اقتصاد

د افغان بزګرانو لپاره الو وېرا د کوکنارو په نسبت ډېره ګټوره تمامیږي

د عمر راپور

افغان بزګرانو د کوکنارو د کرنې او د اپینو له قاچاقچیانو څخه د ترلاسه کېدونکو ګټو پرځای د یوه نوي ګټور بوټي -- الو وېرا -- کرنې ته مخه کړې ده. [عمر]

هرات -- افغان بزګران د کوکنارو د کرنې پرځای د یوه نوي ګټور بوټي -- الو وېرا -- کرنې ته مخه کوي.

الو وېرا په لومړي ځل درې کاله مخکې په هرات ولایت کې وکرل شوه. هلته د دغه بوټي د بریالیتوب له امله، د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت یاد بوټی نورو ګاونډیو ولایتونو ته پراخ کړ او پلانونه لري چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د کوکنارو د ناقانونه فصلونو ځای پرې ونیسي.

د کرنې وزیر نصیراحمد دراني وویل، «زه ۱۰۰٪ مطمئن یم چې که الو وېرا پروسیس کړای شي، هغه به نه یوازې دا چې د کوکنارو بدیل وي، بلکې څو ځلې ډېر عواید به رامنځته کړي.»

هغه وویل، «مونږ الو وېرا په بادغیس او فراه ولایتونو کې چې هلته مونږ پرمختیایي پروژې لرو، کرلې وه، او مونږ ولیدل چې په هغو سیمو کې د کوکنارو کرنه صفر ته راښکته شوې ده.»

کارکوونکي د تلې په ۲مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د الو وېرا د پروسیس کولو په دستګاه کې الو وېرا پروسیس کوي. [عمر]

کارکوونکي د تلې په ۲مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د الو وېرا د پروسیس کولو په دستګاه کې الو وېرا پروسیس کوي. [عمر]

د الو وېرا د پروسیس کولو فابریکې تر اوسه پورې تر ۷۰ پورې کسانو ته دایمي وظیفې رامنځته کړي دي. [عمر]‌

د الو وېرا د پروسیس کولو فابریکې تر اوسه پورې تر ۷۰ پورې کسانو ته دایمي وظیفې رامنځته کړي دي. [عمر]‌

هغه وویل، بزګران نور له دې سره علاقه مندي نه لري چې کوکنار وکري او د خپلو فصلونو ګټې نورو ته په لاس ورکړي.

هغه وویل، «دا چې الو وېرا ډېر عواید ورکوي، هغه کولی شي چې په افغانستان کې د کرنې د سکټور په غوړولو کې مرسته وکړي. کله چې بزګران د دې ګټور بوټي کرل پیل کړي، ښکاره خبره ده چې هغه به د بزګرانو اقتصادي ستونزې راکمې کړي. کله چې د بزګرانو ستونزې حل شي، هغه به د کرنې وضعه په مثبت او بشپړ ډول بدله کړي.»

دراني وویل، دغه بوټی ډېرو لږو اوبو ته اړتیا لري چې د وچکالۍ په وړاندې یې ډېر مقاوم کوي.

هغه وویل، «مونږ پلان لرو چې سږ کال الو وېرا په ۲۰ ولایتونو کې معرفی کړو.»

له بزګرانو سره د ګټو ساتنه

په هرات ولایت کې د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني د اپین په نسبت د الو وېرا د کرنې مالي ګټې بیان کړې.‌

هغه وویل، یو جریب ځمکه له ۵۵ څخه تر ۶۰ ټنو پورې د الو وېرا حاصلات ورکوي.

هغه وویل، «په بازار کې ۱ کیلوګرام الو وېرا له ۲۰ افغانیو (۰.۲۶ ډالرو) څخه قېمته خرڅېږي،‌ له دې امله هر جریب ځمکه چې د الو وېرا بوټی پرې کرل شوی وي له ۱ میلیون څخه تر ۱.۲ میلیون افغانیو (۱۲۸۰۰ - ۱۵۳۰۰ ډالر) جوړوي.

رحماني وویل، بل لوري ته هر کیلو ګرام اپین له ۲۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ افغانیو (۲۵۵ - ۳۸۰ ډالرو) پورې خرڅیږي،‌ او یو جریب ځمکه له ۲۰ کیلوګرامو څخه لږ د اپین حاصل ورکوي چې ټول ارزښت یې د ۴۰۰۰۰۰ او ۶۰۰۰۰۰ افغانیو (۵۱۰۰ - ۷۶۰۰ ډالرو) تر منځ جوړېږي.

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یوه بزګر محمد رحیم، وویل«پخوا مونږ کوکنار کرل خو زمونږ عواید د خرابېدلو خواته روان ول. بیا مونږ خپله کرنه الو وېرا ته واړوله. د ده حاصل ښه دی او مونږ ته ښه عواید برابروي.»

هغه وویل، «مونږ نور نه غواړو چې په حکومت ضد عناصرو او د نشه ییزو توکو په قاچاقچیانو باندې چې زمونږ اپین له مونږ څخه پېري،‌ تکیه وکړو.‌ کله چې مونږ کوکنار کرل،‌ مونږ هره ورځ ډارېدلو چې حکومت به راشي او زمونږ فصلونه به خراب کړي.»

هغه وویل، «اوس دوه کاله کیږي چې زه الو وېرا کرم،‌ او ما ترې ښه عواید ترلاسه کړي دي. راتلونکی کال به زه هڅه وکړم چې په خپله ډېره ځمکه باندې الو وېرا وکرم.»

