ځوانان

ځوان افغانان د جګړې په دوام سره 'د درد لیکونه' لیکي

ای اېف پي

امېد شریفي چې ۳۲ کاله عمر لري او د آرټ لارډز شریک مؤسس او رییس دی، د وږي په ۷مه په کابل کې په خپله سټودیو کې د یوه صندوق تر څنګ چې 'د زړه درد' یا د درد لیکونه په کې دي، ولاړ دی.

امېد شریفي چې ۳۲ کاله عمر لري او د آرټ لارډز شریک مؤسس او رییس دی، د وږي په ۷مه په کابل کې په خپله سټودیو کې د یوه صندوق تر څنګ چې 'د زړه درد' یا د درد لیکونه په کې دي، ولاړ دی.

کابل -- امېد شریفي چې په کابل کې د هنرونو د یوه کولیکټیف مشري کوي، په خپله سټوډیو کې ناست دی او د لسګونو په لاس لیکل شویو لیکونو له یوې ډېرۍ څخه یو یو را پورته کوي او له یو ځای بل ځای څخه یې یوه یوه جمله لولي.

شریفي وویل، یو لیک چې په دری په غټو تورو لیکل شوی دی په ساده ټکو وایي، «مونږ سوله غواړو.»

هغه وویل، «له سولې څخه د هغوی هدف یوازې دا دی چې اوربند وشي او دا بې مفهومه تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.»

دا لیکونه د آرټ لارډز له خوا د یوه وروستي نوښت ثمره ده. آرټ لارډز یو په ګټه نه ولاړ ګروپ دی چې شریفي له نورو سره په شریکه تاسیس کړی او چلوي یې او هدف یې دا دی چې د هغو ځوانو افغانانو غږ پورته کړي چې د جګړې په ډېرېدلو سره د هېرول کېدلو او بې ځواکۍ احساس کوي.

د زړه درد پروژې په لومړیو دوه اونیو کې دننه، هغوی د افغان ځوانانو له خوا لیکل شوي له ۳۰۰ څخه ډېر لیکونه چې د راتلونکي لپاره د وېرو او هیلو په هکله لیکل شوي، راټول کړي دي. یو لیک په ساده ژبه وایي: 'مونږ سوله غواړو.' [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په یوه عکس کې چې د زمري په ۱۸مه د آرټ لارډز د فېسبوک په پاڼه خپور شوی، افغان ځوانانو د کابل په بېلابېلو برخو کې د چاودنو ضد دېوالونو او کانکرېټي موانعو باندې د سره غاټول ګلان رسم کړي دي. هر غاټول د یوه بې ګناه ژوند استازیتوب کوي چې د ترهګرۍ په ترڅ کې له منځه تللی دی. آرټ لارډز وایي چې په افغانستان کې د تېرو ۱۸ کالو د جنګ په ترڅ کې څه ۳۵۰۰۰ ملکي خلک وژل شوي دي. [آرټ لارډز/فېسبوک]

په کابل کې په یوه امتحاني پروژه کې، چې د طالبانو بریدونو په کې یوازې د وږي په میاشت کې په لسګونو خلک ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل، آرټ لارډز د درد د احساس په توګه «د زړه درد» لیکونو د لیکلو افغاني دود پر مخ بیایي.

دا پلان د ډېرې محافظه کارې ټولنې اوسېدونکیو ته اجازه ورکوي چې په لیکلې بڼه د خپلو احساساتو او جذباتو د شریکولو له لارې ازادي ترلاسه کړي.

شریفي او د هغه ټیم شپږ غټ له لرګي څخه جوړ د لیکونو صندوقونه -- چې سپین رنګ یې ورکړی او زړونه یې پرې رسم کړي وو -- په لېسو، پوهنتونونو او کافي ګانو کې لګولي وو او په لاره تېرېدونکیو خلکو ته یې بلنه ورکوله چې خپلې کیسې ورسره شریکې کړي.

شریفي وویل، «هر کله چې تاسو غواړئ چې خپل ژور فکرونه شریک کړئ، تاسو لیکونه لیکئ.»

«نو مونږ له ځوانانو څخه وغوښتل چې د خپلو اندېښنو او د هغو د حل لارو او د هغوی د هیلو په هکله لیکونه ولیکي.»

د شریفي په وینا، د پروژې د لومړیو دوه اونیو په ترڅ کې هغوی له ۳۰۰ څخه ډېر لیکونه ترلاسه کړل.

هغه یو بل لیک چې د کابل د حکومت په نامه لیکل شوی وو ولوست.

هغه روایت کوي،‌ «مونږ په یوه ډېر بد حالت کې یو.»

«مونږ ستاسو توجه ته اړتیا لرو ځکه چې هره ورځ مونږ د چاودنو له ډاره او له دې وېرې -- چې زه به نن په موټر کې، په دفتر کې، په پوهنتون کې مړ شم -- مړه کیږو.

د هر وژل شوي ملکي کس په سر یو سور غاټول

د لیکونو د لیکلو پروژه څو میاشتې مخکې، چې د طالبانو او متحده ایالاتو د مرکچیانو تر منځ د سولې خبرې داسې ښکارېدلې چې خپلو وروستیو مرحلو ته داخلېږي، پیل شوه.

شریفي په کابل کې د آرټ لارډز په رنګین مرکز کې ای اېف پی ته وویل، د لیکونو ځوان لیکوالان «د سولې داسې یوه جامع پروسه غواړي چې هغه د افغانستان ټول حقیقتونه په پام کې نیسي». په دغه مرکز کې په دېوالونو باندې هنري کارونه ترسره کیږي او هر څوک کولی شي چې ورننوځي او یو عکس پرې رسم کړي.

دغه ۳۲ کلن هنرمند د آرټ لارډز د ترسره شویو کارونو له برکته په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې ښه مشهور دی. آرټ لارډز د پلازمېنې د چاودنې ضد دېوالونو په مارپېچي بڼه د لویو رنګونو په تصویرونو باندې ډېر تمرکز کوي.

د آرټ لارډزر له خوا په دېوالونو د رسامۍ په تر ټولو وروستۍ پروژه کې د هر هغه ملکي افغان په سر چې په جګړه کې وژل شوی دی یو سور غاټول رسمول کیږي. له ۱۳۸۰ کال راهیسې ټول څه ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

شریفي وویل، «د دغو غاټولو له جملې څخه هر یو د یو چا کیسه کوي.» ډېر ګلان به د چاودنې یا هغې حملې په ځای کې رسمول کیږي چې د یوه بې ګناه شخص ژوند یې اخیستی وي.

شریفي هیله لري چې د لیکونو د لیکنې کمپاین د افغانستان نورو برخو ته هم پراخ کړي. هغه وویل چې د ټولو لیکونو محتویات به له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، متحده ایالاتو او حتی له طالبانو سره شریک کړي.‌

شریفي وویل، «زه پوهېږم چې ولسمشر ټول لیکونه لوستلي دي... او هغه خبر دی چې ځوانان له هغه څخه د سولې په ټوله پروسه کې څه توقع لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500