بشري حقونه

په ایران کې د افغان تنکي ځوان شکنجې غوسه راوپاروله او وغندل شوه

د عمر راپور

په ایران کې د یوه ۱۶ کلن افغان ځوان د شکنجه کولو د ویډیو خپرېدلو د افغانانو تر منځ غوسه راپارولې، او د حکومت له خوا یې اندېښنې راپورته کړي، او دا پېښه یې د بشریت پر ضد یو جنایت بللی دی. ایراني چارواکو تایید کړې چې ځوان په قشم ټاپو کې شکنجه شوی دی. [ټولنیزې رسنۍ/عمر]

هرات -- په ټولنیزو رسنیو کې په ایران کې د یوه ۱۶ کلن افغان ځوان د شکنجه کولو د ویډیو خپرېدلو د افغانانو تر منځ غوسه راپارولې، د حکومت د اندېښنو سبب شوې ده، او دا پېښه یې د بشریت پر ضد یو جنایت بللی دی.

ویډیو ښیي چې یو ټپي زلمکی هلک تړل شوی او په فرش باندې پروت دی.‌

د مدني ټولنې په لسګونو فعالان او د کابل اوسېدونکي د تلې په ۱۴مه د ایران د سفارت مخې ته راټول شول چې دغه شکنجه وغندي او د ایران په حکومت باندې یې غږ وکړ چې د پېښې مرتکبین تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، ایراني مقاماتو تایید کړه چې هلک ته په قشم ټاپو کې شکنجه ورکول شوې ده. تر اوسه پورې د پېښې نېټه نه ده معلومه شوې.‌

دا عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی او په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی یو ځوان افغان هلک چې هېڅ غبرګون نه څرګندوي د ایران په قشم ټاپو کې له وهل کېدلو څخه وروسته ښیي. ایراني چارواکو دا پېښه تایید کړه.

دا عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی او په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی یو ځوان افغان هلک چې هېڅ غبرګون نه څرګندوي د ایران په قشم ټاپو کې له وهل کېدلو څخه وروسته ښیي. ایراني چارواکو دا پېښه تایید کړه.

محمد علي باقر عاشورا چې له ایران څخه را اېستل شوی دی د تلې په ۱۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې خپلې پښې چې له وهلو نه شنې اوښتې دي، ښیي. [عمر]

محمد علي باقر عاشورا چې له ایران څخه را اېستل شوی دی د تلې په ۱۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې خپلې پښې چې له وهلو نه شنې اوښتې دي، ښیي. [عمر]

د وزارت یوه چارواکي صبغت الله احمدي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت پېښه تعقیبوي او زیاته یې کړه چې هغوی په تهران کې د افغانستان سفارت او په زاهدان ولایت کې د افغانستان کونسلګرۍ سره په تماس کې دي.‌

د قرباني برخلیک معلوم نه دی

احمدي وویل، «ایراني مقاماتو زمونږ سیاسي استازو ته وویل چې د ځوان علاج روان دی، خو کله چې زمونږ خلکو د هغه د لیدلو غوښتنه وکړه،‌ ایراني مقاماتو وویل چې هغوی زلمکی هلک له خپل هېواد څه را اېستلی دی.»

هغه زیاته کړه، «مونږ له ایران څخه وضاحت غواړو چې هغوی په کوم تاریخ او له کوم سرحد څخه دغه ځوان شخص افغانستان ته را اېستلی دی چې مونږ دا داډ ترلاسه کړو چې هغه ژوندی دی، خو ایراني مقاماتو تر اوسه پورې مونږ ته مثبت ځواب نه دی راکړی.»

احمدي زیاته کړه، «ایرانیانو مونږ ته ویلي چې د هغه علاج روان دی، خو مونږ په دې خبره مطمئن نه یو. خارجه وزارت دې قضیې ته په جدي سترګه ګوري.»

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وویل چې د هغه دفتر «داسې راپورونه ترلاسه کړي چې یاد ځوان له شکنجه کېدلو څخه وروسته ژوند له لاسه ورکړی، او دې خبر وزارت ته ټکان ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه، «دا پېښه د افغانستان حکومت ته د منلو نه ده، او مرتکبین یې باید سزا وویني.»

انصاري وویل، «مونږ له ایران سره د پوهاوي یادښت لرو چې د هغه په اساس افغان اتباع باید د ایران په قلمرو کې شکنجه نه کړای شي، او هغوی باید ونه ګواښل شي او نه یې له حقونو څخه انکار وشي. دا کارونه د کډوالۍ له نړۍ والو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده، غیر انساني دي او له بشري قوانینو څخه سرغړونه کوي -- له دې امله،‌ مونږ هغه غندو.»

انصاري وویل، د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې شکنجه د کوم ایراني عسکر له خوا ترسره شوې که د عادي تبعه له خوا، د ایران حکومت باید د پېښې مرتکبین ونیسي.‌

هغه وویل، «ایران مسؤل دی -- زمونږ د ګاونډي په توګه او د پوهاوي د هغه یادښت په اساس چې مونږ له هغوی سره لاسلیک کړی دی -- چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د حقونو ملاتړ وکړي.»

انصاري وویل، «په ایران کې له ۱.۵ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال ژوند کوي... له بده مرغه مونږ وینو چې په ایران کې زمونږ له کډوالو سره ناوړه چلند کیږي.»

د بشریت پر ضد د جنایتونو دوام

د یاد زلمکي شکنجه وروسته له هغه رامنځته کیږی چې په ایران کې د افغانانو پر ضد یو لړ نور له تاوتریخوالي څخه ډک کارونه ترسره شول.‌

د وري په ۱۴مه، د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه افغان کډوال وروسته له هغه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول چې ایراني عسکرو په زاهدان ولایت کې پرې ډزې وکړې. په هغوی باندې وروسته له هغه برید وشو چې د ادعاوو له مخې هغوی هڅه کوله چې په ناقانونه توګه له افغانستان څخه هغه هېواد ته ورننوځي.

