او چې امنیت راشي بیا په افغانستان کی نه د امریکایي ځواکونو پاتی کیدلو ته اړتیا پاتی کیږي او نه د نورو خارجیان. طالبان که په ریښتیا هم د پنجابیانو جاسوسان نه وي په کار دی چې د افغانستان حکومت سره د سولې خبری وړي او د انتخاباتو له لاری د واک ترلاسه کولو په هکله فکر وکړي.

ځواب ورکړئ