امنیت

افغان ځواکونو ۱۱ کلن هلک د داعش له منګولو څخه وژغوره

د خالد زېري راپور

د افغانستان د استخباراتو ځواکونو دغه ۱۱ کلن هلک د تلې په ۱۴مه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په تنګي سیمه کې په ځانګړیو عملیاتو کې وژغوره. چارواکو وویل، د مسعود په نامه هلک نژدې درې میاشتې مخکې داعش د افغان حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور تښتولی وو. [خالد زېری]

جلال اباد -- د ملي امنیت ریاست ځواکونو د تلې په ۱۴مه د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو ۱۱ کلن هلک د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې وژغوره.

د مسعود په نامه هلک خواوشا درې میاشتې مخکې د حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور د داعش له خوا تښتول شوی وو.

مسعود د هغه د خلاصون په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې خبریالانو سره د هغو ظلمونو په هکله خبرې وکړې چې د داعش له خوا د اسارت پر وخت په هغه باندې تېر شوي وو.

هغه د تلې په ۱۵مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې وویل، «درې میاشتې مخکې، ما حیوانات څرول چې د داعش غړو وتښتولم.»

په عکس کې، له چپ څخه ښي لوري ته، ۱۱ کلن مسعود چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو له داعش څخه ژغورلی، د ننګرهار د ملي امنیت رییس جنرال نظرعلي واحدي، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د مسعود پلار ادم خان د تلې په ۱۵مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې لیدل کیږي. [خالد زېری]

په عکس کې، له چپ څخه ښي لوري ته، ۱۱ کلن مسعود چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو له داعش څخه ژغورلی، د ننګرهار د ملي امنیت رییس جنرال نظرعلي واحدي، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د مسعود پلار ادم خان د تلې په ۱۵مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې لیدل کیږي. [خالد زېری]

پخواني طالب اورپکي او د داعش ډلې غړي د تلې په ۱۴مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

پخواني طالب اورپکي او د داعش ډلې غړي د تلې په ۱۴مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

هغه وویل، «هغوی زه تورې بوړې ته بوتلم او راته یې وویل چې ما د حکومت لپاره جاسوسي کوله. هغوی زه ووهلم او زما پوښتۍ اوس هم درد کوي. هغوی زه په یوه پړي وتړلم او امر یې راته وکړ چې اعتراف وکړم چې زه جاسوس یم، خو زه جاسوس نه وم او هغوی ماته شکنجې راکولې.»

د ننګرهار والي کورنۍ ته د ماشوم د سپارلو پر وخت وویل، «داعش دا ماشوم نیولی وو، خو زمونږ د ملي امنیت ریاست ځواکونه وتوانېدل چې هغه ته له هغوی څخه نجات ورکړي. زه د ملي امنیت ریاست ځواکونو څخه مننه کوم چې ویې کولی شوای چې هغه له ژوبلېدلو څخه پرته راخوشې کړي.»

د مسعود پلار ادم خان د ملي امنیت ریاست څخه مننه وکړه چې د هغه زوی یې بېرته کور ته ورته راوست.

خان په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «مونږ خبر نه وو چې هغه چېرې دی او دا چې آیا هغه ژوندی دی که مړ دی. د ملي امنیت ریاست ځواکونو په داعش باندې برید وکړ او ځینې یې ووژل، او هغوی وکولی شوای چې زما زوی راخوشې کړي.»

هغه وویل، «زه د ملي امنیت ریاست ځواکونو څخه مننه کوم چې زما زوی ته یې د داعش له منګولو څخه نجات ورکړ.»

طالبان او د داعش جنګیالي تسلیم شول

په عین مراسمو کې، د ننګرهار ولایتي چارواکو هغه ۱۷ تنه طالبان او د داعش جنګیالي رسنیو ته ور وښودل چې په وروستیو وختونو کې یې تاوتریخوالی پرېښی وو.

میاخېل وویل، «د ملي امنیت ریاست د افسرانو د هڅو په نتیجه کې، ۱۰ تنه طالب جنګیالي د سولې پروسې سره یوځای شول او د درې پاکستاني اتباعو په شمول ۷ تنه د داعش جنګیالي تسلیم شول. دغو جنګیالیو ۱۵ میله کلاشینکوفونه او د یوه ماشینګن په شمول نورې وسلې هم سپارلي دي.»

هغه وویل، «دا تسلیم شوي جنګیالي په خوګیاڼو، بټي کوټ، چپرهار، پچیر اګام او اچین ولسوالیو کې په حکومت ضد فعالیتونو کې ښکېل ول، خو وروسته له هغه له حکومت سره یوځای شول چې له حقیقت څخه خبر شول او د ملي امنیت ریاست ځواکونو تر فشار لاندې راغلل.»

د طالبانو د ډلې یوه پخواني غړي ضیاءالله په دې هکله خبرې وکړې چې ولې هغه د سولې پروسې سره یوځای شو.

هغه خبریالانو ته وویل، «مونږ له دوه کالو راهیسې د طالبانو په لیکو کې جنګ وکړ، خو کله چې مونږ پوه شو چې زمونږ مشران چې په پاکستان کې اوسېږي مونږ ته غلطې لارې راښیي، مونږ وسله وال مخالفت پرېښود او له حکومت سره یوځای شو.»

د داعش یوه پخواني جنګیالي چمن ګل وویل، «پخوا زما زامنو د طالبانو په لیکو کې فعالیت کاه، خو وروسته له هغه چې زما یو زوی ووژل شو او طالبانو سیمه پرېښودله، مونږ داعش ته ور واوښتو.»

هغه وویل، «د داعش او طالبانو جنګیالي په وروستیو کې کمزوري شوي دي، او اوس هغوی تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.»

د طالبانو او داعش تر منځ د مخالفتونو روانه لړۍ له یو نیم کال راهیسې روانه ده، او د دواړو ډلو تر منځ وروستۍ جګړه په کونړ ولایت کې ونښتله چې هلته طالب جنګیالیو څو اونۍ وړاندې د داعش د جنګیالیو کورونو ته اور ورته کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500