امنیت

د زابل په روغتون د طالبانو له موټربمي برید څخه وروسته قربانیان د شوي وحشت کیسې کوي

د رازق کندهاري راپور

د طالبانو له یوه موټربمي برید څخه ژوندي پاتې کسان وایي چې چاودنې هغوی ته سخت جسمي او روحي ټپونه ور رسولي دي. دغه برید د ۱۳۹۸ د وږي په ۲۸مه د افغانستان د زابل ولایت په کلات ښار کې د سلطان ملخي توخي ملکي روغتون وواهه.

کلات -- د طالبانو له یوه موټربمي برید څخه ژوندي پاتې کسان وایي چې چاودنې هغوی ته سخت جسمي او روحي ټپونه ور رسولي دي. دغه برید د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په کلات ښار کې د سلطان ملخي توخي ملکي روغتون وواهه.

دا چاودنه د سهار په ۵:۵۰ بجو وشوه چې ۳۹ کسان یې ووژل او ۱۸۴ نور یې ټپیان کړل.

له برید څخه څو ساعته وروسته طالبانو مسؤلیت واخیست او په دروغو یې وویل چې بریدګر د زابل د ملي امنیت ریاست وداني په نښه کړې ده، روغتون نه.‌

کریمې چې ۴۳ کاله عمر لري او غوښتل یې چې وروستی نوم یې یاد نشي په برید کې خپل زوی او یو وراره له لاسه ورکړل.

په عکس کې، محلي اوسېدونکي د روغتون له داخل څخه را اېستل شوي یوه ناروغ سره مرسته کوي. دغه روغتون د طالبانو موټر بمي برید د وږي په ۲۸مه وواهه. [رازق کندهاري]

په عکس کې، محلي اوسېدونکي د روغتون له داخل څخه را اېستل شوي یوه ناروغ سره مرسته کوي. دغه روغتون د طالبانو موټر بمي برید د وږي په ۲۸مه وواهه. [رازق کندهاري]

په عکس کې، د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته ورانې ویجاړې لیدل کیږي. [رازق کندهاري]

په عکس کې، د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته ورانې ویجاړې لیدل کیږي. [رازق کندهاري]

کریمې له برید څخه دوه ورځې وروسته وویل، «ما خپل زوی او یو وراره چې دواړه مریضان وو د وږي په ۲۷مه روغتون ته راوړل او زه له هغوی سره پاتې شوم. د تلې په ۲۸مه وروسته له هغه چې ما د سهار لمونځ وکړ، زه د ښځو وارډ ته لاړم چې سباناری وکړم او په دغه وخت کې موټربمي برید وشو.»

«روغتون ویجاړ شو، هرې خواته چیغې وې او هغه ځای چې زمونږ ماشومان په کې بستر وو چاودنې په مکمل ډول ویجاړ کړ.»

کریمې وویل، «ما هڅه وکړه چې خپلو ماشومانو ته ځان ور ورسوم خو کله چې زه د ماشومانو برخې ته ور ورسېدم هلته هېڅ شی نه وو -- نه کوټه وه او نه ماشومان.»

هغې وویل، په دې وخت کې هغه ضعف شوه.

کریمې زیاته کړه، «دا یوه وحشیانه صحنه وه چې ما ولیدله. خدای دې داسې حالت په هیچا باندې نه ویني.»

هغې وویل، «په دې روغتون کې ملکي خلک او د غریبانو بچیان بستر ول. زه نه پوهېږم چې هغوی اوس چېرې دي، مړه دي که ژوندي.»

