امنیت

په بدخشان کې پوځي فشار ۴۲ طالب اورپکي تسلیمۍ ته اړ کړل

د هدایت الله راپور

پخواني طالب اورپکي د وږي په ۲۲مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې محلي مقاماتو ته د خپلو وسلو له سپارلو څخه مخکې په کتار کې ولاړ دي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

پخواني طالب اورپکي د وږي په ۲۲مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې محلي مقاماتو ته د خپلو وسلو له سپارلو څخه مخکې په کتار کې ولاړ دي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

کندوز -- محلي مقاماتو وویل، په بدخشان ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو په لسګونو طالب اورپکي مجبور کړل چې وتښتي او بیا د وږي په ۲۲مه په تخار ولایت کې حکومت ته تسلیم شي.

وروسته له هغه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بدخشان کران و منجان او یمګان ولسوالۍ بېرته ونیولې، ۴۲ تنو طالب اورپکو د پټېدلو ځای له لاسه ورکړ.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د بدخشان ولایت په ولسوالیو کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل... او د پوځي فشار له احساسولو څخه وروسته، د طالب جنګیالیو ډله په تخار ولایت کې د ورسج ولسوالۍ ته چې له بدخشان سره نښتې ده وتښتېدل.»

هغه وویل، «دغو طالب جنګیالیو د دوه پیکا ماشینو په شمول ۳۳ میله وسلې، یو د لاسي بمونو د ویشتلو راکټ او کلاشینکوفونه امنیتي ځواکونو ته ورتسلیم کړل.»

پخواني طالب اورپکي د وږي په ۲۲مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې محلي مقاماتو ته خپلې وسلې ورسپاري. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

پخواني طالب اورپکي د وږي په ۲۲مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې محلي مقاماتو ته خپلې وسلې ورسپاري. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

دا عملیات د هغه زیات شوي پوځي فشار برخه دي چې افغان او ایتلافي ځواکونو د تېرو څو اونیو په ترڅ کې د طالبانو پر ضد ترسره کړي دي، او په ترڅ‌ کې یې په سلګونو طالب قوماندانان وژلي او جنګیالیو ته یې د پټېدلو لپاره د نشت برابر پټنځایونه ورپرېښي دي.

اسیر وویل، په تسلیم شویو کسانو کې د یاد ګروپ مشر قاري قمرالدین هم شامل دی.

په جنګ باندې پښېماني څرګندول

د تسلیمۍ له مراسمو څخه وروسته قمرالدین د ماه نو تلوېزیون یوه خبریال ته وویل، «زما زوی د طالبانو یو جنګیالی وو».

هغه وویل، وروسته له هغه چې د هغه زوی په جنګ کې ووژل شو هغه فیصله وکړه چې د حکومت پر ضد جنګ وکړي.‌

هغه وویل، «زه له درې کالو راهیسې له طالبانو سره وم چې په ترڅ کې یې ما ته ډېر تاوان را ورسېد او سخت وختونه راباندې تېر شول. هره شېبه ماته خپله کورنۍ او ماشومان را یادېدل.»

قمرالدین وویل، «په مونږ باندې د زیاتو شویو ځمکنیو او هوایي بریدونو له امله مونږ مجبور شو چې د وژل کېدلو د مخنیوي لپاره د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ ته وتښتو.»

هغه وویل، «هلته مونږ د ورسج ولسوالۍ د قومي مشرانو له لارې د ملي امنیت ریاست چارواکو او محلي حکومتي ادارې سره تماس ونیو، او نن راغلو او له حکومت سره یوځای شو. مونږ په تېرو څو کلونو کې په ترسره کړو کارونو باندې پښېمان یو.»

په سیمه کې نورو ناراضي طالب جنګیالیو له تسلیمۍ څخه مخکې د قمرالدین په هکله لټون کاوه.‌

یوه بل پخواني طالب جنګیالي او د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عظیم احدي چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «مونږ له قاري قمرالدین سره تماس ونیو او له هغه سره یوځای راغلو.»

هغه وویل، «اوس مونږ له حقیقت څخه خبر شو. نور به مونږ د نورو خلکو د چالونو ښکار نشو، او د خپل هېواد د نېکمرغۍ لپاره به کار وکړو.»

هغه وویل، «مونږ له شرمه له خپلو خلکو سره نشو مخامخ کېدلی. مونږ له خپلو خلکو څخه بخښنه غواړو.»

د اورپکو پر ضد عملیات

د تخار امنیه قوماندان جنرال سید معراج الدین سادات په یوه مرکه کې وویل، «حکومتي ځواکونو خپل هوایي او ځمکني عملیات زیات کړي دي.»

هغه وویل، د څلورو ورځو په ترڅ کې چې د طالب جنګیالیو تسلیمۍ ته یې لاره هواره کړه، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو «د تخار ولایت درقد، ینګي کلا، خواجه غار او د خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو ځینې برخې له طالبانو څخه پاکې کړې.»

سادات وویل، «زمونږ ځواکونو طالبانو ته درانه تلفات ور اړولي او ورځ تر بلې یې مورال لوړېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500