ديپلوماسي

افغانانو د طالبانو له خوا د ایراني پروژو د خوندي کولو شرموونکې ژمنې وغندلې

د عمر راپور

د طالبانو استازي د تېر لړم په ۱۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله په نړۍ والو خبرو کې برخه اخلي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د طالبانو استازي د تېر لړم په ۱۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله په نړۍ والو خبرو کې برخه اخلي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

هرات -- افغانان د طالبانو هغه تازه ژمنه غندي چې وایي په افغانستان کې به د ایران د رژیم د ګټو ساتنه وکړي، دا په داسې حال کې ده چې یاده اورپکې ډله د افغانستان د بېخبنا د پروژو کمزوري کولو ته دوام ورکوي.

طالبان چې له متحده ایالاتو سره د سولې د خبرو په ناکامېدلو سره کمزوري شوي دي، د خپلې ډلې غړي تهران او مسکو ته لېږي چې له یادو دوه هېوادونو څخه ترلاسه کېدونکی ملاتړ زیات کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د وږي په ۲۵مه په یوه ټویټ کې له ایران څخه د څلورو استازو لیدنه تایید کړه.

هغه وویل، د طالبانو استازو له ایراني مقاماتو سره په افغانستان کې د ایران له خوا د تمویل شویو پروژو د خوندیتابه او پرمختګ په هکله خبرې وکړې.‌

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي د وږي په ۷مه د برېښنا یوه ستنه ترمیموي چې طالب اورپکو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې الوزولې وه. [د افغانستان د برېښنا شرکت، هرات]

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي د وږي په ۷مه د برېښنا یوه ستنه ترمیموي چې طالب اورپکو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې الوزولې وه. [د افغانستان د برېښنا شرکت، هرات]

په عکس کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د وږي میاشتې په نیمایي کې د یوه نظامي رسم ګذشت په ترڅ کې د ایران د پوځي او انقلابي ګارډ د جیګپوړو مشرانو تر څنګ لیدل کیږي. [د ایران د ولسمشر دفتر]

په عکس کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د وږي میاشتې په نیمایي کې د یوه نظامي رسم ګذشت په ترڅ کې د ایران د پوځي او انقلابي ګارډ د جیګپوړو مشرانو تر څنګ لیدل کیږي. [د ایران د ولسمشر دفتر]

دې ژمنې چې په افغانستان کې د تهران ګټې خوندي کوي د افغانانو تر منځ پراخه غوسه راپارولې ده.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد رفیق شهیر وویل، «دا به یوه غټه غلطي وي چې که طالبان یوازې هغو پروژو ته امنیت برابر کړي چې ایران یې په افغانستان کې تطبیقوي. هره پرمختیایي پروژه چې په افغانستان کې د هر هېواد له خوا تطبیقیږي هغه افغانانو پورې تعلق لري.»

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا د افغانانو پروا لري، هغوی باید ټولو هغو پروژو ته چې د افغانستان په هره برخه کې تطبیقیږي امنیت برابر کړي او هر چاته اجازه ورکړي چې خپل ژوند او اقتصادي حالت پورته وېسي چې په هېواد کې د ودې لپاره فرصتونه رامنځته شي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل،امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د ټولو پرمختیایي پروژو خوندیتوب یقیني کړي.‌

هغه وویل، «د حکومت مخالفو وسله والو عناصرو د ساختماني او پرمختیایي پروژو د تطبیق په ټکني کولو سره د خلکو په وړاندې خپله دښمني ثابته کړې ده. که څه هم چې مختلوونکې ډلې د پروژو د تطبیق په وړاندې ستونزې را ولاړوي، په هرات کې امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې د دښمنانو په وړاندې پیاوړی غبرګون وښیي او د پرمختیایي پروژو لپاره امنیت یقیني کړي.»

هغه زیاته کړه، «په پرمختیایي پروژو باندې د طالبانو د تخریبي بریدونو ژوندي مثالونه موجود دي چې په کې د سرک جوړونې د شرکتونو د کارکوونکو، د پرمختیایي پروژو د انجنیرانو او د هرات د حلقوي سرک د جوړوونکو کارکوونکیو وژل هم شامل دي.»

فرهاد وویل، «د لویو لارو، د ولسي تړون د پروژې او د اوبیزې برېښنا د بندونو په شمول ډېرې هغه ملي پروژې چې په هرات کې تطبیق شوي دي د دښمن تر ګواښ لاندې دي. دښمنان هڅه کوي چې دغو لویو اقتصادي پروژو ته زیان ور ورسوي.»

یاده ډله تهران ته وروسته له هغه سفر کوي چې تر دې مخکې یې مسکو ته سفر کړی وو او هغه سفر یې ډېرې پوښتنې راپورته کړې وې.

