امنیت

د طالبانو پخواني قوماندانان له افغان پولیس ځواک سره یوځای شول

د رازق کندهاري راپور

ملا داود اشنا چې ۳۶ کاله عمر لري د طالبانو تر څنګ له شپږ کاله جنګ کولو څخه وروسته اوس په زابل ولایت کې د یوه پولیس افسر په توګه کار کوي. هغه د ۱۳۹۲ د کب په میاشت کې خپل لوری بدل کړ. [رازق کندهاري]

زابل -- د هغه لوري په هکله چې د طالبانو رهبري غواړي چې ډله یې په مخکې ونیسي له ګډوډۍ سره سره، افغان حکومت په پرله پسې توګه په دې کار کوي چې یاغیان د سولې پروسې ته راولي.‌

حکومت وایي چې د هغو طالبانو چې د تېرو شپږو کالو په ترڅ کې یې د جګړې ډګر پرېښی دی دقیق شمېر معلوم نه دی، خو شمېر یې په زرګونو دی.

دغه طالب جنګیالي او قوماندانان محلي مقاماتو ته تسلیم شوي دي. هغوی یا سوله ییز، شخصي ژوند ته راستانه شوي یا د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جنګ کوي.

حکومت هڅه کړې چې هغو کسانو ته چې وسلې یې پر ځمکه ایښي او سوله یې غوره کړې ده، کاري فرصتونه برابر کړي.‌

د طالبانو د تش په نامه ولسوال پخوانی مرستیال او قوماندان ملا داود اشنا چې ۳۶ کاله عمر لري او اوس د کلات اوسېدونکی دی،‌ د وږي په ۱ د زابل ولایت په مرکز کلات کې د سلام ټایمز خبریال سره خبرې کوي. [رازق کندهاري]

د طالبانو د تش په نامه ولسوال پخوانی مرستیال او قوماندان ملا داود اشنا چې ۳۶ کاله عمر لري او اوس د کلات اوسېدونکی دی،‌ د وږي په ۱ د زابل ولایت په مرکز کلات کې د سلام ټایمز خبریال سره خبرې کوي. [رازق کندهاري]

د افغانستان د امنیتي ځواکونو خدمت کول

د طالبانو یو پخوانی قوماندان او د نوبهار ولسوالۍ لپاره د تش په نامه ولسوال مرستیال ملا داود اشنا د ۱۳۹۲ کال د کب په ۲۳مه د سولې پروسې سره یوځای شو.‌

له دوه کالو څخه لږ وروسته د ۱۳۹۵د وري په ۳مه هغه له یوې میاشتې روزنیز پروګرام تعقیبولو څخه وروسته په رسمي توګه په زابل کې له افغان ملي پولیسو سره کار کول پیل کړل.

د زابل ولایت د مرکز کلات دغه ۳۶ کلن اوسېدونکي په یوه مرکه کې وویل، «ما خواوشا ۱۳ کاله د طالبانو تر څنګ جنګ وکړ.»

هغه وویل بالاخره، «زه پوه شوم چې هر هغه څه چې طالبان یې کوي هغه زمونږ د هېواد او خاورې لپاره زیان رسوي، نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره کار کول پرېږدم.»

هغه وویل، «بیا ما له مقاماتو سره تماس ونیو، او له حکومت سره یوځای شوم. ما د میزانې، نوبهار ولسوالیو او د شاه جوی ولسوالۍ د شوبر په شمول په ډېرو ولسوالیو کې د قوماندان په توګه کار وکړ.»

اوس،‌ اشنا د کلات ښار په کتلي سیمه کې د یوه مسؤل افسر په توګه کار کوي.‌

اشنا د طالبانو له پرېښودلو او د سولې پروسې سره یوځای کېدلو څخه وروسته توانېدلی چې خپله کورنۍ حمایه کړي او خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.

هغه وویل، «زه خوښ یم. دلته شرایط بهتر دي. هغه وخت چې زه له طالبانو سره وم شرایط ښه نه وو. هلته زمونږ ماشومان بې تعلیمه پاتې کېدل. الحمدلله چې زما ماشومان کولی شي چې دلته تعلیم وکړي.»

پخواني طالبان سخت پښېمان دي

اسلم ریښتین چې ۲۹ کاله عمر لري له ۱۳۹۵ څخه د ۱۳۹۷ تر کب میاشتې پورې په دای چوپان ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه محلي قوماندان په توګه کار وکړ.

