امنیت

د وردوج ولسوالۍ ازاد شوي اوسېدونکي د طالبانو د وحشتونو کیسې کوي

د هدایت الله راپور

د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکي د وږي په ۱۷مه د یوه هوایي برید په نتیجه کې د طالبانو د ویجاړو شویو موټرونو پاتې شوني پاکوي. [د ولایت د رسنیو دفتر]

د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکي د وږي په ۱۷مه د یوه هوایي برید په نتیجه کې د طالبانو د ویجاړو شویو موټرونو پاتې شوني پاکوي. [د ولایت د رسنیو دفتر]

کندوز -- اوسېدونکي وایي چې طالبانو د تېرو څلورو کالو په ترڅ کې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د امېدوارو ښځو د وژنې، بې اساسه اعدامونو او عامه سنګسارونو په شمول په لسګونو وحشتونه ترسره کړل.

د اورپکو تر څلورکلنې واکمنۍ وروسته د وږي په ۱۹مه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د یادې ولسوالۍ د کنټرول په ترلاسه کولو پسې اوس اوسېدونکي ازاد دي چې د طالبانو د جنایتونو کیسې وکړي.

د دفاع وزارت تېره میاشت په یوه اعلامیه کې وویل چې له افغان سرتېرو سره په یوه جګړه کې له ۱۰۰ څخه ډېر جنګیالي ووژل شول.

په وردوج ولسوالۍ کې یوه قومي مشر مولوي عبدالوهاب نجدي وویل، «طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت ملکي خلک شکنجه کول او وهل. هغوی خلک یرغمل نیول او هغه خلک یې چې د هغوی خبره یې نه منله په خپل شخصي زندان کې بندي کول.»

د محلي پولیسو یو غړی د وږي په ۱۷مه د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په حکومتي ودانۍ باندې د افغانستان بیرغ نصبوي. محلي چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو د وږي په ۱۶مه دغه ولسوالي له طالبانو څخه ونیوله او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه اورپکي یې ووژل. [د ولایت د رسنیو دفتر]

د محلي پولیسو یو غړی د وږي په ۱۷مه د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په حکومتي ودانۍ باندې د افغانستان بیرغ نصبوي. محلي چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو د وږي په ۱۶مه دغه ولسوالي له طالبانو څخه ونیوله او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه اورپکي یې ووژل. [د ولایت د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «هغوی د وردوج ولسوالۍ د خواوشا ۲۷۰۰ اوسېدونکيو چې په بدخشان ولایت کې یې په پولیسو او اردو کې خدمت ترسره کاوه کورنۍ ګواښلې، هغوی ته یې ویل چې د هغوی د کورنیو غړي باید د امنیتي ځواکونو لیکې پرېږدي که نه وبه یې وژني [د هغوی کورنۍ به ووژني].»

د طالبانو تش په نامه محاکمې

هغه زیاته کړه، «طالبانو په بېلابېلو دلایلو د خلکو په مخکې ۱۷ سړي او ښځې ووژل.»

نجدي وویل، یاغیانو دوه امېدوارې ښځې مریم او مسلمه د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۷مه ووژلې ځکه چې د هغوی مېړونو یا خپلوانو په اردو او پولیسو کې وظیفې ترسره کولې.

نجدي وویل، همدارنګه طالبانو د ۱۳۹۴ د زمري په ۱۸مه د وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې په یوه ښځه باندې جنسي تېری وکړ.

نجدي وویل، جنګیالیو د ۱۳۹۵ د کب په ۱۹مه، یو سړی او یوه ښځه په وردوج ولسوالۍ کې چاکران سیمې ته بوتلل او هلته د طالبانو یوې صحرایي محکمې هغوی د زنا په تور محاکمه کړل.

د طالبانو محکمې فیصله وکړه چې ښځه دې سنګسار او سړی دې په درو ووهل شي. اورپکو دغه سزاګانې په عام محضر کې ورکړې.

اوسېدونکیو وویل، طالبانو ډېر کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړل.

