دین

دیني عالمان وایي، اسلام د ناروا جنګ د پای ته رسولو غوښتنه کوي

د عمر راپور

افغانان د ۱۳۹۸ د زمري په ۲۰مه په کابل کې د شاه دو شمشېره په جومات کې د لوی اختر لمونځ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د ۱۳۹۸ د زمري په ۲۰مه په کابل کې د شاه دو شمشېره په جومات کې د لوی اختر لمونځ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- د هرات دیني عالمانو چې د بېلابېلو مذهبي مکتبونو استازي په کې وو په یوه تازه سروې کې څېړونکو ته ویلي چې د سولې پروسه مشروع پروسه ده او په شخړه کې ښکېل لوري باید جګړه پای ته ورسوي.‌

دغه څېړنه په هرات کې د ټولنیزې پراختیا او دفاع موسسې (اېس ډي ای او) او د هرات پوهنتون د سولې مرکز د «په افغانستان کې د سولې د هڅو دیني مشروعیت» تر عنوان لاندې د سلواغې او زمري تر منځ موده کې ترسره کړې ده.‌

څېړونکو په دې ترڅ کې د اتو اسلامي فقهي مکتبونو له دیني عالمانو سره د سولې د پروسې په هکله مرکې کړي دي.‌

د څېړنې پایلې د زمري په ۳۱مه په هرات پوهنتون کې په یوه اکاډمیک راپور کې خپرې شوې.

د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان د وږي په ۵ مه په دغه پوهنتون کې راټول شوي چې په افغانستان کې د سولې په هکله خبرې اترې وکړي. [عمر]

د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان د وږي په ۵ مه په دغه پوهنتون کې راټول شوي چې په افغانستان کې د سولې په هکله خبرې اترې وکړي. [عمر]

محلي اوسېدونکي د وږي په ۲۸مه په قلات کې په یوه روغتون د طالبانو له موټر بمي برید څخه وروسته د روغتون له یوه ناروغ سره مرسته کوي. [رازق کندهاري]

محلي اوسېدونکي د وږي په ۲۸مه په قلات کې په یوه روغتون د طالبانو له موټر بمي برید څخه وروسته د روغتون له یوه ناروغ سره مرسته کوي. [رازق کندهاري]

د ټولنیزې پراختیا او دفاع موسسې (اېس ډي ای او) رئیسې فردینا صالحي وویل، «د څېړنې له ترسره کولو څخه زمونږ هدف دا وو چې د سولې د پروسې په هکله د بېلابېلو فقهي مکتبونو د عالمانو نظرونه راټول کړو.»

هغې وویل، «د سولې د دیني مشروعیت په هکله هېڅکله هېڅ څېړنه نه وه شوې. مونږ د سولې د پروسې په هکله په یوه نازک وخت کې یو او په دې ورځو کې د سولې په هکله بحثونه ډېر ګرم شوي دي.»

هغې وویل، «د څېړنې په ترڅ کې، مونږ له بېلابېلو مذهبي ډلو سره چې سني او شیعه پورې د اړوندو بېلابېلو فقهي مکتبونو (شاګردان او عالمان په کې شامل وو» مرکې وکړې.»

څیړونکی عصمت الله جعفري چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، وویل، «په دې څېړنه کې هڅه شوې چې د افغانستان د سولې د پروسې په هکله د اتو فقي مکتبونو نظریات وڅېړل شي.»

هغه وویل، د څېړنې عمومي موندنې ښیي چې متداول دیني فقهي مکتبونه د سولې پروسه مشروع بولي.‌

یوه بل محقق او د هرات ولایت اوسېدونکي عبدالوحید ګلراني وویل، «دیني عالمانو له مونږ سره د مرکو په ترڅ کې د سولې غوښتنه وکړه،‌ او تاکید یې وکړ چې طالبان او افغان حکومت باید سره کېني او د دیني قواعدو مطابق سوله وکړي.»

