امنیت

داسې ښکاري چې د طالبانو تر منځ اختلافات د نشه ییزو توکو ناقانونه سوداګرۍ پورې تړاو لري

د عبدالغني کاکړ راپور

امنیتي منسوبین د زمري په ۲۵مه د کوېټې ولسوالۍ په کچلاک مېنه کې په یوه جومات کې د چاودنې ساحه ګوري. [بنارس خان/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د زمري په ۲۵مه د کوېټې ولسوالۍ په کچلاک مېنه کې په یوه جومات کې د چاودنې ساحه ګوري. [بنارس خان/ای اېف پي]

کوېټه -- ویل کیږي چې په پاکستان کې د افغان طالب مشرانو د وروستیو وژنو لړۍ د اورپکو له خوا د نشه ییزو توکو قاچاق او په زور د پیسو اخیستنې فعالیتونو پورې تړاو لري.

د زمري په ۲۵مه، د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې، د اسلامي امارت عالي شورا، غړو له کوېټې سره نژدې په کچلاک سیمه کې په یوه جومات باندې برید وکړ چې د طالبانو د لوی مشر هبت الله اخوندزاده د ورور په شمول څلور کسان یې ووژل.

د زمري په ۲۶مه، د وژنې په یوه جلا پېښه کې اورپکو یو بل مهم طالب مشر او د اخوندزاده یو نژدې ملګری ملا محمد اعظم اخوند د کچلاک په قاسم کلا سیمه کې وواژه.

د زمري په ۲۷مه هم اورپکو د بلوچستان د چاغۍ ولسوالۍ په ګردي ځنګل سیمه کې د طالبانو په یوه مدرسه باندې برید وکړ او د طالبانو یو قوماندان ملا میراجان یې وواژه او درې نور کسان یې ټپیان کړل.

د نشه ییزو توکو یو معتاد په ۱۳۹۸ کې په پېښور کې د کارخانو مارکېټ سره نژدې د اورګاډي د پټلۍ تر څنګ هیرویین څکوي. [محمد شکیل]

د نشه ییزو توکو یو معتاد په ۱۳۹۸ کې په پېښور کې د کارخانو مارکېټ سره نژدې د اورګاډي د پټلۍ تر څنګ هیرویین څکوي. [محمد شکیل]

طالب مشران د زمري په ۴مه له قطر څخه اندونیزیا ته په سفر روانېږي. افغان طالب مشرانو ونشوای کولی چې په پاکستان کې د هغو سوداګریو او پانګونو په هکله چې شک کېږي د یادې ډلې مشرانو پورې اړه لري،‌ د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې روان، مخرب تحقیقات بې اعتباره وګرځوي. [آرشیف]

طالب مشران د زمري په ۴مه له قطر څخه اندونیزیا ته په سفر روانېږي. افغان طالب مشرانو ونشوای کولی چې په پاکستان کې د هغو سوداګریو او پانګونو په هکله چې شک کېږي د یادې ډلې مشرانو پورې اړه لري،‌ د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې روان، مخرب تحقیقات بې اعتباره وګرځوي. [آرشیف]

په پیل کې داسې ښکارېدل چې دا وژنې د افغان طالبانو تر منځ د ډلې د مشرۍ او سیاسي جهت ټاکنې په برخه کې زیاتېدونکیو اختلافاتو او نارضایتۍ پورې تړاو لري.

خو یو شمېر کتونکي وایي چې دا تاوتریخوالی هم د یادې ډلې له خوا د نشه ییزو توکو د ناقانونه سوداګریز فعالیت او د طالبانو د بېلابېلو ډلو له خوا د ګټورو سوداګریو د کنټرول لپاره د لېوالتیا برخه جوړوي.

وژنې د نشه ییزو توکو قاچاق سره تړاو لري

په راولپنډۍ کې یوه جیګپوړي پاکستاني استخباراتي چارواکي وویل، «په کچلاک او د بلوچستان په نورو سیمو کې وروستۍ وژنې ښایي د نشه ییزو توکو سوداګرۍ پورې تړاو ولري ځکه چې وژل شوي طالب مشران د طالبانو د شبکې لپاره د پیسو د تأمین د زنځیر مهمې څېرې پېژندل کېدلې.»

افغان او نړۍ وال چارواکي وایي چې طالبان له ډېر وخت راهیسې د افغانستان د نشه ییزو توکو د سر مافیایي ډله تشکیلوي.

یاد چارواکي د نوم نه افشا کولو په شرط وویل، طالبان په افغانستان کې د کوکنارو له کرنې او د نشه ییزو توکو له سوداګرۍ څخه په کال کې له ۴۶.۸ میلیاردو افغانیو (۶۰۰ میلیونو ډالرو) څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي. په افغانستان کې کرل شوي نشه ییز توکي معمولاً په پاکستان او ایران کې له ناقانونه لارو څخه نړۍ وال مارکېټ ته رسېږي.