د وردوج ولسوالۍ یوه بل قومي مشر محمد صابر عاطف وویل، «طالبانو د ملکي خلکو اړوند ۱۳۰ کورونه ویجاړ کړل.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو ډلې له ۱۵۰۰ څخه ډېرې کورنۍ مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي. دا کورنۍ بهارک او اشکاشم ولسوالیو او د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته بې ځایه شوې.»

عاطف وویل، «طالبانو د ولسوالۍ ادارې، یو د پولیسو ماموریت، د ملي امنیت ریاست دفتر، روغتون او نور حکومتي تاسیسات ویجاړ کړل.»

ډېر زیات ظلمونه

په ورته وخت کې، اورپکو په لسګونو واده شوې او ناواده ښځې مجبورې کړې چې له خارجي طالب جنګیالیو سره ودونه وکړي.‌

د وردوج ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید اکبر وویل، «طالبانو یو شمېر نجونې د هغوی د میندو او پلرونو له کورونو څخه را واېستلې او په زور سره یې د اویغور، چیچن، ازبک او تاجک په څېر خارجي طالب جنګیالیو ته واده کړې.»

هغه وویل، «وروسته له هغه چې د حکومت واکمني بېرته راوګرځېده، د دغو نجونو یو شمېر وژغورل شوې.» نوموړي زیاته کړه چې طالبانو له بزګرانو څخه په زور عشر اخیسته او ملکي خلک یې مجبورول چې هغوی ته خواړه ورکړي.‌

هغه وویل، «ما د زړو کالیو د ترمیم له درکه د ورځې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ افغانیو (۰.۶۴ - ۱.۲۸ ډالر) پورې ګټلې، خو بیا هم زه مجبور وم چې د ورځې درې ځلې طالبانو ته ډوډۍ ورکړم، په داسې حال کې چې ما مسؤلیت درلود چې خپلې ۷ کسیزې کورنۍ ته هم خواړه او اوبه برابر کړم.»

اکبر وویل، «که کومې کورنۍ به د هغوی خبره نه منله، هغوی به هغه کورنۍ په خپل خصوصي زندان کې وراچوله. هغوی غریب کلیوال په بېلابېلو دلایلو یرغمل نیول چې د هغوی غوښتنې پوره کړي.»

همدارنګه اورپکو په سیمه کې د تعلیم او تربیې د له منځه وړلو لپاره یو کمپاین ترسره کاوه.

په وردوج ولسوالۍ کې یوه قومي مشر مولوي عبدالوهاب نجدي وویل، «که د یوه ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکي خپلو زده کړو ته دوام ورکړی وای، هغه به اوس له ښوونځي څخه فارغ شوی وای، خو اوس زمونږ په زرونو ماشومان -- هلکان او نجونې -- له تعلیم او تربیې څخه محروم دي.»

هغه وویل، «یادې ډلې د ځینې ښوونځیو ودانۍ ویجاړې کړې او د ښوونځیو د لابراتوارونو وسایل یې غلا کړل. مونږ د دې مودې په جریان کې له دیني درسونو، پرمختګ، اوبو،‌ برېښنا او نورو سهولتونو څخه محروم وو.»

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل، بې ځایه شویو کورنیو له هغه وخت راهیسې چې عسکرو د ولسوالۍ مرکز له طالب جنګیالیو څخه پاک کړی دی خپلو کورونو ته بېرته ستنېدل پیل کړي دي.

نظري وویل، «مونږ هوډ لرو چې ټول عامه خدمتونه بیا پرحال کړو. هغه نجونې او هلکان به چې له ښوونې او روزنې څخه ایسار کړای شوي وو، ښوونځيو ته بېرته ورستانه شي، او دولتي مامورین به بېلابېل خدمتونه ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان د افغانانو پروا نه کوي. هغوی یوازې قدرت غواړي چې خلکو ته ووایي چې په څه عقیده ولري او څنګه عمل وکړي. هغوی غواړي چې هر هغه څوک چې د هغوی په څېر عقیده نه لري ووژني.‌

ځواب ورکړئ