امنیت

افغان چارواکي وایي، هغه طالب سخت دریځي د مرګ کومي ته ور روان دي چې غواړي له داعش سره یوځای شي

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی یو شمېر طالب جهادي «فارغان» په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی یو شمېر طالب جهادي «فارغان» په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- افغان چارواکي وایي، د طالبانو یو شمېر سخت دریځي قوماندانان به، چې پلان لري د سولې د خبرو په پرمختللو سره له داعش سره یوځای شي، د یادې ترهګرې ډلې د نورو غړو په څېر وځپل شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د تلې په ۹مه فاکس نیوز ته وویل، «مونږ داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي» چې ښیي چې «ډېر طالب قوماندانان -- سخت دریځي چې نه غواړي د سولې پروسې سره یوځای شي -- به له داعش سره لاس یو کړي. ښایي چې د وخت په تېرېدلو سره دغه ګواښ زیات شي.»

هغه وویل، «دا وخت، داعش زمونږ لپاره یو ستراتیژیک ګواښ نه دی. مونږ وکولی شوای چې په هغو ځایونو کې چې د هغوی تر کنټرول لاندې وو هغوی له منځه وېسو.»

«خو که د سولې پروسه په صحیح توګه پرمخ لاړه نشي او ټول طالبان را ونه نغاړي، ښایي چې سخت دریځي یې له داعش سره یوځای شي چې هغه وخت به هغوی زمونږ او زمونږ د نړۍ والو شریکانو لپاره په یوه ستراتیژیک ګواښ باندې بدل شي.»

د داعش غړي تېر کال په افغانستان کې د طالبانو په مورچلو باندې ډزې کوي. [آرشیف]‌

د داعش غړي تېر کال په افغانستان کې د طالبانو په مورچلو باندې ډزې کوي. [آرشیف]‌

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د تلې په ۸مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته خبرې کوي. [ډان ایمرت/ای اېف پي]

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د تلې په ۸مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته خبرې کوي. [ډان ایمرت/ای اېف پي]

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر جنرال عبدالوهاب وردک وویل،‌ «طالبان په دوه ډلو باندې وېشل شوي دي: یوه ډله سوله غواړي، خو بله یې -- چې له افغان او خارجي طالبانو څخه تشکیل شوې ده -- خپلې ګټې او راتلونکی د جنګ په دوام کې ویني، او دا غوره ګڼي چې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای شي.»

وردک وویل، «دا به داعش پیاوړی کړي او د افغانستان او د هغه د ملاتړو لپاره به یو ګواښ جوړ کړي، چې په دې صورت کې له طالبانو سره سوله په افغانستان کې د ترهګرې پر ضد د جګړې د پای ته رسولو معنی نه لري.»

هغه زیاته کړه، «دا صحیح ده چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی، خو که د طالبانو افراطي جنګیالي او قوماندانان له داعش سره یوځای شي په دې سره به د سولې له هوکړې څخه وروسته جنګ شدت ومومي.»

«افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باید د داعش د محدودولو او له منځه وړلو لپاره اړتیا وړ ګامونه واخلي.»

'د استخدام ځمکه'

د غزني ولایت پخواني مرستیال او په کابل کې مېشت د سیاسي چارو تحلیلګر محمد علي احمدي وویل، «داعش د عراق او سوریې پر خلاف، په افغانستان کې ځمکه او قوت نه دي ترلاسه کړي ځکه چې د داعش عقاید د افغانانو د عقایدو پر ضد دي.»

هغه وویل، «خو فقر، بې کارۍ او نورو ټولنیزو ستونزو چې افغانان ورسره مخامخ دي د داعش لپاره د استخدام ځمکه برابره کړې ده.»

احمدي وویل، «داعش تر ټولو ډېر افراطي ګروپ دی چې د انساني،‌ اسلامي او ازادي بخښونکو ارزښتونو مخالفت کوي او که هغه طالب جنګیالي -- چې د نشه ییزو توکو قاچاقچیان دي او له جنګونو څخه ځانونه تغذیه کوي -- له هغوی سره یوځای شي، بیا به داعش زمونږ او د نړۍ والې ټولنې لپاره په یوه ستراتیژیک ګواښ باندې واوړي.»

