ټاکني

کتونکو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د شفافیت هڅې وستایلې

د نجیب الله راپور

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه ښځینه کارکوونکې د تلې په ۶مه د رایه اچونې په یوه نامعلوم محل کې په یوه بایومتریک وسیله د یوې ښځې عکس اخلي. [د انتخاباتو خپلواک کمېسیون/فېسبوک]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه ښځینه کارکوونکې د تلې په ۶مه د رایه اچونې په یوه نامعلوم محل کې په یوه بایومتریک وسیله د یوې ښځې عکس اخلي. [د انتخاباتو خپلواک کمېسیون/فېسبوک]

کابل -- د مدني حقونو د فعالانو او عادي اتباعو په شمول، کتونکیو د روانې میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د شفافیت او بریاليتوب د یقیني کولو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون هڅې وستایلې.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د تلې په ۶مه په ټول هېواد کې ترسره شول چې ۲۵۹۸۴۴۵ رایه ورکوونکیو په کې رایې ورکړې.

د افغانستان د انتخاباتو او د شفافیت د څار موسسې یوه غړي حبیب الله شینواري وویل، «د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د شپې او ورځې هڅو مرسته وکړه چې انتخابات په بهتر او لا ډېر شفاف ډول ترسره شي.»

شینواري چې په انتخاباتو کې د لوړو او ژورو د کموونکیو فکټورونو په هکله یې خبرې کولې، وویل، «د رایه اچونې هېڅ محل د موادو له کمي سره مخامخ نشو.»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارکوونکی د تلې په ۶مه د رایه اچونې په یوه نامعلوم محل کې په یوه بایومتریک وسیله د یوه رایه ورکوونکي د ګوتو نښه اخلي. [د انتخاباتو خپلواک کمېسیون/فېسبوک]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارکوونکی د تلې په ۶مه د رایه اچونې په یوه نامعلوم محل کې په یوه بایومتریک وسیله د یوه رایه ورکوونکي د ګوتو نښه اخلي. [د انتخاباتو خپلواک کمېسیون/فېسبوک]

هغه وویل، «دا ځل ښه ډسپلین حاکم وو، او د انتخاباتو په کارکوونکیو کې هېڅ کمی نه وو.‌ د رایه اچونې ۸۰٪ محلونه په وخت سره پرانستل شول، نوې ټکنالوجي وکارول شوه او بایومتریک وسیلو په صحیح توګه کار وکړ. د انتخاباتو کارکوونکیو روزنه اخیستې وه او امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې امنیت خوندي کړي.»

شینواري وویل، «کمېشنرانو، د دارالانشأ کارمندانو او د کمېسیون نورو منسوبینو د شپې تر تقریباً ۱۰ او ۱۱ بجو پورې کار وکړ.»

«د هغوی کار واقعاً د ستاینې وړ دی.»

'د ولسواکۍ لپاره رایه اچونه'

د ښځو د زده کړو لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې روشن سیرت چې د انتخاباتو په ترسره کولو کې یې مرسته کړې وه هم د دغه پروګرام ترسره کېدل وستایل.

سیرت وویل، «له امنیتي ستونزو او ګواښونو سره سره، د ښځو په شمول افغانانو د دغو ګواښونو پروا ونه کړه او د ولسواکۍ لپاره یې رایې ورکړې ځکه چې انتخابات د ولسواکۍ یو اصل دی.»

هغه زیاته کړه، «دا چې بایومتریک سیستم کار وکړ او افغانانو رایې واچولې، له دې امله دا انتخابات د ملکي خلکو او کتونکیو په نظر د پخوانیو هغو په نسبت بهتر وو.»

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ادارې د پروګرام مدیر محمد نعیم اصغري وویل، د ولسمشرۍ وروستي انتخابات د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې ترسره شویو د ولسي جرګې انتخاباتو په نسبت ډېر ښه تنظیم شوي ول.