ځینې افغان چارواکي له افغانستان څخه د راتلونکیو نشه ییزو توکو ارزښت تر ۷۰ میلیاردو ډالرو پورې لوړ ښیي.

هغه وویل، «هلمند ولایت په افغانستان کې د کوکنارو د کرنې مرکز دی، او د طالبانو مرکزي شورا مستقیماً له نشه ییزو توکو څخه په ترلاسه شویو پیسو تأمینیږي.»

هغه زیاته کړه، «په دې هکله په لوړه کچه څېړنې روانې دي چې د هغو طالبانو شبکه په ګوته شي چې په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې خپل حرکت تر پردې لاندې چلوي.»

یوه جیګپوړي افغان چارواکي نجیب ځدراڼ چې پخوا یې په کوېټه کې د افغانستان کونسلګرۍ کې کار کاوه، وویل، د کوکنارو کرنه «په افغانستان کې د طالبانو لپاره د عوایدو یوه مهمه سرچینه ده او ... دا وخت طالبان خپلې وسلې او اکثر لوجیستیکي لوازم په هغو پیسو اخلي چې هغوی یې د اپین د سوداګرۍ له لارې ګټي.»

هغه وویل،‌ «کوکنار اکثر د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کیږي او د هغوی د عوایدو یوه لویه سرچینه بلل کیږي.»

هغه زیاته کړه، «افغان طالبان همدارنګه له هغو قاچاقچیانو څخه چې هیرویین او نور نشه ییز توکي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته قاچاق کوي مالیات اخلي. د نشه ییزو توکو په دې ناقانونه اقتصاد کې د طالبانو کالنۍ حصه ملیاردونه افغانۍ اټکل شوې ده.»

په کوېټه کې د ترهګرۍ ضد یوه جیګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د نشه ییزو توکو له لارې د ترلاسه کېدونکیو پیسو په سر شخړې «کېدای شي د هغو وروستیو بریدونو یو دلیل وي چې مخالفانو د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو پر ضد ترسره کړل.»

هغه وویل، «هغه افغان کډوال چې دا وخت د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ژوند کوي افغان طالبانو ته سرپناه برابروي... ځکه طالبان کولی شي چې په افغانستان کې دننه په اسانۍ سره د هغوی خپلوان تعقیب او په نښه کړي. زمونږ د څېړنو له مخې، زمونږ په خاوره افغانان اکثر وختونه د هغو مخالفانو له خوا په نښه کیږي چې له طالبانو او افغان جنګسالارانو سره یې اقتصادي شخړې او نور کړکېچونه لرل.»

هغه یاده کړه چې، «دا یو د نه انکار وړ حقیقت دی ... چې هغه طالب مشران چې په بلوچستان کې د هغوی د مخالفانو له خوا وژل کیږي هغوی د عادي افغان کډوالو تر پوښښ لاندې یو ډېر مرفه ژوند درلود.»

پټ مجلل ژوند

افغان طالب مشرانو ونشوای کولی چې په پاکستان کې د هغو سوداګریو او پانګونو په هکله چې شک کېږي د یادې ډلې مشرانو پورې اړه لري،‌ د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې روان، مخرب تحقیقات بې اعتباره وګرځوي.

طالب مشرانو له کلونو راهیسې ځانونه د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره عاجز غلان معرفي کړي، او په دې هکله یې پوره پام کړی چې خپل سوداګریز معاملات پټ وساتي.

خو د وخت په تېرېدلو سره د هغوی د ډلې ډېر شوي جاني ماهیت -- چې اوس د افغانستان د نشه ییزو توکو په لویه مافیا، د باج اخیستنې پروګرامونه او داسې نور پر مخ بیایي -- د یادې ډلې مشران ډېر شتمن کړي، په داسې حال کې چې د ترهګریزو بریدونو قربانیان او د ګروپ ټیټ پوړي افراد له سخت فقر سره مخامخ دي.‌

د افغانستان په سپین بولدک کې یوه افغان سوداګر محمد نافعوویل،د نشه ییزو توکو په سوداګرۍ سربېره، طالبان له افغان سوداګرو څخه د باج اخیستنې له لارې په میلیونونو ډالر ګټي.

هغه وویل،‌ د افغانستان په ناامنو سیمو کې ډېر کم افغان سوداګر کولی شي چې خپل امنیت وساتي.

نافع وویل، «طالبان په دېرو سیمو کې چې د هېواد لویې لارې پرې تېرېږي قوي واک لري. ډېر هغه سوداګر چې په پاک - افغان سوداګرۍ کې ښکېل دي هم په افغانستان کې طالبانو ته غټه اندازه مالیه تحویلوي.»

هغه وویل، په بلوچستان کې ډېر شمېر افغان سوداګر ژوند کوي چې افغان طالبان هغوی مومي او مالیات ترې اخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500