امنیت

طالبان د افغانستان د پرمختیایي پروژو په سبوتاژ کولو کې د تهران ماموریت پر مخ وړي

د عمر راپور

افغان مقامات او د مدني ټولنې فعالان په افغانستان کې په بېخبنایي او پرمختیایي پروژو باندې بریدونه د ایران د دښمنۍ یوه ښکاره نښه بولي. [عمر]

هرات -- افغان چارواکي وایي چې د ایران رژیم په افغانستان کې د لویو پرمختیايي پروژو پر ضد د طالبانو د بریدونو ملاتړ کوي چې کار وځنډوي او په هېواد کې اقتصادي پرمختګ محدود کړي.

دا روان پرمختګونه یوازې څو ورځې وروسته له هغه مخې ته راځي چې طالبانو د وږي په ۲۵مه تهران ته د یوه سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د ایراني رژیم ګټې خوندي کوي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، «طالبان د بهرنیانو په مرسته امنیت کمزوری کوي څو په هغو بېخبنایي پروژو باندې د کار مخه ونیسي چې د افغانانو د ژوند د بدلولو په موخه ترسره کیږي.»

هغه وویل، «که دا پروژې تطبیق شي، دا به ټولو ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي او ترهګرې ډلې به ونشي کولی چې د دغو ځوانانو له جملې څخه کوم یو استخدام کړي.»

په عکس کې لیدل کیږي چې د وږي په ۲۱مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې تعمیراتي کار روان دی.‌ [عمر]

په عکس کې لیدل کیږي چې د وږي په ۲۱مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې تعمیراتي کار روان دی.‌ [عمر]

رحیمي زیاته کړه، «دښمن تل هڅه کړې چې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ ودروي.‌ هغوی هره ورځ سرکونه ویجاړوي، پلونه الوزوي او په داسې سیمو کې چې هلته لویې او حیاتي پروژې تطبیقیږي امنیتي ستونزې راپورته کوي.»

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خلمي د وږي په ۲۱مه په هرات ولایت کې د پاشدان بند د کتنې په ترڅ کې په یوه مرکه کې وویل، طالبانو ډېر ځلې په هېواد کې د بندونو جوړول سبوتاژ کړي دي.

هغه وویل، «جنګ اکثر وختونه د یاغیانو له خوا د بریدونو په ترسره کولو سره د بندونو د کار په ساحه کې نښلي، او دا د کار د ودرېدلو سبب کیږي. مونږ تل هڅه کړې چې د قومي مشرانو او محلي اوسېدونکو په مرسته په بندونو باندې کار ته دوام ورکړو.»

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل، په لوېدیځه سیمه په ځانګړې توګه په فراه کې د شخړې تر شا لوی فکټور د اوبو د تأمیناتو کنټرول دی.

هغه زیاته کړه، «په دې کې شک نشته چې ایران په فراه ولایت کې د بخش اباد بند او په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د جوړونې په مخنیوي کې ښکېل دی.»

کامل ایران او افغانستان ته په اشارې وویل،«اوبه د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ یو ستراتیژیک عنصر او یوه مهمه مسئله ده. ایران د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې له هغوی سره په پوله پراته دي امنیت خرابوي او د طالبانو ملاتړ کوي چې د افغانانو له خوا د افغانستان د اوبو د کارولو مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «هر وخت چې د بخش اباد بند د جوړونې په هکله بحث کېږي، ایران هڅه کوي چې د تر خپل نفوذ لاندې کسانو په مرسته د بند امنیت کمزوری کړي، ځکه ایران نه غواړي چې په افغانستان کې حیاتي پروژې جوړې شي. د ایران لاسوهنه یو له هغو دلایلو څخه ده چې دا بند تر اوسه پورې نه دی جوړ شوی.»

د دښمنۍ دوام

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «ایرانیانو تل په افغانستان، په ځانګړې توګه په لوېدیځه سیمه کې د بندونو د جوړونې په هکله خپل نظرونه څرګند کړي دي، او جیګپوړو ایراني چارواکو تل په افغانستان کې د بندونو په هکله خبرې او ګواښونه کړي دي.»