اصغري وویل، «کمېشنرانو په مستقل ډول کار وکړ او د پخوانیو کمېشنرانو پر خلاف هغوی خپل مهالوېش تعقیب کړ او د کمېسیون د کارمندانو لپاره بهتر روزنیز پروګرامونه تنظیم شوي وو. دا چې لږو خلکو په رایه اچونه کې برخه اخیستې وه، له دې امله د کمېسیون کارکوونکیو وکولی شوای چې ستونزې په بهتر ډول حل کړي او د انتخاباتو د څار موسسو لارښوونو ته یې پاملرنه وکړه.»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وویل چې د کمېسیون له خوا په پام کې نیولو طریقو د انتخاباتو شفافیت ته بریا ور په برخه کړه.‌

هغه وویل، «مونږ بایومتریک وسیلې په ښه توګه استعمال کړې او سافټ ویر ته مو انکشاف ورکړ چې د خلکو ټولې پوښتنې حل کړو.»

هغه زیاته کړه،‌ «مونږ د کارکوونکیو په استخدام او روزنه باندې په پام سره کار وکړ چې مونږ وکولی شو چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې رامنځته شوې ستونزې حل کړای شو، او مونږ دا ډاډمنه کړه چې رایه اچوونکي له کومو ستونزو سره مخامخ نشي.»

سادات وویل، «دغه کار له مونږ سره مرسته وکړه چې ښه انتخابات ولرو او د خلکو اعتماد وګټو.»

شفافیت ساتل

د مدني ټولنې فعالانو او افغان اتباعو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون قوي اراده او د انتخاباتو په پروسه کې د شفافیت ساتل وستایل.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي نعیم نظري د کمېسیون دې پرېکړې ته په اشارې چې یوازې د هغو کسانو رایې به وشمېري چې سیستم تایید کړې وي،‌ وویل،‌ «یوازې هغه رایې به وشمېرل شي چې بایومتریک وسیلو ازمویلې وي،‌ او دا به د شفافیت سطحه لوړه کړي.»

هغه وویل،‌ «مجازات او مکافات -- په ځانګړې توګه د انتخاباتو د پخوانیو چارواکو مجازاتو -- هم د دې انتخاباتو په شفافیت باندې اغېز درلود.»

د وږي په ۱۱مه، یوې ابتدایه محکمې د انتخاباتو د کمېسیون پخوانی رییس او د انتخاباتو شپږ پخواني کمېشنران -- او همدارنګه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پخوانی رییس او دوه پخواني غړي -- په پنځه کاله حبس محکوم کړل.‌

ولسمشر اشرف غني د دغو کمېسیونونو غړي د سلواغې په میاشت کې وروسته له هغه له دندو ګوښه کړل چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پرې د تقلب تورونه ولګېدل او حکومت د دغو کمېسیونونو په اصلاحاتو لاس پورې کړ.

حماسې پیغام چې په کابل کې له یوې غیر حکومتي موسسې سره کار کوي، وویل، «د انتخاباتو ځینې پخوانيو کمېشنرانو په فساد کې په ښکېلېدلو سره دې پروسې ته زیان ور ورساوه.»

هغه زیاته کړه، «حکومت د پخوانیو کمېشنرانو په قانوني تعقیب او بندي کولو سره صحیح پرېکړه وکړه ځکه چې دا به د نورو هغو کسانو لپاره یو د عبرت درس وي چې د خلکو په برخلیک او د دیموکراسۍ په راتلونکې باندې لوبې کوي.»

په کابل کې د کاردان پوهنتون یوه محصل عزت الله افغانمل وویل، «د انتخاباتو اوسنیو کمېشنرانو تر اوسه پورې په عادلانه او خپلواک ډول کار کړی دی، او مونږ هیله لرو چې هغوی به وکولی شي د انتخاباتو د پروسې تر پای ته رسېدلو پورې خپله بې طرفي او اخلاقي مسؤلیت وساتلی شي.»

هغه زیاته کړه، «که دا کمېشنران ونشي کولی چې خپله بې طرفي او اخلاقي مسؤلیت وساتي او په فساد کې ښکېل شي، هغوی باید پوه شي چې یوه ورځ به هغوی تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي او د پخوانیو کمېشنرانو په څېر به زندان ته واچول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې ټول کمېشنران باید له پخوانیو غړو څخه عبرت واخلي، په مستقل ډول عمل وکړي او نتایج اعلان کړي. هېڅکله نورو ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي. ټولې اچول شوې رایې باید وشمارل شي او د خلکو له برخلیک سره لوبې ونه کړل شي. واحدي

ځواب ورکړئ