د تېرې لیندۍ په میاشت کې، داسې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې ایراني سرحدي ساتونکي په داسې حال کې ښودل کېدل چې له افغان کډوالو سره یې ناوړه او له سپکاوي څخه ډک چلند کاوه چې هغه کار هم د افغانانو تر منځ سخت انتقاد او د خلکو غوسه راوپارول.

محمد علي باقر عاشورا چې په وروستیو وختونو کې له ایران څخه را اېستل شوی او اوس په هرات کې د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې ژوند کوي، وویل، د هغه په بدن باندې د ایراني عسکرو له خوا د ناوړه چلند نښې نښانې موجود دي.

هغه وویل، «کله چې زه افغانستان د راتګ په لاره وم، هغوی له ما څخه ناقانونه غوښتنې وکړې، خو ما چې د هغوی غوښتنې رد کړې، هغوی زه په وحشیانه ډول ووهلم او اوس زما بدن تور او شین اوښتی دی. هغوی ټول کډوال په ځانګړې توګه هغه چې د ایراني عسکرو د حکمونو مطابق عمل ونه کړي، وېروي او ژوبلوي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ایران کې د افغان کډوالو وهل، شکنجه کول او وژل د بشریت پر ضد جنایت بولي.

د یادې موسسې ویاند شکرالله مشکور وویل، «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ایران کې د دغه ځوان شکنجه کول له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي او مونږ دا کار په کلکه غندو.»

هغه وویل، د ځوان شکنجه کول د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د شکنجې ضد کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه ده.

مشکور زیاته کړه، «دا یوازنۍ قضیه نه ده. په ایران کې ډېر ځلې په ورته قضیو کې افغان اتباع شکنجه شوي، او د هغوی له حقونو څخه سرغړونه شوې ده.»

په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد راسیستي چلند

د ایران د عامې روغتیا وزارت هم وروسته له هغه د افغانانو غوسه راوپاروله چې یاد وزارت له ایرانیانو څخه وغوښتل چې د اربعین په ترڅ کې له افغان او پاکستاني زایرانو څخه دې لیرې اوسي او ویې ویل چې هغوی په مکروبونو ککړ دي چې کېدای شي خپاره شي.

په دې مراسمو کې زیارت کوونکي د عراق کربلا ته ځي چې ډېر یې د ایران له لارې یا له ایران څخه ورځي.

ډېرو افغانانو د ایران خبرداری راسیستي وباله او ځینې هغه افغانان چې اراده یې لرله چې په اربعین کې برخه واخلی وایي چې د ایران حکومت هغوی له سفر کولو څخه ایسار کړي دي.

محمد علي د غزني ولایت اوسېدونکی دی چې اراده یې لرله کربلا ته سفر وکړي. نوموړي وویل، هغه د ایران خاورې ته ورننوتی وو چې ایراني عسکرو له مخکې تګ څخه ایسار کړ او پرځای یې بېرته افغانستان ته راستون کړ.

علي وویل، «د ایران حکومت خپلو اتباعو ته ویلي چې له افغانانو څخه دې لیرې اوسي ځکه چې هغوی یعنې افغانان ناروغ او چټل دي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې ایراني عسکرو زه ونیولم هغوی له ما څخه زما پاسپورټ وغوښت او بیا یې راته وویل چې زما پاسپورټ د افغانستان دی. ما هغوی ته وویل چې زه په الوتکه کې راغلی یم او غوښتل مې چې د یوې میاشتې په مخه کربلا ته لاړ شم،‌ خو هغوی زما لاسونه راوتړل او راته یې وویل چې زه نشم کولی چې کربلا ته لاړ شم.»

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي مهدي حسیني وویل، هغه هم غوښتل چې د اربعین لپاره کربلا ته لاړ شي خو مخه یې ونیول شوه.‌

هغه وویل، «ایرانیان وایي چې خلک باید له افغانانو څخه لیرې واوسي ځکه چې هغوی ناروغ دي. که هغوی داسې خبرې له خپلو مشرانو څخه وانه وري هغوی به یې ونه وایي. هغوی په ایران کې له مونږ سره داسې ناوړه چلند کړی دی چې مونږ داسې احساس کاوه لکه چې مونږ انسانان نه یو او دغه کار زمونږ روحیه راوځپله.»

هغه وویل، «د ایرانیانو او په ځانګړې توګه د ایران د حکومت له خوا داسې کارونه له انسانیت څخه ډېر لیرې دي او هغوی ماته داسې احساس راکړ چې په دې هېواد کې انسانیت هېڅ پاتې نه دی.»

هغه وویل، هغه په دې «واقعاً خجالت دی» چې د اسلام داسې فرقې پورې اړه لري چې د هغه شکنجه کوونکي ورپورې تړلي دي.‌

په هرات ښار کې دیني عالم مولوي سید محمد شېرزادي وایي چې په اسلام کې ځان په نورو لوړ ګڼل او راسیسزم ممنوع دي.‌

هغه وویل،‌ «هغه څوک چې ځانونه مسلمانان او د اسلام د دین پیروان بولي او راسیزم ترسره کوي،‌ هغوی باید پوه شي چې هغوی په اسلام کې هېڅ ځای نه لري.»

شېرزادي وویل، د قران کریم د نصوصو په اساس، د نړۍ ټول مسلمانان یو له بل سره ورونه دي،‌ او هغوی باید خپل د غم او خوښۍ وختونه یو له بل سره شریک کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500