د کب په میاشت کې، څو ورځې وروسته له هغه چې ریښتین له طالبانو سره ارتباطات پرې کړل او د افغان حکومت د سولې پروسې سره یو ځای شو، هغه د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یوه محلي پولیس افسر په توګه کار پیل کړ.‌

هغه په یوه مرکه کې وویل، «ما درې کاله د طالبانو د قوماندان په توګه کار وکړ. هلته مونږ مجبور شوي وو چې وحشیانه کارونه وکړو. زمونږ مشرانو مونږ ته ویل چې عام خلک ووېروو او مجبور یې کړو چې مونږ ته خواړه او چای راوړي، او که کوم چا به مونږ ته د خوړو،‌ چای یا پیسو له راکولو څخه ډډه کوله مونږ به وهل ځکه چې زمونږ مشرانو مونږ ته حکم کړی وو چې داسې وکړو.»

ریښتین وویل، «اوس زه سخت پښېمان یم.»

هغه وویل، «د طالبانو ټول مشران په پاکستان یا په ایران کې اوسېدل.»

هغه زیاته کړه، د هغو مشرانو ماشومانو «په بلوچستان، کراچۍ، اسلام اباد، پېښور او په تهران کې په مدرسو او ښوونځیو کې زده کړې کولې، خو زمونږ په څېر د غریبو خلکو ماشومان بې تعلیمه پاتې شول.»

هغه وویل، «دا وضعه زما لپاره د زغم وړ نه وه او له دې امله زه له طالبانو څخه جلا شوم.»

راشئ د افغان حکومت تر څنګ ودرېږئ

اشنا په طالبانو باندې غږ وکړ چې د خارجي ادارو د غلامانو په توګه کار کول دې پرېږدي او جګړه دې پای ته ورسوي.‌

هغه وویل، «راشئ او غلامي پرېږدئ. راځئ چې مونږ ټول په ګډه د هېواد لپاره خدمت وکړو. دا زمونږ هېواد دی. دا ویجاړتیا او ترهګري پرېږدئ او له حکومت سره یوځای شئ.»

ریښتین له خپلو پخوانیو همکارانو څخه هم دې ته ورته غوښتنه وکړه.‌

هغه وویل، «زه د طالبانو د ډلې په ټولو غړو باندې غږ کوم چې د خدای لپاره دا وطن مه ورانوئ. راځئ چې د دې هېواد د جوړولو لپاره په ګډه سره کار وکړو... راځئ چې د افغانستان د حکومت،‌ ملي پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ریاست تر څنګ ودرېږو او خپل هېواد بیا ورغوو.»

د زابل امنیه قوماندان سمونمل سعید معراج الدین سادات په زابل کې د امنیت ټینګولو لپاره د اشنا هڅې وستایلې.

هغه وویل، «اشنا یو اتل او یو ښه جنګیالی دی. اوس د هغه فکر په بشپړ ډول بدل شوی دی او په خپلو تېرو کارونو باندې سخت پښېمان دی. هغه تل وایي چې طالبان په حقه نه دي.»

هغه زیاته کړه، «اوس اشنا زمونږ تر څنګ د طالبانو پر ضد جنګ کوي او مونږ پرې افتخار کوو.»

سادات د حکومت پر دښمنانو غږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي ځکه چې د سولې دروازه تل د هغوی پر مخ پرانستې ده.

هغه وویل، «زمونږ دروازه د ټولو هغو کسانو لپاره چې د افغانستان اساسي قانون مني او د افغانستان د درې رنګه بیرغ درناوی کوي پرانستې ده. هغوی دې په خیر راشي.»

په زابل ولایت کې د میدان وردک ولایت د دایمي اوسېدونکیو یوه استازي حاجي نقیب الله شېرزي وویل، وروسته له هغه چې اشنا له طالبانو سره اړیکې پرې کړې او له حکومت سره یوځای شو د زابل ولایت په یو شمېر سیمو کې امنیت ښه شو.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، «مونږ او تاسو سره ورونه یو. د طالبانو لیکې پرېږدئ، راځئ له مونږ سره یو ځای شئ چې له دغو بدبختیو، ورور وژنې او نا امنۍ څخه خلاص شو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

استما پوهېږي چې طالبان په ریښتیاوو د افغانانو غم نه کوي. هغوی یوازې د قدرت په غم کې دي چې مونږ ته ووایي چې څه وکړو او څنګه فکر وکړو،‌ او که خبره یې ونه منو چې ومو وژني.

ځواب ورکړئ