غوسه راپارول

تهران ته د طالبانو سفر او د ایران د رژیم له خوا هغوی ته تود هرکلي د افغان حکومت غوسه هم را پارولې ده.‌

د ولسمشر اشرف غني د دفتر ویاند صدیق صدیقي د وږي په ۲۶مه د کوم ځانګړي هېواد د نوم له یادولو څخه پرته په فېسبوک په خپل یوه پوست کې ولیکل چې دا کار له نړۍ والو قوانینو او د دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ متقابل درناوي څخه سرغړونه ده.

صدیقي وویل، «مونږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه دا توقع نه لرو چې د داسې یوې ترهګرې ډلې کوربه توب دې وکړي چې هغوی بې ګناه افغانان وژني او غواړي چې افغانستان وران کړي. زمونږ ګاونډیان باید په نړۍ والو قوانینو، په ځانګړې توګو هغو چې د ګاونډیانو حقونو پورې اړه لري، باندې عمل وکړي، او یوازې د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان مشروع حکومت یې ترسره کوي.»

ایران د افغانستان یوازنی ګاونډی هېواد وو چې طالبانو تېره اونۍ سفر ور وکړ.‌

هغه زیاته کړه، «طالبان د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي، او په افتخار سره یې مسؤلیت مني.» د طالبانو کولتور تر اوسه پورې هم جنګ او تاوتریخوالی او د خلکو وژل دی.

صدیقي وویل، «طالبان لا تر اوسه هم داسې یو خطرناک ګروپ دی چې سیمه ییز او نړۍ وال امنیت ګواښي. زه باور لرم چې د داسې یوې ډلې کوربه توب د هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د ټولو اصولو خلاف کار دی. د افغان حکومت چې وار له مخه یې له خپلو ګاونډیانو سره په دوستانه اړیکو ټینګار کړی دی، پر وړاندې داسې چاره، د ټولو اصولو خلاف کار دی.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد عمید وویل، وروسته له هغه چې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې خبرې ودرېدلې طالبان دغو هېوادونو ته سفرونه کوي او هڅه کوي چې خپل بایللی اعتبار بېرته ترلاسه کړي او وښیي چې د ایران او روسیې رژیمونه د هغوی ملاتړ کوي.

هغه وویل، طالبان ځانونو ته ملاتړي ګوري، او «له دې امله هغوی خپل لاسونه خپلو اصلي ملاتړ کوونکیو ته ور اوږده کړي دي.»

عمید زیاته کړه، «ایران د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې تل یې طالبان د یوې وسلې په توګه کارولي، او تل یې هڅه کړې چې د طالبانو له لارې خپل هدفونه ترسره کړي. دا وخت طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او هره ورځ په لسګونو ملکي خلک وژني. که ایران او روسیه د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي، افغانان او د نړۍ نور خلک به له دغو هېوادونو څخه کرکه وکړي.»

طالباني شرم

د افغانستان د لوېدیځې سیمې اوسېدونکي وایي دا د شرم خبره ده چې طالبان په افغانستان کې د ایران له ګټو څخه دفاع کوي په داسې حال کې چې هغوی په هېواد کې د پرمختیایي پروژو ویجاړولو ته دوام ورکوي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي وحید احمد جویا وویل، «طالبانو د افغانانو له دښمنانو سره خپل ځواکونه یوځای کړي او هغوی د افغانانو پر ضد په ګډه جنګ کوي. مونږ د طالبانو له شیطاني ارادې څخه ډېر ښه خبر وو او د طالبانو پر ضد د عامو خلکو کرکه له بل هر وخت څخه ډېره ده.«

هغه زیاته کړه، «د طالبانو د دې کار معنی د افغانانو پر ضد د جنګ اعلانول دي. په داسې حال کې چې ایران هڅه کوي چې زمونږ د اوبیزې برېښنا بندونه ویجاړ کړي، طالبان په بې شرمۍ سره دغه هېواد ته مراجعه کوي او غوښتنه ترې کوي چې د هېواد په ورانولو کې ورسره مرسته وکړي.»

د بادغیس ولایت د قلعه نو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جلیل احمد نیازي وویل، «طالبان نور نشي کولی ادعا وکړي چې په افغانستان کې د هغوی جنګ جهاد دی. طالبانو روسیې ته په تګ او له هغوی څخه د مرستې په غوښتلو سره د میلیونونو افغانانو وینه بې ارزښته کړه.»

"د هرات ښار یوه اوسېدونکي بازمحمد الکوزيوویل،«طالبانو تل هڅه کړې چې زمونږ ملي پروژې ویجاړې کړي.»

هغه وویل، «د طالبانو هدف دا دی چې د افغانستان د اوبو او برېښنا بندونه او لویې اقتصادي پروژې ویجاړ کړي. ایران طالبانو ته پیسې ورکوي چې د بخش اباد بند د جوړېدلو مخه ونیسي او سلما بند ویجاړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان د افغانانو پروا نه لري. هغوی یوازې غواړي قدرت ترلاسه کړي چې ټول افغانان کنټرول کړي.

ځواب ورکړئ