ځوانان

ځوانانو په «سوله او اوربند» کرکټ ټورنامنټ کې پر طالبانو نیوکې وکړې

د رازق کندهاري راپور

د هلمند د کرکټ لوبډله د وږي په ۱۹مه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د «سوله او اوربند» تر نامه لاندې ترسره شوي کرکټ ټورنامنټ په نیمه پایلوبه کې د غزني په وړاندې لوبه کوي. [رازق کندهاری]

د هلمند د کرکټ لوبډله د وږي په ۱۹مه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د «سوله او اوربند» تر نامه لاندې ترسره شوي کرکټ ټورنامنټ په نیمه پایلوبه کې د غزني په وړاندې لوبه کوي. [رازق کندهاری]

زابل -- د اوو جنوبي ولایتونو د کرکټ لوبډلو د وږي په ۱۰ - ۱۹مه په زابل ولایت کې یو ټورنامنټ ترسره کړ او په ترڅ کې یې له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې لاره غوره کړي او جنګ پای ته ورسوي.

د کندهار، هلمند، نیمروز، هرات، غزني، پکتیکا او زابل ولایتونو لوبډلو د زابل ولایت په مرکز کلات کې د «سوله او اوربند» په نامه ټورنامنټ کې یو د بل پر وړاندې لوبه وکړه.

په وروستي مېچ کې، د هلمند لوبډلې د پکتیکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله.‌

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لال جان افغان چې د پایلوبې لیدلو ته راغلی وو، وویل، «زه ډېر خوښ یم چې د «سوله او اوربند» په نامه د کرکټ ټورنامنټ په زابل کې ترسره شو.

په لسګونو ځوانان د وږي په ۲۱مه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې راټول شوي څو له طالبانو څخه وغواړي چې اوربند اعلان او سوله وکړي. [د سولې ولسي حرکت څخه په مننه]

په لسګونو ځوانان د وږي په ۲۱مه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې راټول شوي څو له طالبانو څخه وغواړي چې اوربند اعلان او سوله وکړي. [د سولې ولسي حرکت څخه په مننه]

هغه وویل، «خدای دې افغانستان ته سوله راولي. که سوله راشي، مونږ کولی شو چې د زابل هرې برخې ته لاړ شو او یو خوشحاله ژوند ولرو.»

افغان وویل، «زه له طالبانو څخه غواړم چې سوله وکړي او اوربند اعلان کړي. په افغانستان کې د جګړې ټول قربانیان بې ګناه افغانان دي، نو مونږ ټول له دې وضعې څخه ستړي یو او مونږ سوله او اوربند غواړو.»

په زابل کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالقیوم عاجز وویل، دغه د کرکټ ټورنامنټ «ښیي چې مونږ اوربند او سولې ته تږي یو.»

هغه وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د سولې پروسې سره یوځای شي او له دې فرصت څخه ګټه واخلي. مونږ د تېرو ۱۸ کالو په ترڅ کې له بدمرغۍ څخه پرته نور څه نه دي لیدلي.»

له زابل څخه د کرکټ یوه مینه وال روح الله حکیمي چې ۳۵ کاله عمر لري او د ټورنامنټ ننداره یې کوله، وویل، «کرکټ د سولې، ورورولۍ او یووالي لوبه ده.»

هغه وویل، «دا ټورنامنټ د ځوانانو تر منځ د یووالي په راوستلو او د ولایتونو تر منځ د اړیکو جوړولو کې یو مهم رول لوبوي. مونږ هیله لرو چې یاغیان به جنګ بس کړي او د سولې پروسې سره به یوځای شي ځکه چې جګړې ډېر افغانان زورولي دي.»

د نیمروز د کرکټ لوبډلې یوه لوبغاړي عبدالرحیم رحیمي وویل، «له دې مېچونو څخه زمونږ هدف دا دی چې له یوه ولایت څخه نورو ولایتونو ته د سولې غږ ورسوو.»

هغه زیاته کړه، «د کرکټ لوبو له لارې، مونږ کولی شو چې د جنګ او نشه ییزو توکو پر ضد یو ښه کمپاین ترسره کړو.»

د اروزګان ځوانانو د اوربند غوښتنه وکړه

نور افغان ځوانان د سولې غوښتنو ته دوام ورکوي.‌

په لسګونو ځوانان د وږي په ۲۱مه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې راټول شول او پر طالبانو یې غږ وکړ چې اوربند اعلان کړي.‌

له اروزګان څځه یوه برخه وال احمد جاوېد خپلواک چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «داسې ځوانان شته چې د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې یې خپلې سترګې له لاسه ورکړي، خپلې پښې یې له لاسه ورکړي او د هغوی هیله دا ده چې سوله وویني.»

هغه وویل، «که اوربند اعلان نشي، دا بدمرغي او له کرکې ډک چلند به دوام ومومي چې زیان به یې افغانانو ته رسېږي.»

خپلواک وویل، «له سیاستوالو، حکومت او طالبانو څخه زمونږ اساسي غوښتنه دا ده چې یو دایمي اوربند وکړي او یو له بل سره داسې وګوري لکه د تېر کال د اختر د اوربند په ترڅ کې یې چې سره ولیدل چې خوشحالي یو ځل بیا راستنه شي.»

افغان حکومت د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۲۲مه له طالبانو سره یو اونیز اوربند اعلان کړ څو دغه ډله د مذاکراتو مېز ته راولي. هغه کال طالبانو ومنله چې د غبرګولي په ۲۵ - ۲۷مهد کوچني اختر په مناسبت اوربند وکړي.

سږ کال، د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده په پیغام کې چې ډېره تمه ورته کېدله د اوربند په هکله چې افغانانو یې ډېره هیله لرله هېڅ ذکر نه وو شوی.‌

د سږ کال کوچنی اختر هم د هبت الله له خوا د اوربند په ردولو سره تېر شو.

د ترینکوټ د غونډې یوه برخه وال داود دراني وویل، «اوس مونږ او تاسو مجبور یو چې په هر قېمت وي سوله راولو، او مونږ یوه دایمي او ثابته سوله غواړو. مونږ د پنځو ورځو سوله نه غواړو چې په بله ورځ‌ په کې افغانستان بیا له ستونزو سره مخامخ شي او افغانان سرپناه نه مومي او یو سوله ییز ژوند نشي کولی.»

یوه بل برخه وال اسدالله نوري وویل، «په جګړه کې چې ډېر ژوبلېږي ځوانان دي. د نن ورځې د غونډې یوازنی دلیل دا دی چې دواړو غاړو ته په جنګي ځواکونو کې ځوانان ولاړ دي. سوله مهمه ده ځکه چې مونږ وژل کیږو، له دې امله، مونږ یو دایمي اوربند او سوله غواړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500