http://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/09/20/feature-02
| امنیت

طالبانو د اورپکو د تلفاتو په ډېرېدلو سره، سره صلیب ته اجازه ورکړه چې خپل فعالیتونه بیا پيل کړي

د سلیمان راپور

دا عکس چې د طالبانو له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی په فاریاب ولایت کې د اورپکو په یوه موټر د ایتلاف له یوه هوایي برید څخه وروسته د هغوی د موټر پاتې شونې ښیي. [آرشیف]

کابل -- طالبانو، چې د پوځي فشار د زیاتېدلو له امله یې تلفات په ډېرېدلو دي، منلې چې د سره صلیب نړۍ والې کمېټې (سره صلیب) ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې فعالیتونه بیا پیل کړي.

سره صلیب د وري په میاشت کې وویل، هغوی د طالبانو له دې غوښتنې څخه وروسته چې دغه د بشري مرستو موسسه او د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) دې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي، په دغه هېواد کې خپل کار ځنډولی وو.

په هغه وخت کې د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي وو چې د سره صلیب نړۍ والې موسسې له طالبانو سره «په خپلو هوکړو عمل نه دی کړی»، او یادې ډلې په ډبلیو اېچ او باندې تور ولګاوه چې د واکسینیشن د کمپاین په ترڅ کې «مشکوک حرکتونه» کوي.

په دې عکس کې چې د وري په ۷مه اخیستل شوی، افغان سړي چې د ماینونو په چاودنو کې د خپلو پښو له لاسه ورکولو څخه وروسته یې مصنوعي پښې لګولي دي په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې (سره صلیب) په روغتون کې ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان مقامات او تحلیلګران وایي، طالبان هغوی ته یوازې د دې لپاره د فعالیتونو د بیا پیلولو اجازه ورکوي چې اورپکي د افغان او نړۍ والو ځواکونو له خوا تر سخت فشار لاندې دي.‌

هغوی وایي، د جګړې په ډګر کې د قربانیانو په شمېر کې د ډېرښت له امله، طالبان سخته اړتیا لري چې خپل ټپي شوي جنګیالي روغتیایي مرکزونو ته انتقال کړي.‌

په کابل کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د راپور په اساس، یاغیانو هغه وخت مرستې ترلاسه کول ودرول چې طالبانو د وري په ۲۴مه د سره صلیب د کارکوونکیو د امنیت تضمینول لغوه کړل.

په کابل کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې ویاندې رویا موسوي په یوه مرکه کې وویل، «مونږ د افغانستان د بشري وضعیت په هکله په قطر کې له طالبانو سره معلومات شریک کړل. مونږ د بشري وضعې په هکله د سره صلیب اندېښنې له هغوی سره شریکې کړې، او مونږ د خپلو فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره یوې ګډې هوکړې ته ورسېدو.»

موسوي وویل، «وروسته له هغه چې طالبانو د وږي په ۲۳مه یوه اعلامیه خپره کړه او د خدمتونو د بیا پيلولو اجازه یې ورکړه، سره صلیب خپل فعالیتونه پیل کړل. مونږ خوښ یو چې زمونږ بشردوستانه فعالیتونه بیا پیل شوي دي.»

هغې وویل، «مونږ به ژر د جګړې له ډګر څخه د مړو را اېستل، د بندیانو او د هغوی د کورنیو تر منځ د کتنو او ټیلیفوني تماسونو برابرول، او ټپي شوي کسان طبي مرکزونو ته انتقالول، پيل کړو.‌»

موسوي زیاته کړه، «هغه جنګ او بمبارۍ چې هره ورځ ترسره کیږي هغو ورځنی ژوند متاثر کړی، او خلک د سره صلیب خدمتونو ته په ډېرېدونکي ډول اړتیا لري. مونږ د جګړې په لوریو باندې غږ کوو چې مونږ ته د بې خنډه لاسرسي سهولت راکړي څو مونږ هغو کسانو ته چې د جګړې په ډګر کې اغېزمن شوي دي د جګړې د نړۍ وال قانون په اساس روغتیایي کارکوونکي، امبولانسونه او نورې بشري مرستې برابر کړو.»

سره صلیب ته د طالبانو اړتیا

تحلیلګران وایي، په طالب جنګیالیو باندې د پوځي فشار ډېرښت یادې ډلې ته د ډېرو زیانونو د ور اوښتلو سبب شوی، او هغوی یې دې ته مجبور کړي چې د سره صلیب نړۍ والې کمېټې څخه د مرستې د بیا پيلولو غوښتنه وکړي.

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه تحلیلګر میاګل وثیق وویل، «طالبانو په داسې یوه حال کې سره صلیب ته د خپلو فعالیتونو د بیا پيلولو اجازه ورکړې چې په هغوی باندې پوځي فشار زیات شوی ... او د ولسمشر په وینا یوازې په یوه اونۍ کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «دا وخت، د طالبانو دا پرېکړه په څرګنده ښیي چې هغوی د جګړې په ډګر کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې مرستې ته اړتیا لري.»

وثیق وویل، «زه فکر کوم چې طالبانو د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې چارواکو سره په کتنه کې له هغوی څخه غوښتنه کړې چې له هغوی سره د هغوی د جنګیالیو د مړو په ټولولو او د ټپي جنګیالیو په تداوۍ کې مرسته وکړي.»

په کابل کې د یوه پوهنتون د ماسټرۍ د دورې محصلې سارا شریفي چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، طالبانو د وري په میاشت کې هغه وخت چې یادې ډلې د سره صلیب نړۍ واله کمېټه مجبوره کړه چې خپل فعالیتونه ودروي، یوه غلطي وکړه.