کریمې طالبانو ته په خطاب کې وویل، «د خدای لپاره، د نورو د خوشحالولو لپاره خپل خلک مه وژنئ. ستاسو په ځانمرګي برید کې شهید شوي او ټپي شوي خلک ټول ملکيان ول. له خدای نه ووېرېږئ او د خلکو په حال زړه وسوزوئ. خدای دې ستاسو کورونه دغسې وران کړي لکه څنګه چې تاسو زمونږ کورونه وران کړل.‌»

په دې چاودنه کې د شاه جوی ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي صدیق الله صدیق یو لاس او یوه پښه مات شوي دي.‌

هغه وویل،‌ «د وږي په ۲۶مه زه له شاه جوی څخه کلات ته راغلم او کله چې ما خپل طبي معاینات تکمیل کړل، ډاکترانو راته وویل چې زه باید بستر شم ځکه هغوی وویل چې زه په ملاریا او زېړي ناروغیو اخته یم.»

هغه د برید د ورځې په یادولو سره وویل، «زما زوی له ما سره ناست وو او مونږ سباناری کاوه. د سهار خواوشا ۵:۵۰ بجې وې چې یوه سخته چاودنه وشوه.‌ د اور لمبه ان کوټې ته دننه راغله. د کوټې ځینې برخې ویجاړې شوې. زما زوی له ما څخه وپوښتل، «پلاره، ژوبل شوې؟»

هغه وویل، «د چت ځینې برخې په ما باندې رالوېدلې وې او ما په ورو خپل زوی ته ځواب ورکړ 'زه ښه یم، زه ښه یم'».

صدیق له پولیسو څخه مننه وکړه چې چاودنې ته یې چټک غبرګون وښود.‌

هغه وویل، «که ملي پولیس په چټکۍ سره قربانیانو ته نه وای را رسېدلي، کېدای شوای چې زمونږ ډېر خلک شهیدان شوي وای. له هغو پولیسو او حکومت څخه چې له مونږ سره یې په داسې سخت حالت کې مرسته وکړه مننه کوو.»

'د افغان ولس دښمنان'

ډاکتر سمیع الحق رحمتي چې هغه ورځ د عمومي جراحۍ په ډیپارټمنټ کې په نوکرۍ وو، وویل، هغه او د هغه ټیم په برید کې ټپي شویو کسانو سره مرستې ته دوام ورکړ.‌

هغه وویل، «مونږ د سهار لمونځ وکړ. زما کار د سها له ۴ بجو څخه وروسته په لمانځه پسې پیل کیږي او مونږ داسې یو ناروغ درلود چې هغه عملیات ته اړتیا لرله او مونږ ته په کار وو چې د هغه لپاره تیاری وکړو.»

رحمتي وویل، «زه او د جراحۍ ټیم په تیاري بوخت وو او بیا زه خپلې کوټې ته راغلم چې خپل د عملیات لباس واغوندم. سم چې زه د جراحۍ ډیپارټمنټ ته ور وګرځېدم، ناڅاپي چاودنه پېښه شوه. زه او زما همکاران تر څه وخته پورې نه پوهېدو چې څه وشول.»

رحمتي وویل، «زما لاس او پښه دوه ځایه ټپي شوي وو. ما د خپلو ټپونو درد نشوای احساسولی، او مونږ هڅه وکړه چې د نورو علاج وکړو او له هغوی سره مرسته وکړو.»

هغه زیاته کړه، «په دې روغتون کې هېڅ نظامي کس نه وو، هلته یوازې ملکي خلک ول.»

د زابل والي رحمت الله یارمل د وږي په ۳۱مه په کلات ښار کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د وروستي برید په ترسره کولو سره، طالبانو وښودله چې هغوی د افغان ولس دښمنان او د خارجیانو د ګټو ساتونکي دي. ملت باید د طالبانو د تاوتریخوالي او جنایت په مقابل کې ودرېږي. طالبانو هېڅکله هم له افغان ولس سره خواخوږي نه ده ښودلې، هغوی تل افغان ولس زورولی دی.»

هغه وویل، «طالبان دروغ وایي چې وایي هغوی د ملي امنیت ریاست باندې برید کړی دی. طالبانو دا برید په ولایتي روغتون باندې کړی، او د پېښې ټول قربانیان ملکيان ول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان دروغژن او قاتلان دي.

ځواب ورکړئ