هغه وویل، «هغه افراطي طالبان، چې یوازې په دې پوهېږي چې څنګه ټوپک وکاروي، وینه تویه کړي،‌ او تاوتریخوالی ترسره کړي، هغوی په سوله باور نه لري»

احمدي وویل، « دا افراطي طالبان او د داعش جنګیالي داسې یوه فرصت ته انتظار کوي چې افغانستان یو ځل بیا په خپل غټ مرکز باندې بدل کړي. نړۍ واله ټولنه باید په داسې یوه حالت کې له افغانستان څخه عسکر ونه باسي.»

د ډیورنډ کرښې پاکستاني لوري ته د یوې قبایلي شورا مشر زرجان شینواري وویل، «شواهد ښیي چې ټول طالبان په ورته ډول فکر نه کوي، هغوی د سولې او جګړې په هکله بېلابېل او متناقض نظرونه لري.»

هغه زیاته کړه، «په داسې یوه حالت کې چې د طالبانو له یوې ډلې سره د سولې تړون وشي، ښایي چې د طالبانو افراطي غړي له داعش یا القاعدې سره یوځای شي، خو دا به د طالبانو غټه غلطي وي چې هغوی سوله رد کړي او له داعش سره یوځای شي ځکه چې داعش د له منځه تګ پولې ته ور رسېدلی دی.»

«که طالبان له هغوی سره یوځای شي، افغان او نړۍ وال ځواکونه به هغوی ووژني.»

ترهګر جارو کول

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر تورن جنرال ظاهر عظیمي وویل، «افغان او نړۍ والو ځواکونو داعش سخت ځپلی، او زه فکر کوم چې هغوی داسې یو قوي پلان لري چې دا ډله په بشپړ ډول له منځه وېسي.»

عظیمي وویل، «د داعش د قوماندانانو په شمول د هغوی په زرګونو جنګیالي په افغانستان کې وژل شوي دي، او هغو افراطي طالبانو ته هم مرګ انتظار کوي چې له سولې سره علاقه مندي نه لري او غواړي چې له داعش سره یوځای شي.»

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، حکومتي ځواکونه چمتو دي چې د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې آیا کوم غړي یې پرېکړه کوي چې خپل لوری بدل کړي، دواړه یاغي ډلې وځپي.

هغه وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونو داسې ځانګړي پلانونه نیولي چې د داعش پر ضد جنګ وکړي او هغوی له منځه وېسي، او مونږ د عین پلان په اساس په افغانستان کې داعش مات کړی او ویجاړ کړی دی.»

«که طالبان هم داسې نظر لري چې له داعش سره یوځای شي، مونږ به هغوی هم له منځه وېسو.»

امان وویل، «که د سولې پروسه په ټولشموله ډول تطبیق نشي، ښایي چې د طالبانو یوه برخه بې له شکه له داعش سره یوځای شي، خو هغه به مونږ له کومو ننګونو سره مخامخ نه کړي ځکه چې مونږ ځانګړي قطعات لرو چې د داعش پر ضد جنګ وکړي. مونږ کولی شو چې داعش او طالبانو ته ماتې ورکړو.»

هغه وویل، داعش «یو وخت په ننګرهار ولایت کې په یو شمېر ولسوالیو کې موجود وو، خو اوس هغوی حتی د یوې ولسوالۍ کنټرول هم په لاس کې نه لري.»

«دغه ډله یوازې په یوه کلي کې فعاله وه چې مونږ پرې برید وکړ او له منځه مو وېوړه. څه وخت مخکې هغوی غوښتل چې په ننګرهار کې خپل استخدام بیا پيل کړي، خو مونږ سمدلاسه لاس په کار شو او د هغوی پلان مو شنډ کړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500