شریفي وویل، «د سره صلیب نړۍ واله کمېټه په جګړه کې ښکېلو هېوادونو کې د شخړې ټولو لوریو او هغو کسانو ته چې جګړې اغېزمن کړي وي د هغوی د قوم، دین، نژاد او جنسیت له پام کې نیولو څخه پرته بشري خدمتونه برابروي، خو طالبانو د دغې بې طرفه موسسې د فعالیتونو په بندولو سره ټول بشردوستانه او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل.»

شریفي زیاته کړه، «زه فکر کوم چې اوس طالبان د جګړې په ډګر کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې بشري مرستې ته اړتیا لري او له همدې امله هغوی موافقه کړې چې د سره صلیب د موسسې کارکوونکیو ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیتونه بیا پيل کړي څو دغه موسسه له هغوی [طالبانو] سره د هغوی د جنګیالیو د مړو په ټولولو او د ټپي شویو جنګیالیو په تداوۍ کې مرسته وکړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عارف کیاني وویل، د طالبانو د تلفاتو ډېرښت دغه ډله مجبوره کړه چې یو ځل بیا د بشري مرستو له موسسو څخه مرسته وغواړي.‌

هغه وویل، «هر ځل چې په طالبانو باندې پوځي فشار راځي، هغوی هڅه کوي چې په ځان باندې د زور د کمولو لپاره یو څه تکتیکي انعطاف وښیي. دا چې طالبان د افغان او نړۍ والو ځواکونو له خوا له هدفي بریدونو سره مخامخ شوي دي له دې امله د جګړې په ډګر کې هغوی په یوه ښه حالت کې نه دي. هغوی ته درانه تلفات وراوښتي او ډېر جنګیالي یې ټپي شوي دي.»

کیاني وویل، «په دې کې شک نشته چې د طالبانو ټپي شوي جنګیالي ډاکترانو او روغتیايي اسانتیاوو ته ضرورت لري چې د خراب امنیت له امله د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې نشته. اوس طالبان غواړي چې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې په هکله له خپلې پرېکړې څخه دوه مهم هدفونه ترلاسه کړي: د خپلو ټپي شویو جنګیالیو د تداوۍ په هکله اطمینان ترلاسه کړي او د ملي او بین المللي مرستندویو او خیریه ادارو په وړاندې یو انعطاف منونکي چلند له ځانه وښیي.»

د پوځي فشار ډېرېدل

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، «په طالبانو باندې هوایي او ځمکني بریدونه او ورسره ځانګړي او شپني عملیات په بې سابقې ډول زیات شوي، او د هغوی تلفات څو برابره ډېر شوي دي. هره ورځ هغوی د جګړې په ډګر کې د خپلو جنګیالیو په لسګونو مړي پرځای پرېږدي.»

امان په یوه مرکه کې وویل، «دا روښانه ده چې طالبان د مرستندویو موسسو مرستې ته اړتیا لري چې د جګړې له ډګر څخه د هغوی د جنګیالیو مړي راوباسي او ټپیان یې راپورته کړي، او ښایي چې هغوی سره صلیب ته د همدغه ځانګړي هدف لپاره د فعالیتونو د بیا پیلولو اجازه ورکړې وي.»

امان وویل،‌ هره ورځ له ۱۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل کیږي او یاغي ډلې د خپل ډېر قلمرو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل، «ډېره خاوره په وروستیو کې له طالبانو څخه پاکه شوې ده. شپږ میاشتې مخکې، طالبان په تهاجمي حالت کې وو، خو اوس تر فشار لاندې دي او ... دفاعي حالت ته اوښتي دي.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال باقي سمندر د وري په میاشت کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د عملیاتو ځنډول د نه توجیه وړ وبلل او خبرداری یې ورکړ چې طالبان به په خپلو ژمنو ونه درېږي.‌

سمندر وویل، «د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د فعالیتونو بیا پیلول یو ښه ګام دی، خو په طالبانو باندې باور نشي کېدلی ځکه چې هغوی پخوا هم داسې وعدې کړې وې خو په خپلو ژمنو نه وو درېدلي.»

هغه زیاته کړه، «څو ځلې مونږ لیدلي چې طالبانو د نړۍ والو مرستندویو ادارو عملیات ودرولي، او تر دې چې د هغوی کارکوونکي یې په نښه کړي، ویشتي او وژلي دي.»

هغه وویل، «طالبانو په ملکي خلکو او ناپېیلو خیریه ادارو باندې په بریدونو کولو سره ثابته کړې چې هغوی د وسله والې جګړې په هېڅ نړۍ والو کنوانسیونونو باندې باور نه لري. دا چې هغوی د جنګ هېڅ قوانین نه مني، دا داسې شک راولاړوي چې آیا هغوی به نړۍ والو مرستندویو موسساتو سره په خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.»

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال امان هم له دې خبرې سره موافقه وکړه.‌

هغه وویل، «طالبان هېڅکله په خپله خبره ټینګ نه دي پاتې شوي. ګڼ ځلې هغوی ژمنه کړې چې هغوی به ملکي خلکو، عامه تاسیساتو یا خیریه ادارو ته زیان نه ور رسوي، خو مونږ ولیدل چې هغوی خپلې وعدې ماتې کړې. هغوی ملکي خلک ووژل، په عامه شتمنیو یې بریدونه وکړل او ویجاړې یې کړې، او د نړۍ والو خیریه موسسو کارکوونکي یې ووژل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
0
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha