جرم او انصاف

چارواکو د طالبانو له خوا په یوه ۸ کلنه نجلۍ د ادعا شوي ډله ییز جنسي تېري څېړنه پیل کړه

د هدایت الله راپور

افغانې د ښوونځي نجونې د تلې په ۹مه په کابل کې په یوه ازاده سیمه کې د سرک په غاړه روانې دي. د ادعاوو له مخې، طالب اورپکو د وږي په ۲۷مه په تخار ولایت کې د ښوونځي په یوه نجلۍ باندې ډله ییز جنسي تېری وکړ. [سجاد حسین/ای اېف پي]

افغانې د ښوونځي نجونې د تلې په ۹مه په کابل کې په یوه ازاده سیمه کې د سرک په غاړه روانې دي. د ادعاوو له مخې، طالب اورپکو د وږي په ۲۷مه په تخار ولایت کې د ښوونځي په یوه نجلۍ باندې ډله ییز جنسي تېری وکړ. [سجاد حسین/ای اېف پي]

کندوز -- محلي چارواکي وایي چې طالب اورپکو په تخار ولایت کې د ښوونځي په یوه ۸ کلنه زده کوونکې باندې ډله ییز جنسي تېری کړی دی.‌

دغه پېښه د وږي په ۲۷مه د خواجه غار ولسوالۍ په قاروق کلي کې وشوه. یاد کلی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې واقع دی.

د خواجه غار ولسوال ملا محمدعمر وویل، نجلۍ سهار ښوونځي ته روانه وه چې ونیول شوه او یوه ځنګله ته بوتلل شوه او بیا پرې پنځو تنو طالب جنګیالیو ډله ییز تېری وکړ.

هغه وویل، «د ماشوم روغتیایي حالت خراب دی ځکه چې طالبانو د هغې کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې هغه روغتون ته بوځي.»

عمر زیاته کړه، «دغو کسانو د هغې کورنۍ ګواښلې چې که د هغې کورنۍ ماشوم د تداوۍ لپاره کلینیک یا د ولسوالۍ مرکز ته بوځي او د هغوی نومونه افشا کړي، هغوی ټول به ووژل شي.»

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري پېښه تایید کړه او ویې ویل چې ولایتي ادارې خواجه غار ولسوالۍ ته یو هیئت لېږلی چې پېښه وارزوي.

هجري وویل، «مونږ منتظر یو چې هیئت خپل راپور د والي دفتر ته تسلیم کړي.»

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال عبدالخلیل اسیر وویل، «مونږ دا پېښه تعقیبوو.»

د بشري حقونو ماتول

په کندوز ښار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز رییس سید حفیظ الله فطرت وویل چې تر اوسه پورې د قرباني د کورنۍ هېڅ چا هغوی ته د قضیې په هکله مراجعه نه ده کړې.

فطرت وویل، «د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جنسي تېریو په شمول له بشري حقونو څخه د سرغړونې په هکله څرګند موقف لري، او دا زمونږ وظیفه ده چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړو.»

هغه وویل، «په دې هکله د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو اعلامیه او هغه قانون چې د ښځو او ماشومانو وېرول منع کوي د لمر په څېر روښانه دي، او قضایي او حقوقي ادارې مسؤلیت لري چې د افغانستان د جزا د قانون مواد تطبیق کړي.»

په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فضیلې حبیبي وویل، «ښځې او ځوانې نجونې تل د ځایي وسله والو سړیو، طالبانو او محلي قوماندانانو له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.»

هغې وویل، «دا ټکان ورکوونکې پېښه ښیي چې ټول مجرمان تر هغه حده چې هغوی کولی شي په ښځو باندې بریدونه کوي او وېروي یې.»

حبیبي په قضایي او حقوقي ادارو باندې غږ وکړ چې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او مرتکبینو ته یې سزا ورکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان زما بد راځي ځکه تل يي د افغانستان د دايمي دښمن يعنې پاکستان په حکم افغانستان وران کړی او افغانان يي وژلي دي لاکن زه فکر نه کوم چي طالبان دي په يوه ښځه او هغه هم ماشومه باندي جنسي تيری وکړي. دا کار کيدای شي د عطامحمد نور يا کوم بل جنګسالار مليشو يا د هغه جعلي طالبانو کړی وي. مرګ په پاکستان، ايران او روسيه چي طالبان او جنګسالاران تمويل او تجهيزوي.

ځواب ورکړئ