د هرات په ګوزره ولسوالۍ کې یوه بزګر عبدالرحمان وویل، «پخوا ما کوکنار او بنګ کرل، خو لږ وخت مخکې ما د الو وېرا کرنه پیل کړه او دا مې زده کړه چې څنګه یې وروزم. مونږ د الو وېرا په شنه کېدلو خوښ یو ځکه چې د هغه حاصل زمونږ اقتصادي حالت راښه کړی دی.»

هغه وویل، «زه په نورو بزګرانو باندې هم غږ کوم چې د الو وېرا کرل پیل کړي. د کوکنارو کرنه بزګرانو ته ګټه نه کوي، ځکه چې ګټه ټولو د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو ته په لاس ورځي. د الو وېرا کرنې مونږ د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو څخه خوندي کړي یو، او مونږ یوه روا یا مشروع ګټه ترلاسه کوو.»

له الو وېرا سره د علاقه مندۍ ډېرېدل

په هرات ولایت کې د الو وېرا د پروسیس کولو د فابریکې رییس محمد حیدري وویل، «بزګران د الو وېرا له کرنې سره ډېرېدونکې علاقه مندي لري ځکه چې د دغه بوټي ګټه ډېره ده.»

هغه وویل، «په فراه ولایت کې ډېرو بزګرانو په تېرو کالو کې کوکنار کرل، خو په هڅونې سره هغوی سږ کال الو وېرا وکرله. مونږ په بادغیس ولایت کې هم یو شمېر بزګران هڅولي چې د کوکنارو پرځای الو وېرا وکري، او هغوی زمونږ پیغام ته ښه راغلاست وویل.»

حیدري وویل، «مونږ د الو وېرا نمونې اروزګان ولایت ته لېږلي چې وکولی شو هلته هم په راتلونکي کال کې د دغه بوټي کرنه پیل کړو.»

هغه وویل، «مونږ غټ پروګرامونه لرو چې د هغو له لارې به مونږ د الو وېرا کرنه په جنوبي ولایتونو کې هم پراخه کړو چې بزګران وکولی شي د کوکنارو پرځای د الو وېرا کرنه پیل کړي.»

د الو وېرا د پروسیس کولو دستګاه د وږي په ۲مه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پرانستل شوه. دغه فابریکه چې په افغانستان کې د خپل ډول لومړنۍ ده په لوېدیځه سیمه کې له بزګرانو څخه د الو وېرا پاڼې اخلي او د څښاکونو په جوړولو کې یې کاروي.

په هرات کې د سوپرکولا شرکت رییس عبداللطیف قناویزیان وویل، «په الو وېرا کې د پانګونې دوه برخې دي: لومړۍ یې د پاکولو او ځوښا اېستلو په برخه کې ده او دویمه یې د انرژۍ په څښاکونو کې د هغې د استعمال په برخه کې ده. په دې دوه برخو کې له ۱۹۵ میلیونو افغانیو [۲.۵ میلیونو ډالرو] څخه ډېره پانګونه شوې ده.»

هغه وویل، «دا لومړۍ مرحله ده،‌ او په راتلونکي کې به په نورو برخو کې هم پانګونې وشي چې نور بزګران هم وهڅول شي چې الو وېرا وکري.»

قناویزیان چې شرکت یې د الو وېرا فابریکې سره په ګډه کار کوي، وویل، د الو وېرا د پروسیس دستګاه ۷۰ دایمي وظیفې رامنځته کړي دي او په راتلونکي کې به د الو وېرا په صنعت کې په سلګونو کسان استخدام شي.

په هرات کې د کرنې رییس رحماني وویل، «په هرات ولایت کې د الو وېرا د پروسیس د دستګاه پرانستې د دغه بوټي د کرنې د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کړې ده. د فراه، بادغیس او غور د ګاونډیو ولایتونو بزګران هم کولی شي چې خپل د الو وېرا حاصلات په دې فابریکه باندې خرڅ کړي.»

هغه وویل، «دا وخت په هرات ولایت کې تر ۵۰ جریبو پورې ځمکه باندې الو وېرا کرل شوې ده او مونږ پلانونه لرو چې په راتلونکي کال کې یې کرنه زیاته کړو.»

په هرات ولایت کې یوه اقتصادپوه محمد یعقوب مصحوف وویل، «په ګټورو بوټو باندې پانګونه داخلي تولید زیاتوي او د یوه هېواد عمومي اقتصاد ته وده ورکوي. د الو وېرا کرنه باید انکشاف ومومي چې هم د بزګرانو معیشتونو ته وده ورکړي او هم د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي.»

هغه وویل، د الو وېرا د کرنې له مثبتو اغېزو څخه یوه دا ده چې هغه د ناروا بوټو ځای نیسي. کله چې بزګران د الو وېرا له کرنې څخه ډېر عواید ترلاسه کړي، هغوی به بیا د کوکنارو کرنې ته ور ونه ګرځي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ماشاالله ډيرشه بديل الو ويرا الله کوکنار کشت ختم کړى

ځواب ورکړئ

ښاغلیه، که دا راته ووایئ چې د دې بوټي تخم څنګه پیدا کړو.

ځواب ورکړئ

سلام. هیله ده چې ښه اوسئ. بوټي له ۵۰ څخه نیولې تر ۶۰ افغانیو پورې خرڅیږي.

ځواب ورکړئ

سلامونه او نيکي هيلي ! آلو ويرا څنګه بوټي ، تخم لري او که نيالګي په څنګه موسم کي شين کيږي آيا وردګو ولايت کي کولاي شو آلو ويرا وکرو . دکرني طريقه يي څه ډول ده ؟ ده آلو ويرا نه دڅشي لپاره ګټه اخيستل کيږي ؟

ځواب ورکړئ

ډيره مننه که چيرته يي دکرلو طريقه راوښى اوتخم يي له کوم ځايه پيدا کړو مننه

ځواب ورکړئ