امنیت

په بغلان کې د طالبانو انتقامي بریدونو ویرجن ښځې او ماشومان په نښه کړل

د هدایت الله راپور

افغان ماشومان د ۱۳۹۴ د کب په ۲۵مه، له طالب اورپکو څخه د سیمې د بېرته نیولو لپاره د اونیو اوږدو درنو جګړو څخه وروسته، د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د عسکرو ننداره کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان ماشومان د ۱۳۹۴ د کب په ۲۵مه، له طالب اورپکو څخه د سیمې د بېرته نیولو لپاره د اونیو اوږدو درنو جګړو څخه وروسته، د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د عسکرو ننداره کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

کندوز -- طالب جنګیالیو، د محلي ځواکونو له خوا د ور رسېدلو زیانونو په غبرګون کې په بغلان ولایت کې په دوه جلا جلا بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ملکي کسان ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.‌

د نهرین ولسوال ګل اغا اکبري وویل، «طالبانو د محلي پاڅون د ځواک له خوا د هغوی د یو شمېر څېرو د وژلو په غبرګون کې د تلې په ۵مه د شپې په ۱۱ بجو د نهرین ولسوالۍ په تالي کلي کې د ولسي پاڅون ځواک د قوماندان عبدالغیور په کور برید وکړ.»

هغه وویل، د دې برید په ترڅ کې د ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۶ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۶ نور ټپیان شول.

اکبري وویل، «یوه شپه وروسته د تلې په ۶مه، طالبانو بیا د قوماندان غیور په کور باندې برید وکړ او هغه خلک یې په نښه کړل چې هغوی ته د دعا او غمرازۍ لپاره ورغلي ول.»

په دې عکس کې چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی، د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه نامعلوم کمپ کې د درنو وسلو د استعمال طریقه زده کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی، د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه نامعلوم کمپ کې د درنو وسلو د استعمال طریقه زده کوي. [آرشیف]

هغه زیاته کړه چې په جګړه کې د محلي ځواکونو د دوه قوماندانانو په ګډون ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ په داسې حال کې چې درې بریدګر ووژل شول. نور ۱۲ کسان ټپیان شول. په ټپیانو کې یو شپږ میاشتنی ماشوم هم شامل وو چې په برید کې یې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه.‌

همدارنګه طالبانو ۷ کسان یرغمل بوتلل.

اکبري وویل، وروسته له هغه چې د طالبانو تش په نامه سرې قطعې مرګوني بریدونه ترسره کړل اوس تالي کلی د یاغیانو تر کنټرول لاندې دی.

امنیتي ځواکونه لاس په کار کېږي

اکبري وویل، طالبانو د هغو زیانونو بدل اخیست چې یوه میاشت مخکې د غیور تر مشرۍ لاندې عملیاتو په ترڅ کې د محلي پاڅون د ځواک له خوا هغوی ته ور رسېدلي وو. غیور او د هغه جنګیالیو د زمري په میاشت کې په یوه کمین کې د طالبانو د استخباراتو د مسؤل قاري راشي په شمول شپږ تنه مهم طالبان وژلي وو.

د بغلان امنیتي چارواکو پېښه تایید کړه او ویې ویل چې هغه په داسې یوه سیمه کې وشوه چې تر ډېره د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جواد بشارت وویل، «دا پېښه ښیي چې طالبان په خلکو باندې رحم نه لري او هغوی په هر دلیل خلک وژني. امنیتي ځواکونه به په خپلو تصفیوي عملیاتو کې د دې ډزو ترسره کوونکیو ته سزا ورکړي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو بریدونه وغندل.

د یادې ادارې سیمه ییز مشر حفیظ الله فطرت وویل، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون «د ډزو او د ملکي خلکو د ژوبلولو په رابطه څرګند موقف لري او په وسله والو نښتو کې باید ملکي خلکو ته هېڅکله زیان ور ونه رسیږي.»

هغه وویل، «کمېسیون تل تاکید کړی چې وسله وال مخالفین او حکومت دواړه باید د عملیاتو په ترڅ کې داسې اړتیاوړ هڅې وکړي چې د ملکي خلکو ژوند او ملکیتونه خوندي او د بشري حقونو درناوی وشي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په کلکه داسې پېښې غندو چې هغه ملکي خلکو ته د تلفاتو سبب کیږي، او مونږ په قضایي او حقوقي موسساتو باندې غږ کوو چې د داسې کارونو ترسره کوونکي په قانوني توګه تعقیب کړي.»

فطرت وویل، سږ کال د یو کال مخکې په نسبت په کندوز، تخار او بغلان ولایتونو کې د ملکي تلفاتو شمېر زیات شوی چې اکثر د جنګ او وسله والې شخړې د ډېرښت له امله دی.

د ولسي پاڅون اغېزمنتوب

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد امین عارف له سیمې څخه د طالبانو د جارو کولو په برخه کې د محلي پاڅون د ګروپ هڅې وستایلې.

هغه وویل، «په لیرې پرتو سیمو کې د ولسي پاڅون ځواک غړي د هغو سیمو په خوندي کولو کې ډېر مؤثر دي، او حکومت باید د هغوی ملاتړ وکړي.»

نوموړي وویل، «دا برید د طالبانو اصلي او له تاوتریخوالي څخه ډک مخ چې سوله او ثبات زیانمنوي ښیي. هغوی په هېواد کې د قانون د حاکمیت د ننګولو لپاره تاوتریخوالي ته وده ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په امنیتي چارواکو او محلي حکومتي اداره باندې غږ کوو چې د خلکو د پاڅون ګروپونه د محلي پولیسو په چوکاټ کې سره منسجم او د طالبانو پر ضد په وسلو سمبال کړي.»

هغه زیاته کړه،‌ «هغه هېوادونه چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې او مهمات برابروي باید د طالبانو کارونه او د افغانانو پر ضد د هغوی وحشتونه وګوري.هغوی باید وپوهېږي چې هغوی په بې ګناه خلکو باندې هر ډول تاوتریخوالی، او د هغوی پر ضد هر جرم ترسره کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جلګه ولسوالي په بغلان ولایت کې ډېره امن ولسوالي وه. تېره میاشت ډېر یاغیان دې ولسوالۍ ته راغلل او د پولیسو پر ضد د جګړې کولو لپاره ځای پرځای شول. له بده مرغه چې داسې رسنۍ نه وه چې هغه تر پوښښ لاندې ونیسي. د طالبانو شمېر کم دی خو محلي حکومت نشي کولی چې د هغوی پر ضد جنګ وکړي ځکه چې په دغه ولسوالۍ کې ۵ - ۶ پولیسان دي. زه فکر کوم چې خیالي پولیس اوس هم دلته موجود دي او د طالبانو پر ضد جګړه کوونکي اکثر محلي خلک دي، نه پولیس. په دغه سیمه کې اوس هم ثابت فساد موجود دی. په نهایت کې، که محلي خلک د طالبانو پر ضد ونه دریږي، کیدای شي چې دا ولسوالي په اسانۍ سره سقوط شي.‌

ځواب ورکړئ