ټاکني

د طالبانو ځانمرګو بمي بریدونو په عامه ځایونو کې ملکي خلک په نښه کړل او نژدې ۵۰ کسان یې ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۶مه/ په پروان ولایت کې د ولسمشر اشرف غني لپاره د کمپاین له یوې غوندې سره نژدې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او یاغیانو خبرداری ورکړ چې د تلې په ۶مه کېدونکیو د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه مخکې به لا نور تاوتریخوالی ترسره کړي. [طلوع نیوز/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د طالبانو دوه ځانمرګو بمي بریدونو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲۶مه/ لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل، او اورپکو خبرداری ورکړ چې د را روانې میاشتې له انتخاباتو څخه مخکې به لا نور تاوتریخوالی جوړ کړي.

یوه بمي برید چې په پروان ولایت کې د ولسمشر اشرف غني د کمپاین غونډې سره نژدې وشو لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

له یادې چاودنې څخه نژدې یو ساعت وروسته، یوه بل ځانمرګي بمي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد په کابل کې د احمدشاه مسعود دایرې سره نژدې وچول چې لږ تر لږه ۲۲ کسان یې ووژل او ۳۸ نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنې وروسته له هغه وشوې چې متحده ایالاتو له اورپکو سره وروسته له هغه خبرې پای ته ورسولې چې هغوی په مذاکراتو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي یو کمپاین پیل کړ.

یو ټپي شوی سړی د وږي په ۲۶مه په کابل کې له یوې چاودنې څخه وروسته په یوه امبولانس کې وزیراکبرخان روغتون ته لېږدول کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی د وږي په ۲۶مه په کابل کې له یوې چاودنې څخه وروسته په یوه امبولانس کې وزیراکبرخان روغتون ته لېږدول کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خو د دې تکتیک تاوان بېرته اورپکو ته ورځي ځکه چې اوس د طالبانو مشران خپل ځانونه په یوه کمزوري شوي موقف کې ویني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې یوه اعلامیه کې د دواړو چاودنو مسؤلیت ومانه او ویې ویل چې د غني له غونډې سره نژدې برید قصداً د دې لپاره وشو چې د تلې د ۶مې انتخابات ټکني کړي.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «مونږ وار له مخه خلکو ته خبرداری ورکړی چې له انتخاباتي غونډو څخه دې لیرې اوسي، که هغوی ته څه تاوان ور ورسیږي مسؤلیت یې د هغوی پخپله غاړه دی.»

'د افغانانو وینو ته تږي دښمنان'

د پروان روغتون رییس عبدالقاسم سنګین ای اېف پي ته وویل، په پروان کې رامنځته شویو تلفاتو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. هغه زیاته کړه چې په ۲۶ وژل شویو سربېره ۴۲ کسان نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، په پروان ولایت کې د غني غونډې سره نژدې بمي بریدګر په یوه موټرسایکل سپور وو او غونډې ته د ورتګ په لاره کې یې د تلاشۍ په یوه پوسته کې خپله چاودېدونکې وسیله وچوله.

رحیمي د فېسبوک په یوه پوست کې د مړینو شمېر تایید کړی او لیکلي یې دي، «په دغه ترهګریز برید کې، د افغانانو وینو ته تږو دښمنانو یو ځل بیا په عام محضر کې ملکي خلک په نښه کړل او خپل وحشي مخونه یې څرګند کړل.»

غني چې د چاودنې په وخت کې یې خپلو ملاتړ کوونکیو ته خبرې کولې ژوبل نشو خو وروسته یې دغه برید وغانده او ویې ویل چې دې پېښې تایید کړه چې طالبان له روغې جوړې سره ریښتنې علاقه مندي نه لري.

غني په یوه اعلامیه کې وویل، «دا چې طالبان خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي،‌ هغوی یو ځل بیا ثابتوي چې هغوی په افغانستان کې له سولې او ثبات سره علاقه مندي نه لري.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې چارواکو هم په طالبانو باندې انتقاد وکړ. په یوه ټویټ کې، هغوی یاغیان تورن کړل چې «د ملکي خلکو ژوند او په یوه ولسواکه پروسه کې په برخه اخستنه کې اساسي بشري حق ته له کرکې څخه ډکه بې اعتنایي» ښیي.

د غني یوه ویاند صدیق صدیقي له دغو غبرګو چاودنو څخه څو ساعته وروسته په یوه ټویټ کې وویل، «طالبان لا تر اوسه هم افغانان وژني او په فخر سره یې مسؤلیت پر غاړه اخلي.»

هغه وویل، «د طالبانو کار جنګ، تاوتریخوالی او وژنه دي.»

'یو جدي ګواښ'

په ورته وخت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یادې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، د طالبانو یوه پلاوي د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۵مه/ په تهران کې له ایراني چارواکو سره ولیدل.

تر دې مخکې طالبانو په مسکو کې له روسي چارواکو سره لیدلي وو، او افغانان پوښتنه کوي چې وروسته له هغه چې طالبانو په خپلو کارونو سره د سولې پروسه کمزورې کړه بیا دا ډله له خپلو نظامي ملاتړو سره د څه په هکله خبرې اترې کوي.

صدیقي د کوم مشخص هېواد د نوم له یادولو څخه پرته په دغو سفرونو باندې انتقاد وکړ.

هغه وویل، «طالبان د سیمې او نړۍ امنیت ته یو جدي ګواښ دی.»

صدیقي لیکلي، «د یادې ډلې کوربه توب د هېوادونو تر منځ د اړیکو د ټولو اساساتو پر ضد کار دی، په ځانګړې توګه د افغانستان د حکومت په حق کې چې تل د ګاونډیتوب ښې اړیکې غواړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500