هغه وویل، د ایران د رژیم له خوا دا حرکتونه د افغانستان د ملي ګټو او د افغانستان د مهمو پروژو په هکله د تهران څرګنده دښمني ښیي.

سادات زیاته کړه، «افغان حکومت باید د بېخبنا پروژو ته د ایرانیانو ګواښونه جدي وګڼي او هغه هېواد له لاسوهنې او د افغانانو د ګټو له ویجاړولو څخه ایسار کړي.»

د فراه ولایت والي محمد شعیب ثابت د وږي په ۲۴مه وویل، «ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د جنګ د ملاتړ له لارې د افغانستان لپاره دا سختوي چې په خپلو پښو ودریږي او دا وړتیا ترلاسه کړي چې په بریالیتوب سره خپلې بېخبنایي پروژې تطبیق کړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ د هېڅ هېواد د لاسوهنې پروا نه کوو او د بخش اباد بند به جوړ کړو.»

د هرات د ولایتي شورا رییس توریالي طاهري وویل، «ګاونډیو هېوادونو زمونږ د غټو پروژو په تطبیق کې لاسوهنې ته دوام ورکړی او د هغو د سبوتاژ کولو هڅې نه دي درولي.»

هغه زیاته کړه، دغو هېوادونو د یاغیانو په ملاتړ سره تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او لویو بېخبنایي پروژو مخه ونیسي.‌

طاهري زیاته کړه، «ګاونډي هېوادونه فکر کوي چې که افغانستان خپل اقتصاد پیاوړی کړي، هغوی به په افغانستان کې د خپلو تولیداتو د خرڅون مارکېټ له لاسه ورکړي.»

افغانان چمتو دي چې وسلې راواخلي

د هرات اوسېدونکي وایي، هغوی چمتو دي چې وسلې راواخلي، د لویو اقتصادي پروژو امنیت ډاډمن کړي او د ګاونډیو هېوادونو له خوا لاسوهنه ودروي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي جاوېد عظیمي وویل، «ایران له کلونو راهیسې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي چې په لویدیځه سیمه په ځانګړې توګه په فراه ولایت کې د بخش اباد بند امنیت خراب کړي. د ایران له خوا دا لاسوهنه زمونږ لپاره د منلو وړ نه ده، او مونږ به هېڅلکه هم ایران ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ د ملي پروژو د جوړونې مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «ګاونډي هېوادونه ښه پوه شوي چې افغانان به هېڅکله هم هغوی ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی د هېواد د ودې او نېکمرغۍ مخه ونیسي. هغوی باید پوه شي چې افغانستان به خپل ټول د اوبیزې برېښنا بندونه جوړ کړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد ناصر ولي زاده وویل، «ایران غواړي چې د تېرو لسیزو په څېر په وړیا توګه د افغانستان د اوبو استعمال ته دوام ورکړي.‌ دا هېواد باید پوه شي چې تر داسې چلند وروسته به مونږ د هغوی په لور د اوبو بهیر ودروو.»

هغه زیاته کړه، «ایران خپل تېل او ګاز زمونږ په هېواد په ډېر لوړ قېمت خرڅوي، خو زمونږ اوبه په وړیا توګه استعمالوي.‌ دا کار مناسب نه دی، او مونږ په افغان حکومت باندې غږ کوو چې یو قوي پروګرام جوړ کړي چې زمونږ خپل خلک وکولی شي چې له دغو اوبیزو سرچینو څخه ګټه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان حکومت کولی شي چې له ځایي خلکو څخه په استفادې سره د بېخبنا د پرمختیایي پروژو لپاره امنیت برابر کړي ځکه چې امنیتي ځواکونه د افغانستان د دښمنانو پر ضد جګړه کولو کې بوخت دي.

ځواب ورکړئ

ولې طالبان نورو هېوادونو ته ځي چې پیسې ترلاسه کړي او د افغانانو پر ضد جنګ وکړي؟

ځواب ورکړئ

آیا دا د حیرانتیا خبره ده چې د ایران په څېر یو ترهګر دولت د طالبانو په څېر یو ترهګر ګروپ حمایه کوي؟ یو یې هم د افغانانو پروا نه کوي.‌

ځواب ورکړئ