امنیت

افغان او ایتلافي ځواکونو په اچین سیمه کې د داعش پاتې پټنځایونه په نښه کړل

د خالد زېري راپور

افغان ځواکونو چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت یې حمایه کوي د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د داعش د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره یو لړ پوځي عملیات پیل کړي دي. [خالد زېری]

ننګرهار -- افغان ځواکونو چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت یې حمایه کوي د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د داعش پټنځایونه له منځه وړي.

چارواکو وویل چې په باندر دره کې دغه ګډ عملیات چې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه ورته هوایي ملاتړ برابروي د وږي په ۱۹مه پیل شو.

په یوه اونۍ کې افغان ځواکونو له ۷۰ څخه ډېر ځمکني ماینونه چې اورپکو په کورونو کې ښخ کړي ول، شنډ کړل. هغوی غوښتل چې د دغو ماینونو په وسیله عملیات ورو کړي.‌

په ننګرهار کې د افغان ملي اردو د ۴مې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي د وږي په ۱۶مه په یوه مرکه کې وویل، «په دې موده کې مونږ ۱۰ مربع کیلومتره ساحه له دښمن څخه پاکه کړې ده، د داعش ۲۰ غړي مو وژلي دي او له ۷۰ څخه زیات ماینونه مو شنډ کړې دي.»

د افغان ملي اردو عسکر د وږي په ۲۵مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د توپ د یوې ګولۍ د وارولو لپاره چمتووالی کوي.‌ [خالد زېری]

د افغان ملي اردو عسکر د وږي په ۲۵مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د توپ د یوې ګولۍ د وارولو لپاره چمتووالی کوي.‌ [خالد زېری]

افغان توپچي ځواک د وږي په ۲۵مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې د داعش یو پټنځای ولي. [خالد زېری]

افغان توپچي ځواک د وږي په ۲۵مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې د داعش یو پټنځای ولي. [خالد زېری]

نیازي وویل، «له دغو عملیاتو څخه وروسته به مونږ په یاده دره کې د ولسي پاڅون له ځواکونو څخه تشکیل شوي دوه لوی بېسونه او ۱۱ امنیتي پوستې جوړې کړو چې دغه سیمه د داعش له خطر څخه په بشپړ ډول خوندي شي.»

د اچین ولسوال عاشق الله سادات په یوه مرکه کې وویل، «کله چې داعشیان په لومړي ځل د پاکستان له تیراه درې څخه راواوښتل، هغوی په باندر دره کې میشت شول او له دې ځای څخه یې خپل جنګي فعالیتونه پیل کړل. دا دره د اچین ولسوالۍ د ټولې خاورې له ۳۵٪ څخه تر ۴۰٪ پورې جوړوي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په دې دره کې د ځانونو لپاره د ملي اردو او پولیسو د امنیتي پوستو د جوړولو غوښتنه کړې ده.»

سادات وویل، پوځي عملیات به تر هغه وخته پورې دوام ومومي څو چې عسکر دا سیمه له داعش څخه پاکه کړي.‌

کور ته راستنېدل

حکومتي چارواکو وویل، په باندر دره کې د عملیاتو په ترڅ کې ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور اوښتی.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي په یوه مرکه کې وویل، له دغو عملیاتو څخه وروسته به کارکوونکي د سیمې د اوسېدونکیو لپاره کورونه، ښوونځي او نور تاسیسات جوړ کړي.

خوګیاڼي وویل، «له عملیاتو څخه وروسته به مونږ هغو ملکي خلکو سره چې کورونه یې ویجاړ شوي وي مرسته وکړو، او همدارنګه به مونږ په سیمه کې ښوونځي بیا جوړ کړو.»

د باندر درې یوه اوسېدونکي نورمحمد شینواري چې ۴۵ کاله عمر لري او د داعش د غړو له راتګ څخه وروسته یې له سیمې څخه کډه کړې وه، وویل، نوموړی له څو کاله لیرې والي څخه وروسته تازه خپلې سیمې ته راستون شو چې خپل کور چې یاغیانو وران ویجاړ کړی وو وویني.

هغه وویل، «زه خپل کور ته لاړم، خو هېڅ شی په کې نه وو پاتې.‌ داعش وران کړی وو، او زما ځمکه او باغونه ویجاړ دي. دا یو جنت وو،‌ خو ویجاړ شو.»

هغه زیاته کړه، «زه غواړم چې خپل کور ته راستون شم او دلته ژوند وکړم ځکه چې دا زما د نیکه سیمه ده. حکومت باید دلته پوستې جوړې کړي او له مونږ سره مرسته وکړي چې بېرته په خپلو پښو ودرېږو.»

د باندر سیمې یو بل اوسېدونکی فقیرمحمد چې د داعش له امله یې سیمه پرېښې وه له سیمې څخه د داعش جنګیالیو د اېستلو لپاره پیل شویو عملیاتو ته خوشحاله دی.

هغه وویل، «زه زمونږ په دره کې د ترسره شویو عملیاتو له امله ډېر خوښ یم، او ما وکولی شوای چې پنځه کاله وروسته خپل کور ته بېرته راستون شم. امنیت ښه شوی دی، او زه کولی شم چې خپله کورنۍ بېرته راولم او په خپل کور کې واوسېږم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500