هغه وویل، فقهي مکتبونه سوله د خلکو لپاره یوه مهمه اړتیا بولي،‌او هغوی هیله من دي چې د سولې خبرې به بریالۍ شي.‌

دیني عالمان:‌ دا جنګ «غیر مشروع» دی

دیني عالمان وایي، د اسلامي لارښوونو په اساس،‌ دا جنګ ناروا دی او څومره ژر چې کېدای شي باید پای ته ورسېږي.‌

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالهادي وثیقي وویل، که یو څوک د اسلام تاریخ ته وګوري، دا ښکاره ده چې سوله د دین یو مهم اصل دی.

هغه وویل، «زه دا په یقین سره وایم چې دا وخت د حکومت، عادي افغانانو او دیني عالمانو په شمول، د ټولنې ټول وګړي سوله غواړي. زه په دیني عالمانو باندې غږ کوم چې د شخړې ټول اړخونه وهڅوي چې سوله وکړي

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم مولوي عید محمد عثماني وویل، «خدای پاک مسلمانانو ته حکم کړی چې د دوه جنګي لوریو تر منځ سوله وکړي. په دې اساس، دا په مسلمانانو باندې لازمه ده چې په خپلو کې سره سوله وکړي.»

عثماني وویل، «سوله په اسلام کې ډېر اهمیت لري. په افغانستان کې سولې ته ډېره اړتیا ده، او مونږ ټول باید هڅه وکړو چې په هېواد کې پوره سوله رامنځته شي او جګړه پای ته ورسېږي.»

سوله او بین الافغاني خبرې اترې 'غټ لومړیتوب' دی

په هرات ښار کې د وږي په ۸ مه په یوه غونډه کې خواوشا ۴۰۰ دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې جګړه دې پای ته ورسیږي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.

د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یوه استاد عبدالمجید صمیم وویل، «په موجودو شرایطو کې چې هېواد په کې له جنګ او خونرېزۍ سره لاس او ګرېوان دی سوله تر ټولو غټ لومړیتوب دی.»

هغه وویل، «په افغانستان کې روان جنګ باید ژر تر ژره ودریږي، او زمونږ هېواد باید د سولې د بین الافغاني خبرو له لارې سوله او ثبات ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «د دیني عالمانو په توګه زمونږ یوازنۍ غوښتنه دا ده چې جنګ پای ته ورسیږي. مونږ په طالبانو باندې غږ کوو چې له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالسمیع فرید وویل، «د اسلام له نظره، د جنګ او ټولنیزو ستونزو د مخنیوي غوره لاره دا ده چې سوله وشي.»

هغه وویل،‌ «مونږ د خدای په خاطر او د خپلو هغو خلکو په خاطر چې ډېر زیانونه ور رسېدلي دي، په افغانستان کې د شخړې له دواړو لوریو څخه غواړو چې د خپلو غوښتنو سطحه راټیټه کړي او خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

هغه وویل، «د اسلام په اساس، په جنګ کې د بې ګناه وینه تویول د ټولو انسانانو له وژلو سره برابر دي. د دې ټکي په پام کې نیولو سره، مونږ د دیني عالمانو په توګه د جنګ له جهتونو او طالبانو څخه غواړو چې نور دې د بې ګناه خلکو له وژلو څخه لاس واخلي او سوله دې وکړي.»

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم مولوي محمد داود کاکړ وویل، «مونږ ټول دا جنګ «غیر مشروع» بولو او سوله د هېواد د نېکمرغۍ او ازادۍ لپاره غوره انتخاب بولو. دا جنګ او د بې ګناه خلکو وژل باید ودریږي.»

هغه وویل،‌ هره ورځ جنګ په سلګونو ښځې کونډې کوي، په سلګونو ماشومان یتیمان کوي او په سلګونو کورنۍ بې سرپرسته کوي، او زیاته یې کړه چې جنګ د افغانانو لپاره د سخت درد سبب ګرځېدلی دی.

فرید زیاته کړه، «افغانان باید نور له ځانمرګو بریدونو او چاودنو څخه ونه وېرېږي. مونږ نور نه غواړو چې زمونږ میندې او ماشومان په جنګ کې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او اوښکې توی کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان نه غواړي چې خلک فکر وکړي، هغوی یوازې دا غواړي چې خلک هغوی تعقیب کړي. که تاسو د هغوی په څېر عقیده نه لرئ هغوی به تاسو او ستاسو کورنۍ ژوبل کړي یا به مو ووژني.‌

ځواب ورکړئ